د پښتو ژبي د نومیالي شاعر، لیکوال، ژورنالیست او څېړونکي ښاغلي عبدالباري جهاني یوویشتم اثر« د پښتو شعر هینداره » د زرو ټوکو په شمېر، په څلور سوه نهو پاڼو کي، د اکسوس کتابپلورنځي لخوا، د کابل په وایګل چاپخونه کي چاپ سو.
په دغه څېړنیز ادبي اثر کي ښاغلي جهاني؛ د پښتو ژبي د کلاسیکو او معاصرو شاعرانو د شعر منځپانګه، بڼه، څرنګوالی، پرتلنه او مضامین، د شاعرانو ژوند او ټولنیز شرایط، فکر، پیغام او په پښتو شعر او ادبیاتو کي د هغو ونډه او د شعري لړۍ د دوام کړۍ، په خورا دقت څېړلي او تحلیل کړیدي. یعني دغه اثر یواځي د شاعرنو د تذکرو او ژوندلیکونو د ټولګو په څېر نه بلکې، د ژورو شننو او ارزونو په وړاندي کولو، کښل سوی دی.
« د مشکو کاروان » پر اثر د ښاغلي جهاني دې ته ورته هڅه، د پراخ هرکلي سره مخ سوې وه خو د اوسني اثر د منځپانګي څخه معلومېږي چي د هغه کتاب په پرتله، دا پلا ډېر زیار ګالل سوی دی.
د پښتو شعر د هینداري اثر په چاپېدلو، د ښاغلي جهاني د چاپ آثارو شمېر یویشتو، ته رسېږي چي په دې توګه دي:
۱-ورکه مېنه/ شعر
۲-پایکوب/ شعر
۳-د سباوون په تمه/ شعر
۴-شپېلۍ/ شعر
۵-کوه طور/ شعر
۶-راز و نیاز/ شعر
۷-کوثر/ شعر
۸-معراج/ شعر
۹-فردوس/ شعر
۱۰-پند او عبرت/ منظوم داستانونه
۱۱-د مشکو کاروان/ څېړنیز او کره کتنیز اثر
۱۲-د پښتو په سُر او تال کي د غربي سندرو شرنګ/ له انګریزي څخه منظومه ترجمه
۱۳-شرقي لمني غربي ګلونه/ د انګریزي اشعارو منظومه ژباړه
۱۴-بهګت کبیر د پښتو په بڼ کي/ د هندي متصوف شاعر بهګت کبیر د اشعارو منظومي ژباړي
۱۵-د خیام رباعیات/ د عمر خیام د رباعیاتو منظومي ژباړي
۱۶-قوماندان/ناول
۱۷-هرات، پښتانه او ستره لوبه/ تاریخي څېړنیز اثر
۱۸-د پښتو د فوکلوري نکلونو لنډ تحلیل/ څېړنیز اثر
۱۹-ادبي پلټني/ څېړنیز اثر
۲۰-تاریخي څېړني/ تاریخي څېړنیز اثر
۲۱-د پښتو شعر هینداره/ همدغه اثر
لوستونکي کولای سي، دغه اثر د هیواد دننه او بهر د اکسوس کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړي.