تاند- د امریکا د کانګریس مخکښ غړي جان مکین یو وار بیا پر ولسمشر ټرمپ د افغانستان په خاطر انتقاد وکړ.
د متحدو ایالتونو د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مکین – چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په شان د جمهوریپال ګوند غړی دی- وویل، ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د بري لپاره هیڅ ستراتیژي نه لري.
مکین تر دې وړاندې هم څو ځلې د ولسمشر ټرمپ پر حکومت په دې خاطر نیوکې کړې وې چې د افغانستان لپاره سمه ستراتیژي، چې جګړه پای ته ورسولی شي او له دغه هیواده نړۍ ته د تروریزم خطر ختم شي، نه لري.
جان مکین وویل، ټاکل شوې وه چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره د جولای تر نیمايي پورې خپله نوې ستراتیژي کانګریس ته وړاندې کړي، خو تراوسه پورې یې هیڅ درک نشته.
تر دې وړاندې د مکین د ورته انتقادونو په ځواب کې د امریکا دفاع وزیر کانګریس ته ویلي و چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ستراتیژۍ د جوړولو واک ده ته سپارلی او دی به هڅه وکړي چې د جولای تر نیمايي پورې نوې ستراتیژي بشپړه کړي.