راپور: عزت الله امید
د روښانتیا د لکچرونو په لړ کې تېره ورځ د سیاسي چارو شنونکي او د نظر څښتن ښاغلي توپان وزیري پر افراطیت، تاوتریخوالي او د هېواد پر روانو سیاسي حالاتو هراړخیز بحث وکړ.
ښاغلي وزیزي په نړیواله کچه د افراطي ډلو_ټپلو د فعالیت، د یادو ډلو د هدفونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د افراطي ډلو پر اوسني وضعیت او خطراتو رڼا واچوله.
هغه وویل:» په اسلامي هېوادونو او نهضتونو کې تر ډېره د افراطي ډلو فعالیت له منځني ختیځ څخه راپیلېږي، چې زیات رول پکې د سعودي عربستان او قطر دی، چې اوسمهال یاد هېوادونه له بحرین، مصر او اماراتو سره په تازه کشمکشونو کې هم ښکېل سوي دي. القاعده او داعش چې پر مختلفو ډلو وېشل سوي او هر ځای ورته خپله رهبري رامنځته سوې ده. که د دې ډلو پس منظر ته وګورو، په لوی سر کې د محمد بن عبدالوهاب او محمد بن سعود د ايډیولوژۍ پیروي کوي، چې په منځني ختیځ کې یې د اروپايی هېوادونو په پرتله ولسواکي له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده·»
ښاغلي وزیري د یاد بحث پر مهال په افغانستان کې د داعش پر پراخېدونکي رول اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې یادې افراطي ډلې په ډېر مهارت سره په ټول هېواد کې د یوې دایرې په ډول په ټاکلې فاصله کې مرکزونه ایجاد کړي دي او له یادو مراکزو څخه په منظم ډول خپل فعالیتونه تر سره کولای سي.
نوموړي وویل:» اوسمهال په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ډېره انرژي د حکومت په پرتله د داعش وسله ډلې سره پر جګړه کې مصرفېږي، چې دا کړنه د حکومت لپاره یو ښه چانس دی·»
ښاغلي وزیري وویل، د ده په اند په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو ښه وسیله کېدای سي، دا چې طالبان په افغانستان کې قوي ریښې لري، که د داعش ډلې پر وړاندې طالبان کمزوري کېږي او یا یې یو شمېر ډلې له حکومت سره یو ځای کېږي، دا کړنه د وطن په خیر ده او بله خبره دا ده، چې داعش ډله د اوږده مهال لپاره په افغانستان کې فعاله نه سي پاتې کېدلای، ځکه داعش ډله ډېره تند روه او جنایتکاره ده، چې په مقابل کې یې بالاخره د افغانستان خلک غبرګون ښیي او د دې تر څنګ نړیوال هم د دې ډلې د ځپلو قوي اراده لري، چې په پایله کې افغانستان دوې ګټې تر لاسه کوي·
۱: وسله وال طالبان او داعش د خپلمنځي جګړې په پایله کې ضعیف کېږي او فعالیتونه یې کمېږي.
۲: د داعش تند لارې ډلې د جنایتونو پر وړاندې خلک راپاڅي او اجازه نه ورکوري، چې جنایاتو ته دوام ورکړي، چې دا کړنه د حکومت او خلکو په ګټه پای ته رسېږي.
یاده دې وي، چې یاد بحث تېره ورځ؛ په کندهار ادبي دربار کې تر سره سو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو د روان سیاسي وضعیت په اړه خبرې، د افکارو تبادله او اوږد بحث تر سره کړ.