سألزمُ نفسي الصفحَ عن کل مذنب    وان کثرت منه اليَّ الجرائمُ

په امن او سوله کي ژوند يوه انساني و فطري کړنه ده او جنګ و خشونت ناانساني اعمال دي. موږ ته هم خپل عقل او هم نقل د جنګ او خشونت پر ځای د امن او سولي امر کوي. امن فطري حالت دی، ځکه جنګ يوه نوې پديده ده. په دې مانا چي لومړی د امن حالت وي، وروسته د ګټو، سوتفاهم یا بل بهرني لامل له وجې فطري حالت ماتېږي او امن، جنګ ته ځای پرېږدي. په امن کي انساني استعدادونه غوړېږي، ځکه د وړتیا ښودو زمینه ورته مساعده وي. په امن کي خلګ یو له بل سره په مینه ژوند کوي، ځکه د نفرت و کرکې لامل چي دوښمني او جنګ دی، نه وي. د امن ګټه ژويو ته هم رسېږي. د ګولیو په تړسهار، د بمونو په غړمبهار، د ټانګونو، طیارو او موټرو په غرهار کي ژوي سم ژوند نه سي کولای، له امله یا تښتي یا هم د جنګونو ښکار سي. صنعت او زراعت وده کوي. ځکه غوړیدلي استعدادونه ابتکارات کوي چي صنعت ته وده ور کوي او له باروتو، ګردونو او نورو نبات وژونکو ګازونه فضا پاکه وي چي هم بارانونه کېږي، زراعت ته د ودې زمینه برابره وي او هم يې د مرضونو احتمال کم وي . اقتصاد رغېږي. بې کاري ختمېږي. فقر له منځه ځي. په ټولنه کي طبقاتي توپيرونه ورو- ورو ورکېږي. د خلګو د شعور کچه را لوړېږي. د ښو او بدو ترمنځ توپير جوتېږي. تر بدو په ټولنه کي ښو خلګو ته د کار او خدمت موکه ورکوله کېږي. ځوان کادرونه به د دولت په ملکي او نظامي لیکو کي خدمت ته ځانونه وړاندي کوي او بالاخره به هیواد جوړ، نظام غښتلی، پر خپلو پښو ولاړ، د نورو له احتیاجه خلاص، ملت به له حکومت څخه راضي او د پرمختګ لورته به مو کړندی سفر پيل کړی وي.

د عقل په مټ انسان د هر ډول ستونزو مخ نیوی کولای سي. کله چي حالات سخت سي نو کولای سو چي د عقل په لار ښونه له جنګ او خشونت پرته بله داسي لار غوره کړو چي هم سخت شرایط راته اسانه کړي او هم يې انساني ټولنې ته زیان نه رسېږي. په جنګ لومړی ستر زیان دا دی چي انسان وژل کېږي دا په داسي حالا کي چي له هر ډول ارزښتونو رانیولې بیا تر مادي وسایلو پوري ټول د انسان لپاره دي. که انسان نه وي نو نه د ارزښتونود درنښت څوک پاتېږي او نه د وسایلو د کارولو. د انسان وژونکی جنګ دی، له دې امله نو جنګ بايد رد کړو، انسان ته ژوند ور کړو او په هر ډول حالاتو کي امن او سولي ته ترجیح ورکړو. دا لامل دی چي قران کريم ویلي:

والصلح خیر. الایه، سوله غوره ده.

خذ العفو وامر بالعرف. الایه، بخښه خپله کړه او په ښو امر وکړه.

وان طائفتان من المومنين اقتتلوا فاصلحوا بین اخویکم. الایه، که د مومنانو دوو ډولو سره شخړه وکړه نو د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ.

دا ټولي هغه الهي لار ښوونې وې چي سوله، بخښه او له جنګه مخ اړول هم د خدای امر دی او هم انساني اړتیا ده. دا که په فردي ژوند کي یا هم اجتماعي. سوله يو سړی له خپل ګاونډي، دوست، ملګري، همسفره او… سره کوي او که يې يوه ډله له بلې ډلې سره، يوه ډله له حکومت سره او يو حکومت له بل حکومت سره.

د اسلام پيغمبر د دې پاس ایاتونو مفاهیم درک کړي ول. له دې امله يې نو د حدیبيې پر ځمکه له مکیانو سره په هغو شرايطو سوله وکړه چي ان خپلو ملګرو ته يې لا هم د منلو وړ نه وو. خو رسول الله په ژوند کي د سولې په ارزښت پوهېده. د حدیبيې تر سولي وروسته چي رسول الله د دعوت له لاري خپل پيغام څومره خلګو ته ورساوه د جنګ په تېرو شپږو کلونو کي يې نه وو رسولی.

تر دې هم مخکي رسول الله هغه مهال چي مدینه اتحادي لښکرو محاصره کړې وه او جنګ روان وو. رسول الله بیا هم د جنګ د مخ نیوي په خاطر لومړی خندق وکيښ. وروسته يې د اتحادي لښکرو له ځينو کړيو سره د سولې کوښښ وکړ چي ملګرو يې ور سره تاييد نه کړ او دا هڅه ناکامه سوه.

د مدينې په ژوند کي رسول الله بیا- بیا د هغه تړون یادونه کړې وه چي رسول الله تر نبوت مخکي ګډون پکي کړی وو او د عربو کورني جنګ د مخ نیوي لپاره سوی وي. رسول الله ویل که مي نن هم خلګ د هغه تړون لپاره ور وغواړي نو له ځنډ پرته به ګډون په کي وکړم.

د قران کریم، احادیثو او سېرت له کتابونو دا هغه بیلګي وې چي موږ ته په ژوند کي د سولي ارزښت په ګوته کوي. په سوله کي انسان د مفاهمې له لاري هغه بریا وي له تخریب، انسان وژنې او د خدای و مخلوق د حقوقو له پایمالولو پرته تر لاسه کولای سي چي په جنګ کي د هغو تصور هم ممکن نه دی. همدې ارزښت ته په کتو يې رسول الله يوه حدیث کي دارنګه یادونه کړې: الله بنده ته په اساني هغه څه ور کوي چي په سختي يې نه سي تر لاسه کولای. مسلم

له دې پرته په جنګ کي د هر څونه احتیاط سره ناحقه انسانان وژل کېږي چي په دين کي د یوه انسان وژنه دومره لویه ګنا بلل سوې لکه ټول انسانان چي ووژني. خو په سوله کي دا ستره ګنا انسان نه کوي او نه يې د پېښېدو اسباب سته.

د حدیثو په کتابونو کي راغلي: رسول الله د جنګ مهال يوه ښځه وليده چي وژل سوې وه. خالد بن رض ته يې استازی ولېږه او امر يې ورته وکړ چي ښځې ونه وژني. د بخاري په يوه حدیث کي راغلي چي خالد يوځل په نافهمي کي خلګ مړه کړل. رسول الله خدای ته د خالد عمل څخه بېزاري اعلان کړه. هغه مهال چي د لښکر مشر به صحابي وو، رسول الله يې ستر قايد وو او د هغه په لارښوونه د اشرارو د مخ نیوي په خاطر مسلمانان جنګ ته وتل لا هم ناحقه کسان په جنګونو کي وژل سوي، نو اوس مهال چي د عام وژنې وسایل زیات سوي، دوښمن لیرې وي او په نښه کول يې اسانه کار نه دی، عموما جنګونه د بیدیا پر ځای په انسان ميشته ځايونو کي کېږي، نو د ناحقه انسانانو وژل هره ورځ ان هر ګړی ور سره حتمي دي چي د پاس ایت په استناد هر جګړمار د خپلو جګړو مهال د دې سترې ګنا ارتکاب کوي چي په دنیا و اخرت کي د الهي ترټنې، لعنت، سخت عذاب او حساب وړ ګرزي.

د دې لپاره چي هم پر خپل ځان رحم وکړو او هم پر نورو انسانانو، نو د عقل او دين دواړو غوښتنه دا ده چي په مجموع کي د هر ځای او په ځانګړي ډول زموږ د هیواد خشونت پاله ډلې سوله وکړي. په سوله کي د هغو اهدافو لپاره مبارزه وکړي چي نن يې په جنګ تر لاسه کول غواړي. د اسلام ستر پيغمبر چي کله په مکه کي د هغوئ له اختلاف سره خپل دعوت په سوله ییزه توګه خلګو ته رسولای سوای نو کله يې هم د جنګ تابیا ونه نیوله. اما کله چي له وطنه ایستلو ته اړ سو، ملګري يې شهیدان کړای سول، مالونه يې لوټ سول او کمزوري ملګري يې تر سخت عذاب لاندي ونیول سول، نو هغوئ د مجبورۍ له مخې جنګ ته مخه کړه. قران دوه ځایه دا قانون ښکاره بیان کړی: وقاتلوا في سبیل الله الذین یقاتلونک ولا تعتدوا. د الله په لار کي له هغو سره وجنګېږئ چي له تاسو سره جنګ کوي تېری مه کوئ. بل ځای وايي: ألا تقاتلون قوما نکثوا أیمانهم وهمّوا باخراج الرسول وهم بدءوکم اول مرة. الایه. ایا له هغه قوم سره نه جنګېږئ چي خپلې ژمنې يې ماتې کړې، د رسول د ایستلو تکل يې کړی او لومړی دوئ (جنګ) پيل کړی؟ خو له دې هر څه سره قران کریم بیا هم امر کړی چي که څوک له تاسو سره سوله  کوي، نو تاسو هم سوله وکړئ: وان جنحوا للسِلم فاجنح لها.

له دې ښکاري چي د مسلمانانو جنګ یوازي دفاعي جنبه در لوده. مسلمان ته اسلام اجازه نه ور کوي چي پر نورو په تېري د اسلام د سولي پيغام بدنام کړي. تر هره وخته چي ممکنه وي، مسلمان به د سولي لار نیسي او په پوره سالمه فضا کي به خپل پیغام نورو ته رسوي.

ځکه نو عائشه رض وايي چي رسول الله به عموما د اختیاري شیانو په منځ کي اسانه هغه انتخاباوه. ښکاره خبره ده چي جنګ په هر لحاظ ګران او سوله و امن اسانه دي. له دې امله نو رسول الله عمومي امر کړی چي له دوښمن سره د ملاقات خواست مه کوئ. ځکه دا خپله يو ډول جنګ غوښتل او د سولي ژوند ته د پای ټکی ښودل دي چي د اسلام اساسات له دې سره جوړ نه دي. له دې وجې چي اسلام انسان ته د خدای پيغام دی. دا پيغام هله انسان ته رسي چي هغه ژوندی وي. کله چي جنګ پېښ سي، نو نه انسان ژوندی پاتېږي چي د پيغام رسولو لپاره يې ژوند اړين دی، نه د مفاهمې زمینه برابرېږي او نه په دې ناامنه چاپيریال کي  د دې پيغام رسول شوني دي. له دې امله نو د اسلام عمومي روح انساني ژوند ته جوړ دی او دا له امن و سولي پرته هيڅ امکان نه لري همدا وجه ده چي زموږ د دين نوم سوله دی. عمومي لارښوونې يې د سولي دي. سوله يې غوره بللې او جنګ ته يې یوازي د دفاع په خاطر اجازه ور کړې. له دې وجې نو قران د هغه جنګي بندي په اړه هم له وژنې پرته يوازي د ژوند دوې لاري بیان کړې چي له مسلمانانو سره په مخامخ جنګ کي ونیول سي. قران کريم وايي:

فاما منا بعد و اما فداء. (محمد: ۴) یاني تر دې وروسته به نو یا د احسان له مخې ایله کول وي یا به فدیه اخلئ. له دې ښکاري چي اسلام د بندي د وژنې جواز نه دی ور کړی. په جنګ کي نیول سوی بندي که ژوندی ایله کړل سي نو ډېر امکان يې سته چي يو وخت د اسلام پيرو سي او هغه پيغام د ده په ذریعه نورو ته ورسېږي چي مخکي يې دی هم مخالف وو. د اسلام له پیله تر اوسه د دې مثالونه بیخي ډېر دي. زه يې یو مثال ور کوم چي د بدر په جنګ کي نیول سوي اویا بندیان خوشي سول، نو زیاتره يې بیا مسلمانان سول.

د مکې د فتحې په ورځ زرونه مکیان رسول الله په یوه امر خوشي کړل او هغوئ څو ورځې وروسته له مسلمانانو سره اوږه په اوږه د حنین په غزا کي ګډون وکړ. اوس دي يو څوک فکر وکړي چي که رسول الله د مکې دا زرونه کسان وژلي وای، نو ګټه به يې زیاته وه، که د ژوندي خوشي کېدای فایده زیاته سوه؟ همدا شان د بدر د بندیانو هم.

زموږ اصل هدف د خدای مخلوق ته د خدای پيغام رسول دي. دا هغه وخت ښه امکان لري چي سوله وي، کرکې او بدبینۍ نه وي، د دوښمنۍ چاپيریال مينې او دوستۍ نیولی وي، انسانانو ته د مرګ پر ځای د ژوند حق ور کړو او د خدای دا ارزښتمن پيغام هغوئ ته د الهي امر موافق ور سوو:

ادعو الی سبیل ربک بالحکمة و الموعضة الحسنة و جادلهم بالتي هي احسن. الایه. د رب لاري ته دي په حکمت او ښه نصیحت بلنه وکړه او له دوئ سره په ډېره ښه طریقه دلایل ووایه.

دا ايت زموږ په وړاندي څو مهم ټکي ږدي: د الهي لاري اساسي هدف بلنه ده. دا بلنه یوازي په ښه پند او حکمت بايد وسي. مخالف کس ته بايد وخت ور کول سي چي خپل زړه تش کړي، ور سره شته شبهات يې رفعه سي، مخالف دلایل وړاندي کړي او موږ مسلمانان یوازي د ښو دلایل اجازه لرو، که مخالف توند وي، سختې خبرې وکړي او زموږ د را پارولو هڅه وکړي، نو نبوي تګلاره دا ده چي موږ نارمل واوسو، ستوغې خبرې ونه کړو او تر ټولو غوره دلایل وړاندي کړو.

دا هغه پيغام دی چي د اسلام ټوله روح يې بیان کړی. که جنګ او د نورو انسانانو وژل هدف وای، بیا دا تګلاره په دومره وضاحت نه بیانېده او رسول الله په خپل ژوند کي د دې زرګونه مثالونه موږ ته پرې ايښي چي موږ يې بايد په ژوند کي د لاري مشال کړو. د رسول الله د وروستي ژوند يوه مهمه بیلګه به د مشت نمونه خروار په توګه وړاندي کړم: رسول الله په مدينه کي وو چي مسیلمه نومی يو کس ورته راغی. هغه د نبوت دعوه کړې وه. رسول الله ته يې وویل: ته هم نبي يې او زه هم. زه هغه وخت تا منم چي تر ځان وروسته مي ځای ناستی کړې. ځمکه نیمه ستا ده او نیمه زما. رسول الله ورته وویل: ځمکه د خدای ده، اختیار يې دی چي هر چا ته يې ور کوي. زه تاته دا یو ډکی لا نه در کوم. تر ځان وروسته دي ځای ناستی څه چي زه دي دعوه هم نه منم. ستا دعوه بې بنیاده ده. تر دې وروسته رسول الله د بحث لپاره يو صحابي را واستاوی او خپله ترې ولاړ.

فرض کړئ! که نن یو څوک له داسي خطرناکي ادعا سره زموږ مخته راسي دا اوس مسلمانان به څه ور سره وکړي؟ د همدغه رسول په نوم موږ نن د دې ادعا لرونکي کسان وژنو خو خپله رسول نه دي وژلي. د خدای په نوم دا کار موږ کوو، خو خدای يې اجازه نه ده راکړې، ان رسول ته يې هم نه وه ور کړې. موږ بايد په دې پوه سو چي زموږ دا اعمال د اسلام ساتنې لپاره دومره ګټور نه دي لکه څومره چي زیان لري. هغه دين چي نوم يې سوله ده، اساسات او ټولي لاري يې خدای سبل السلام بللې دي، رسول يې اولنی مسلمان یا په بل عبارت د دې سولي د طریقو پيرو بللی او له ټولو انسانانو سره د ښو خبرو امر يې کړی(وقولوا للناس حسنا)، د نامسلمانو د بدو کړنو په مقابل کي يې د ښو امر کړی(فصلت: ۳۴) د پيغام رسونې يې یوازي ښه پند و حکمت زموږ تګلار بللې، نو د دې دین او خدای په نوم به دا وحشت نړۍ ته څه پيغام ور کوي او موږ به څومره سم د الهي دين نمایندګي کړې وي؟

زبیر افغان

۲۰۱۷/جولای/۱۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *