د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې وحدت فرهنګي مرکز جوړ او د شنبې په ورځ عملآ پرانیستل شو.
پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یاد مرکز د پرانیستې پرمهال وویل چې دا یې د ډېر وخت د هلو ځلو پایله وه چې په دې سیمه کې د ځوانانو د ښې روزنې په موخه مجهز فرهنګي مرکز جوړ کړي.
ښاغلي وحدت وویل، په یاد مرکز کې پر عامه کتابتون سربېره ځوانانو ته د کمپیوټر بېلابېل پروګرامونه، د انګلیسي ژبې زده کړه، د ساینسي علومو زده کړه او نور ګټور روزنیز پروګرامونه ښودل کیږي.
پکتیکا والي وایي چې د یاد مرکز فعالیتونه به د سیمې د ځوانانو د وړتیاوو په لوړولو کې رغنده رول ولري او په وینا یې په دې سره به د ځوانانو فکري اړخ هم وده وکړي.
د سیمې ځوانان هم د وحدت فرهنګي مرکز جوړېدلو ته خوښ دي او زیاتوي چې په دې سره به له ګڼو سهولتونو څخه برخمن شي.
دوی زیاتوي چې د یاد فرهنګي مرکز له برکته به ټول ځونان په یوځای راټولیږي او د زده کړیزو پروګرامونو ترڅنګ به خپل فرهنګي پروګرامونه هم ترسره کوي.
د یادونې ده، یاد فرهنګي مرکز د پکتیکا ولایتي ادارې په هلو ځلو او د سیمه والو په هڅو سره جوړ او په دوطلب ډول به اکاډمیک او فعال ځوانان د مرکز چارې پرمخ وړي.
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر