تاند- د راپورونو له مخې د افغانستان د فوټبال ټیم د اتلولۍ له ګټلو وروسته په کابل او یو شمېر ولایتونو کې په لسګونو زره خلک واټونو ته راوتلي د خوشالۍ د څرګندولو لپاره نارې وهي او ځیني هوايي ډزې کوي.

2د راپورونو له مخې امنیتي ځواکونو د هغو کسانو مخه ونیوله چې ډزې یې کولې خو خلک په موټرونو او پلي په ښار کې ګرځي، لارې بندې دي.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د لومړي ځل لپاره په یوه نړیوال ټورنمنټ کې پایلوبه وګټله او د اتلولۍ کپ یې خپل کړ.

د افغانستان ملي ټیم به سهار وختي د درو وزیرانو په بدرګه د کابل هوايي ډګر ته راورسېږي او له رارسېدو سره سم به له ولسمشر کرزي سره وویني.

ګومان کېږي چې ولسمشر کرزی به د فوټبال ټیم  هر لوبغاړي ته یو اپارتمان او ځیني نورې جایزې ورکړي.

د افغانستان ټیم د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراسیون په پایلوبه کې هند ته دوه پرصفر ماتې ورکړه.

ا3فغان ټیم د اتلولۍ د کپ تر څنګ پنځوس زره ډالره جایزه هم ترلاسه کړه. دا په داسي حال کې ده چې د مالیې وزیر د ولسمشر کرزي له لوري د افغانستان د ټیم ګولکیپر ته شل زره ډالره د نیپال په وړاندې د ښې دفاع په خاطر اعلان کړي دي.

دا له ۱۹۵۴ میلادي کال راپه دې خوا، چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیا د فوټبال د فدراسیون غړیتوب ترلاسه کړی دی، لومړی ځل دی چې افغانستان د اتلولۍ مقام ګټي.

د کرزي پیغام

2 thoughts on “په کابل کې لسګونه زره خلک د فوټبال د بري په خاطر واټونو ته راوتلي”
  1. د افغانانو په منځ کي دومره خوشحالي څو لسيزي نه ده ليدل سوې،ډير ښاري ځوانان سړکونو ته را ووتل چي د خپل وطن د فوټبال د ټيم بريا او د خوښۍ احساسات د نورو وطنوالوو سره شريک کړي،افغانانو ټول جهان ته وښودل چي سوله غوښتونکي او با استعداده خلګ دي .
    زه هم ټولو افغانانو ته د فوټبال د ملي ټيم قهرماني او دسهيلي اسيا د کپ د ګټلو مبارکي وايم،هيله ده چي د ژوند په ټولو اړخو کي افغانان بريالي وي.
    تل دي وي ملي وحدت،تل دي وي برياوي !!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *