د کابل په دارلامان واټ کې دوې انتحاري حملې

تاند- د کابل په وزیراکبرخان مېنه او د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې د امنیت د خوندي کېدو لپاره کابل پولیسو یو لړ نوي تدابیر غوره کړي دي.

دا تدابیر د تېرې میاشتې د زنبق څلور لارې له خونړي ټانکر بمي بریده وروسته غوره کېږي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد سالم احساس وايي، له دغو تدابیرو سره سره به په وزیراکبر خان مېنه او د ارګ په شاوخوا کې واټونه پرانیستي وي خو باري موټرو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې دې ساحې ته داخل شي.

په وروستیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې په ۶ میاشتو کې به د پلازمېنې د امنیت لپاره یو لړ نوي او جدي اقدامات وشي.

دا څرګنده نه ده چې د سرپرست امنیه قوماندان جنرال احساس له لوري اعلان شوي تدابیر د هغه پلان برخه دي چې ولسمشر یې یادونه کړې وه او که دا بېل پروګرام دی.

ښاغلي احساس په عین حال کې وویل چې د کابل پولیس غواړي دا پروګرام، چې اوس یې په وزیر اکبرخان مېنه او د ارګ په شاوخوا کې عملي کوي، په ټول ښار کې اجرا کړي.

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د چین له لوري افغانستان ته د موټرو د سکن کولو لپاره د ځانګړو دروازو لومړنۍ د کابل په ختیځه څنډه کې فعاله شوه.

د کابل سرپرست امنیه قوماندان وویل چې د سکن دا ډول څلور ماشینونه نصب شوي او په پام کې ده چې پلازمېنې ته په ټولو لویو او کوچنیو غځېدلیو لارو کې پولیس ځای پر ځای شي او ښار ته هر ننه وتونکی موټر تلاشي کړي.

په کابل کې بې شمېره موټر بمي بریدونه شوي او خلک وايي چې که ښار ته د ننه وتونکو موټرو دقیقه تلاشي واخیستل شي، ښايي د دې ډول حملو مخه تر دېره ونیول شي.

One thought on “په کابل کې د موتر بمي حملو د مخنیوي لپاره نوي تدابیر اعلان شول”
  1. دکابل امنیتي پلان دچا لپاره؟
    په کابل کښي دروان کال دمی میاشتي پریودیرشم تاریخ باندي دباروتو یوډک ټانکرموټروچاودیدې چي په نتیجه کې یې تر 600 سوه بیګناه افغانان مړه کړل، افغان ولسمشر وعده وکړل چي دی به داخترپه اوله هفته کې یوه اجماع جوړوي ترڅو دکابل لپاره یو دقیق امنیتي پلان جوړ کړي، پسله یوې نیمي میاشتې ددوې امنیتي پلان دا شو چي دکابل په دروازو کې به سکینران لګوي، دارګ او وزیر اکبرخان په ساحو کې به غټ موټران نه پریږدي!!!.
    ټول عصري حکومتونه عمومي پالیسې جوړوي. خو دا وار کابل دخندا وړ پلان جوړکړیدي! په جایزه کې باید (صفر) ورکړل شي، ځکه عام ولس فکر کوي چي امنیتي پلان به ددوې لپاره جوړیږي خو حکومت اوسني پلان دځان لپاره جوړکړیدي ځکه کله چي د ټانکرلاره دارګ او وزیر اکبرخان څخه واړوي ددي معنی دا ده چي ولس دی ومري خو حکومت دي ژوندی وي.
    اغیزمن دولتونه یوازي دارګ شاوخوا نه بلکي، خپل ټول قلمرونه اداره کوي دخلګواودهوسایني لپاره کارکوي. دکمزورو دولتونوځانګړتیا داده،چي دبې قانونۍ، دولتي فساد، دمخدره موادوسره په مبارزه کښي پاته وي،غربت له ګنټروله وتلي وي عدالت په پیسو رانیول کیږي دډیموکراسي صرف تبلیغ کیږي، مالیات نه شي راټولولای دبرق پیسي به یې طالب ټولوي، لکه په مکسیکو کې چي دتېلو پیسي دزورواکو جیب ته لویږي.ناکامه دولتونه بیا اصلا حکومت نه لري، جنګ سالاران به یې خلګ دبزکشۍ دمیدان څخه بیایې او جنسي تیرې به پرکوي ملیشاوي او دتاریاکو قاچاقبران هرڅه چي غواړي هغه کوي بېله ټوپکه بل قانون وجود نه لري. یوازي خارجي مرستي دا ډول دولتونه دله منځه تللو څخه راګرځوي. داسي امنیتي پلان چیرته چي ولس ته فایده پکي نه وي څه معني لري؟ په ځان مرګو حملو کښي ملت وژل کیږي امنیتي پلان دولت دځان لپاره جوړوي.
    دولت که غواړي چي رشتیا امنیتي پلان جوړکړي باید لاندي مرحلي تطبیق کړي:
    ۱: دولت دي دعام ولس ترمنځ خاصتا په ښارونو کښي داسي فورمې وویشي چي دامنیت راوستلو په باب طرحي وغواړي، طرحي دي ارزیابي شي او ټرټولو د ښه طرحي خاوند/خاوندانو دي په انعام سره ونازول شي.
    ۲: په سرحداتو کي سکینران ولګول شي، لکه تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، حیرتان، خلاصه هرچیرته چي موټر افغانستان ته داخلیږي باید سکین شی. هغه موټراو انفجاریه مواد چي پربله لاره افغانستان ته راځي دښارونو په دُخولي دروازو کښي باید سکین شي. په کوم ځاي کښي چي سکینرامکان نه لري باید هلته دولتي ځواکونه/تلاشي دسکینرځای ونیسي.
    ۳:غیرله رئیس جمهورنه دټولو دیپلوماتانو او دپارلمان د وکیلانو موټران دي تثبیت او د تورو ښیښو څخه پاک کړل شي.
    ۴: دټرافیکو ریاست دي وزارت ته لوړشي مسؤلیتونه او صلاحیتونه دی اضافه شي، دترافیکو ریاست باید په داسي ټیکنالوژی باندي سمبال شي چي ټول موټران بایُومیټریک او سیسټم ته ور اپلُوډ شي هغه موټرچي ددولت څخه مخالفینوته په لاس ورځي که مخکي له مخکي په GPS سمبال شوي وي په اسانۍ سره دولت کولای شي چي پیدا تشخیص او واپس یې ونیسي، تاسو ته معلومه ده چي څوځله پردولت باندي ددوي په دموټرانو په واسطه حمله شوي ده ښه مثالونه یې دمزاري شریفي پر شاهین قول اردو باندي حمله، او د جولاي د شلم تاریخ دهلمند دګریشک پر ولسوالي باندي دطالبانو حمله چي ددولت دزغره وال ګاډو په واسطه یې وکړل.
    ۵:دولت باید خپل استخبارات قوي کړي، دتروریزم سره د مبارزې لپاره دي یو لوی معینیت ایجاد اومسلکي کسان دي وګمارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *