تاند- په کندهار کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په شاه وليکوټ ولسوالي کې ۷ ملکیان له برمته کولو وروسته وژلي دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ نن /شنبه/ وویل، وسله والو طالبانو دا ۶ کسه له ۶۳ نورو سره په شاه ولیکوټ ولسوالي کې تښتولي او له حکومت سره په همکارۍ تورن کړي وو.
طالبانو د برمته کړیو کسانو له منځه ۴۳ تنه خوشي کړل خو ۲۰ تنه نور لا هم له دې ډلې سره برمته دي.
پولیس وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د وسله والو طالبانو له منګولو نور کسان خوشي کړي.
دوی تاکید کوي چې د طالبانو له لوري درست برمته شوي کسان عام ملکیان دي.