د اعدام خونه- مجرم په دې تذکرې پوري تړل کېږي، لومړی د بېهوشۍ درمل ورپیچکاري کېږي او ورسره جوخت وژونکي مواد ورتزریق کېږي چې د مرګ درد احساس نه کړي

عدليې وزارت ملي شورا ته لايحه وړاندې کړې ده چې په‌کې په افغانستان کې پر مجرمينو د اعدام په حکم کې کمولای راغلی دی او پر ځای يې په جزايي کوډ کې د عمري بند موده له شلو کالو، دېرشو ته غځول شوې ده.

د بښنې نړيوال سازمان يا امينيسټي انټرنېشنل د دغه اقدام ستاينه کړې ده او پسې ويلي يې دي چې بايد د اعدام سزا بېخي ختمه شي.

د بښنې نړيوال سازمان افغانستان ته هم د نورې نړۍ له عينکو ګوري او د عدليې وزارت چې په جزايي کوډ کې د اعدام حکم کم کړی دی، هم خوب ويني.

دا اوس اوس د سيمې په هېوادونو کې د اعدام پرېمانه حکمونه کېږي، ايران يې سرلاری دی، په سعودي کې له مجرمانو سرونه پرې کول کېږي، پاکستان هره اوونۍ يو کس په دار ځړوي، حتا د امريکا په ځينو ايالتونو کې هم د اعدام سزا شته، نو ولې په افغانستان کې نه وي؟

موږ دا نه وايو چې د اعدام سزا ښه کار دی، خو په افغانستان کې د عبرت اخيستلو يوه ښه سرچينه ده.

دا داسې ده لکه طلاق، ښه کار نه دی، خو چې مجبوره شوې کوې به يې. موږ دا نه وايو چې د عدليې وزارت دغه ګام ناوړه دی، موږ وايو تر وخت له مخه دی.

هغه کسان چې جرمونو کوي، له وطن، نظام، خاورې او ولس سره خيانت کوي، خلک وژني، غلاوې کوي يا په نورو جرمونو کې لاس لري، د دې له‌پاره سزا ورکول کېږي چې دغه کس عبرت واخلي، د سزا له وېرې له جرم کولو لاس واخلي او تر سزا وروسته د يوه اصلاح شوي انسان غوندې ټولنې ته وروګرځي، خو په اعدام کې د اصلاح چانس له منځه ځي.

په اعدام کې انسان مري او مړی د اصلاح کېدو وړتيا نه لري. ژوند ختم شو، خو بدبختي دا ده چې په افغانستان کې حالات هغسې نه دي لکه په نوره پرمختللې نړۍ کې چې دي.

دلته چې ځانمرګي نيول شوي دي، بېرته خوندې خپلو قرارګاوو ته لېږل شوي، جګړه‌مار له وسلو او ماينونو سره ونيول شي، په سبا بېرته پر کور ناست وي، زورور چې نيول شوي، د ورځې په زندان کې وي، شپې په کور تېروي، شتمنو ته په زندانونو کې مېلمستونونه جوړ شوي دي، دلته چې په بند کې څومره موده تېرېږي، جرم هېرېږي او په سبا کس خوشې وي.

په پغمان کې يوې ډلې لنډه‌غرو پر ښځو جنسي تېري کړي وو، که يې اعدام کړي نه وای، اوس به وختي لا خوشې شوي وای. استاليفي يې تر ولسمشر په ټينګو امنيتي تدابيرو کې د دار تختې ته يووړ، که نه وای اعدام شوی، اوس به یې هم خلک لوټل.

د افغانستان خلک په اسانه عبرت نه اخلي، د ځينو هدفونو د ترلاسه کولو په خاطر بايد په ځينو ځايونو کې نړيوال اصول تر پښو لاندې شي. زموږ وضعيت له نړۍ سره توپير کوي.

که يې د فرخندې قاتلان اعدام کړې وای، نن به په کابل کې هيڅ لنډه‌غر کومې تورسرې ته کاږه نه شوای کتلای، د عدليې وزارت تر وخت مخکې روان دی او ناوخته هدف ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *