د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۴۵ لکه افغانیو په ارزښت د یوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

ټاکل شوې د یاد کانال او سربند د جوړېدو چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې د ارګون ولسوالۍ د خواجه سنګ په سیمه کې د یاد سربند او کانال په جوړېدو سره به د سیمې زره جریبه ځمکه خړوبه شي.

ښاغلی وحدت دغه راز وایي چې د کانال او سربند په جوړېدو سره به د خوړه اوبه هم تر ډېره مهار شي چې دامهال ترې ګټه نه اخیستل کیږي.

پکتیکا والي وایي، د اوبو تنظیم د دولت په لومړیتونو کې دی او په وینا یې دې کار ته په پکتیکا کې هم د پام وړ کارونه روان دي.

بل لورته د سیمې اوسېدونکي وایي چې ګڼې کرنیزې ځمکې لري خو زیاتوي چې د کانال د نشتون له امله یې د اوبو کولو له ستونزې سره مخ وو.

دوی زیاتوي چې د یاد کانال او سربند په جوړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې اوبه شي او په خپله سیمه کې به غوره کرنیز محصولات ولري.

د یادونې ده، تر دې وړاندې هم د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې بندونه، سربندونه او کانالونه جوړ شوې او د ځنیو کارونه یې لا هم روان دي.

درنښت

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *