د پاکستان د پوځ یو عسکر او طالب جنګیالی سره یو ځای لیدل کیږي

تاند- په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، پاکستان د هند په وړاندې د ځان په ګټه د انډول د برابرولو او په جنګ ځپلي افغانستان کې د اسلام اباد د ګټو د خوندي کولو لپاره د طالبانو، حقانی شبکې او لشکر طیبه په شان تروریستي ډلې جوړې کړي دي.

د انلاین استخباراتي خبري او تحلیلي ویبپاڼې (The Cipher Brief) د راپور له مخې، په پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر ویلیم میلم او د ولسمشر اوباما د حکومت په مهال د ملګروملتو په امنیت شورا کې د جنوبي اسیا پخواني جګپوړی رييس فلیپ رینر وویل، آی ایس آی لا هم د دغو تروریستي ډلو پاللو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

(The Cipher Brief) وايي چې له ګڼو مرکو او د نظرونو له پوښتلو ورته څرګنده شوه چې د پاکستان آی ایس آی دوه اړخیزه لوبه کوي.

د پاکستان په اړه له ډېرو کلونو راهیسی ویل کېږي چې له امریکا څخه د ملیاردونو ډالرو د اخیستلو لپاره له یوې خوا ځان د ترور پر ضد په مبارزه کې د امریکا متحد ښيي خو له بلې خوا طالبانو او د افغانستان د دولت خلاف نورو جنګېدونکو ډلو ته وسلې، پیسې او پناه ورکوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان پخواني سفیر میلم (The Cipher Brief) ته وویل، پاکستان له داسې افغانستان سره هیڅ لېوالتیا نه لري چې د دغه هیواد سخت سیال هند پکې نفوذ ولري.

ده همداراز وویل چې پاکستان احساس کوي چې باید په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره په افغانستان کې نیابتي جګړې ته دوام ورکړي.

«موږ پوهېږو چې د ۱۹۹۰ یمې لسیزې په نیمايي کې د طالبانو په رامنځته کولو کې پاکستان برخه لرله او د افغانستان د نیولو لپاره یې د دې ډلې ملاتړ وکړ. موږ په دې هم پوهېږو چې د حقاني شبکه – چې د طالبانو متحده ده- د نیابتي جګړې په خاطر پاکستان ته ښه متبادله ده.»

میلم زیاته کړه، د لوېدیځو هیوادونو د شناندو دا باور چې آی ایس آی د د حقاني شبکې، طالبانو او لشکر طیبه په شان د دښمنو ډلو ملاتړ کوي، حقیقت دی خو په دې برخه کې شواهد پټ ساتل کېږي.»

فلیپ رینر وايي، د ۲۰۰۱ د سپټمر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته پاکستان د القاعده شبکې د غړیو په نیولو او ځپلو کې مرسته وکړه خو طالبان یې پرېښودل چې منظم شي او په افغانستان کې بیا جګړه پیل کړي.

د سپينې ماڼۍ دغه پخواني چارواکي همداراز وویل«امریکا ته پاکستان یو متحد او په عین وخت کې یو دښمن ثابت شوی دی. د پاکستان دوه اړخیزه لوبه د آی ایس آی او د هغه له روله په زغرده ښکاري.»

د سیاسي چارو د شناند بینټ سیفټل (Bennett Seftel) په وینا د پاکستان د ملي امنیت پالیسۍ د آی ایس آی تر پوره کنټرول لاندې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کالني راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ /جولای ۲۰/ خپور شو، ویل شوي چې پاکستان د طالبانو، حقاني شبکې، لشکر طیبه او جېش محمد په شان د تروریستي ډلو ملاتړ کوي. (تفصیل)

One thought on “امریکايی دیپلوماتان او شنونکي: پاکستان د افغانستان او هند پر ضد د تروریستي ډلو ملاتړ کوي”
  1. د هسې راپورونو څخه څه نه جوړیږي. عمل پکار دی، دا هم لویه خبره ده چې ځينی امریکایان اوس پدې پوه شو چې پاکستان دوه مخی سیاست لري. د تعجب خبره خو داده چې ای ایس ای د امریکا په پيسو د ترهګرو پواسطه بیرته همدا امریکایان په افغانستان کې وژني، مګر د امریکا هیڅ چارواکي يا وګړي دا خبره نه درک کوله. اوس به وګورو چې امریکا په پاکستان څومره فشار راوړي او د کومو ګټو نه یې محروموي. امریکا باید په دا تیرو ۱۷ کلو کې د وژل شویو امریکایانو بدل هم د پاکستان نه واخلي، ځکه د امریکا شعار خو دا دی چې هغوی د امریکایانو د وژونکو پسې هر ځای ته ځي. امید لرو چې ډير زر به خپلې پښې د انتقام لپاره پاکستان وروغزوي،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *