چهار شنبه، د چنګاښ ۲۸مه
د حزب اسلامي افغانستان مشر انجينر ګلبدين حکمتیار وايي، اوسنې نظام د ناکامۍ خواته ته روان دی او دا ځکه چې چارواکي د خپلو اړونده چارو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبه په ورځ د افغانستان د ځوانانو د پرمختګ ټولنې له مشرتابه او غړو سره په کتنه کې وکړې.
هغه زياته کړه حکومتي مشران بايد د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي، او په خپلو ناکاميو اعتراف وکړي.
د حزب اسلامي مشر په هېواد کې وروستيو ايتلافونو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې دا ډول ايتلافونه تر ډيره په واک کې د ډيرې برخې اخيستلو لپاره جوړيږي.
د حزب اسلامي مجاهد امير څرګنده ګړه، ايتلافونه بايد د يو بل پر ضد نه وي او شعار يې هم سپيڅلی وي، نه دا چې ددغو ايتلافونو په چوکاټ کې شخصي او ګوندي ګټې و پالل شي.
نوموړی وايي، هغه ايتلافونه چې سرتاسري سولې ته د رسيدو، د جګړې د پای ته رسېدو او د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره جوړيږي، حزب اسلامي يې ملاتړ کوي .
د حزب اسلامي مشر د بيلا بيلو سیاسي ګوندونو مشران يو ځل بيا جوړجاړي ته راوبلل او ټينګار يې وکړ چې د هېواد بحران ته دې د خپلمنځي خبرو اترو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.
ملي رهبر وويل، چې افغانان خپلې ستونزې په خپله حل کولی شي او د ګاونډيانو په ګډون له هېڅ بهرني هېواد دا تمه نه شي کیدای چې روانه جګړه پای ته ورسوي.
ښاغلي حکمتيار له ځوانانو وغوښتل چې يو موټی شي او د هېواد په مسایلو کې فعال رول ولوبوي.
نوموړي په ځوانانو غږ وکړ چې د سولې په ټينګښت کې هلې ځلې وکړي تر څو له هېواد څخه د جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي.
ښاغلي حکمتيار وويل، په هيواد کې روانه جګړه بايد نوره پای ته ورسيږي، ځکه دده په وينا اوسنۍ جګړه د پرديو موخو لپاره روانه ده او ددې جګړې په پای ته رسولو کې ځوانان مخکښ رول لوبولی شي.
ددې کتنې په پای کې فیصل عظيمي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له افغان دولت سره د سولې د تړون لاسیليکېدل يې يو ښه زيری وباله.
نوموړي وويل، ټول افغانانو د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د هڅو ملاتړ کوي او دې ته سترګې په لاره دي چې په هېواد کې سرتاسري سوله راشي.
فیصل عظيمي له ښاغلي حکمتيار څخه وغوښتل چې نور مخالفين هم سولې ته وهڅوي او افغانان په يو ټغر سره راټول کړي.پای
د حزب اسلامي د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه