د ۲۴ کلنۍ عمر هغه عمر دی، چې باید مونږ پکې ځانونو ته ډیر ارزښت او اهمیت ورکړو. تاسې له پوهنتون څخه فارغ یاست، ډیر ملګري مو پېدا کړی او زیاتې تجروبې مو له خپلو چار چاپیرو کسانو نه زده کسب کړي دي لا هم تجروبې کسب کوئ په دغه عمر کې.

د دې عمر په ارزښت هله سړی پوه شي، چې تر دې وړاندې عمر یې تر شا پریښی وي او د پوخ والي عمر ته داخل شوی او پري اغیز خندوونکی وي.

دلته چې کوم وړاندیزونه درته لرو هغه د ۲۴ کلنۍ په عمر کې مخکې له دې چې تیر شي ترسره کړئ.

١- پلورل زده کړئ

توپير نه کوي چې ستاسې مسلک او کیسب څه شی دی، بازارموندوونکی، مدیر، خبریال، معمار او یا هم کو بل . . .  مګر تاسې په دې هر حالت کې پیرونکی او پلورونکی یاست. دا پیر او پلور ښایې مالې یا مادې وي او یا هم معنوی لکه زده کړه کول، چې نورو ته هم انتقالېږي. په کل کې پلور مهارتونه زده کول تاسې په هر رقابت کې بریالي کړي.

٢- کله کله محدودیتونه مات کړئ

دونیا د تجروبو ډګر دی نو بده نه ده، چې کله کله هغه محدودیتونه یا پولې چې تاسې ځانته ټاکلې دي ماتې کړئ او پښه تري واړوئ. له دې سره مو شاوخوا چاپیریال مطالعه کړئ له نویو اشخاصو سره ووینئ او مختلف کیسبونه پیل کړئ . . .

٣- په کار کې ښه تجروبه ولرئ

هر انسان ته لازمه ده، چې په یوه ځانګړې برخه کې پوره تجروبه ولري. مثلأ تاسې یو هنرمند یاست او هره ورځ خپل هنر زیږوئ نو له دې سره له یوي خوا تاسې نوښت کوئ او له بلې خوا به زیات د ارام احساس.

٤- میئنان یا عاشقان شئ

هو عاشقان او ميئنان شئ. فکر کوئ له عاشقۍ نه بل ښکلی څیز په دونیا کې چیرته وي؟ میئنېدل مو ژوند ته نوی رنګ، بوی او انګېزه ورکوي. که چیري میئنان نه شئ نو د ژوند له خورا ډیرو خوږو به بې برخي او محروم اوسئ.

٥- مډیټیشن زده کړئ

د نوښتونو په دې ماډرن نړۍ کې یوازینې لاره چې ستاسې تمرکز زیاتولی شي هغه مډیټیشن دی. تحقیقاتو ښوولی چې ۲۰ دقیقي مډیټیشن له دوه ساعتونو خوب سره برابر دی. ولو که په لومړی ځل د ۲۰ دقیقو لپاره تمرکز او فکر سخت کار دی،  خو په بیا ځلي تکرار او تمرین سره چې اراده مو قوي وي شوني ده، بیا به وګوري چې ستاسې په ژوند کې څه مثبت اغیز راځي.

٦- ډیر کله مسافرت ته لاړ شئ

د سفرونو.لپاره خپله پلانګذاري وکړئ، سفر کولی شي ډیر څه در زده کړي. مثلأ په اسیا کې ژوند کوئ اروپا ته سفر وکړئ، زدا چې زمونږ اقتصاد دومره تقضا نه کوي کولی شو په خپل هیواد کې له یوه ولایت نه بل ته سفر وکړو،  که په ګرمو سیمو کې ژوند کوئ نو یخو سیمو ته لاړ شئ. یوازینۍ لاره همدا ده چې تاسې له ځانه ور هاخوا چاپیریال کې د خلکو ژوند احساس کړئ.

٧- فکرې لوړوالي ته مو پام ساتئ

د تلویزیون لیدل تر ډیره پریږدئ، بې مفهومه او غیري ضروری پوښتنو کول پریږدئ، کتابونه زیات ولولئ، په سیمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون وکړئ، له طبعیت نه خوند واخلئ، ځانته مو خپله ارزښت ورکړئ او د خپل شخصیت د لوړوالي په فکر کې شئ نو دلته ده چې نور خلک به هم تاسې ته په ارزښت درکولو قایل شي.

٨- اندیښنې کول پرېږدئ

هر مهال اندیښنه او تشویش کول یوازي ستاسې انرژي مصرفوي، تاسې نه توانېږئ چې په انديښنې کولو سره خپل ژوند ته تغیر ورکړئ. که شونې وي چې کومه ستونزه یا اتفاق رامنځته شي نو هغه رامنځته کېږي تر هغې وخته تاسې خپله انرژي مهمه ده چې پر مهمو کارونو تر سره کولو کې مصرف کړئ. له خپل اوسني حالت نه خوند واخلئ او راتلوونکي ته هم هیله مند واوسئ.

٩- خپلې پیسې جمع کړئ

دا توپیر نه کوي چې تاسې د ځان لپاره کار کوئ او یا د بل چا لپاره، خو مهمه ده چې خپله اندازه پیسې ځانته جمع کړئ. پدې کار سره به ستاسې خیال همیشه اوړ وي او بیړنیو حالاتو کې به د کوم مشکل سره مخ نه شئ، که دا چاره له همدا اوس نه پیل کړئ نو ډیر ژر به یو میلیونر شخص شئ.

One thought on “په ۲۴ کلنۍ کې ميينان شئ! || ژباړه: محمد زمان سهیل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *