تاند- د افغانستان او پاکستان د مشرانو جرګو د دفاعي کمېټو لومړنۍ غونډه پرون په کابل کې پای ته ورسېده.

د پاکستان د مشرانو جرګې شپاړس کسیز پلاوي، چې افغانستان ته یې سفر کړی دی، ژمنه وکړه چې د پاکستان حکومت او پوځ به له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې په هلوځلو کې مرسته وکړي.

پاکستاني سناتورانو پرون د افغانستان د مشرانو جرګې له غړیو سره د افغانستان د سولې د بهیر او په کابل کې د نړۍ د دیني عالمانو د یوې لویې غونډې د جوړېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

ویل شوي دي چې د اسلامي هیوادونو دیني عالمان به په خپله غونډه کې د ځانوژونکو حملو په اړه فتوا صادره کړي.

د پاکستاني سناتورانو د پلاوي مشر مشاهد حسین وویل: که د دواړو هیوادونو حکومتونه په ګډه کار وکړي ستونزې اوارېږي.

د ده په وینا افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قربانیان دي او دواړو ته پکار ده چې له دې تهدید سره مبارزه وکړي.

مشاهد حسین له تروریزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان له لوري د یوې اغېزمنې ستراتیژۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د دواړو خواوو پلاوو د دوو ورځو له خبرو وروسته یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې د دوو هیوادونو ترمنځ پر امنیتي او دفاعي همکاریو تاکید شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *