د فلسفې او ارواپوهنيزې کره کتنې پوهان په دې نظر دي چې د هستۍ د حقيقت موندلو لاره هم ګرانه او هم اسانه ده، اسانه په دې چې له هر څه وړاندې له ځانه پيلېږي، د عرفاني او تصوفي مزاج لرونکي ددې لټون له پاره تر بل هر چا وړاندې خپل ځان ته پام اړوي، په خپل روح کې ننوځي او د خپلې اروا د تسکين له پاره له بېلابېلو سختو پړاوونو تېرېږي.
ګرانه په دې چې دا د هر چا د وس کار نه دى، د روحي سفر له پاره ځان برابرول او په خپل روح کې د وړاندې تګ لاره موندل، د سر له سترګو پرته، د زړه روښانه سترګې او ځلانده انساني شعورغواړي چې هر څه وويني او ترمنځ ولاړې پردې لرې کړي.
دلته مو خبره يوازې د شاعر په تصوراتو او اواره اروا ده، هغه انسان چې د يوې سرګردانه او ستړى اروا خاوند دى، د خپلو ځانګړو تصوراتو ښکلى او تر نورو ځانګړى بڼ لري، کله کله خو ورته دوه شخصيته انسان هم ويل کېږي، يو هغه چې په عادي ژوند کې دى او بله هغه چې موږ يې په شاعرۍ کې ګورو.
شاعر په رواني لحاظ د خپلې خيال او اند له ځمکې د بېلتون او يوې ښکلې ورکې پرمهال د جسم او روان ترمنځ شخړه کې راګير وي، د هغه اروا هر څه داسې زر نه قبلوي، لکه جسم يې چې ورسره مخ کېږي او توافق ښيي، هغه ډېر ځله له اوږده رواني ځور او رنځ سره مخ وي، خو اروايي خوښۍ يې هم له چا پټې نه پاتې کېږي.
ګڼ پښتانه شاعران چې له کلو نه ښارونو او له ښارونو بهرنيو مجللو ښارونو ته تللي، جسما هلته دي، خو په يوه ډول له خپل کلي سره تړلي دي، د شاعرۍ يا روان رېښې يې اوس هم د کلي اوبه څښي او د خوبونو زرين مرغان يې هر ماښام د کلو په ښايستونو او هغو سيمو کې خپلو ځالو ته را ستنېږي چې ماشومتوب او شاعري يې په کې لومړني ګامونه اېښي، يا په بل عبارت د شاعرۍ خټه يې په کې لمده شوې ده.
د ارواپوهنې له اړخه به ښايي دا د هرانسان ځانګړتيا وي چې د خپلو زېږېدو د ځاى او د ماشومتوب تېرولو سيمه نه شي هېرولى، د عمر تر پايه په رواني ډول ورسره تړلى پاتې وي، ډېر خوبونه، خيالونه او خاطرې يې هلته ژوند کوي او د هغه د اروا له پاره يې غېږ پرانېستې وي.
زموږ حواس او تصورات په ځانګړي ډول د يوه شاعر تصورات او اروا له هغه چاپېريال سره غوټه ده په کومه ځمکه مو چې د ژوند خاطرات او د شاعرۍ د پيل شېبې را ټوکېدلي، د شاعر له پاره يې د هغه د اروايي نړۍ وسايل او کرکټرونه برابر کړي.
دا ځاى که هر څنګه وي، په خپله بڼه ښکلى دى، د ښکلا حس کول يې يوازې د مين له ليدلوري موندلى شو، دا ښکلا له شاعر سره د يوه ښکلي خوب او خيال په توګه پاتې ده، هر وخت هلته سفر کوي، په کې ګرځي او د سرور او طراوت احساس کوي يا خپله اضطرابي تنده ماتوي.
هلته د خو ټکي، په خوګانو کې نه راځي، له اوسني ليدلوري ورته کتل هم مناسب نه دي، ځکه چې په يوه ځانګړې زمانه کې يې چې شاعر انسان ته څه ورکړي، بل څوک يې نه شي ورکولى او نه يې د ځان له بديل لري.
د هندي فلسفې په يوه حکايت کې راغلي دي:
د بڼ خاوند راغى، بڼوال ته يې وويل چې سبا بڼ ته يو مېلمه را روان دى، بڼ بايد پاک ستره او ښکلى کړې.
بڼوال جارو را واخيسته ، لاس په کار شو او تر سبا پورې يې له بڼ نه ټولې را لوېدلې پاڼې پاکې کړې.
سبا شو، د بڼ خاوند له مېلمه سره راغى، بڼ له را لوېدلو پاڼو پاک و، زر ونې ته وخوت، پاڼې يې را څنډ وهلې او باغوان ته يې وويل
بڼ اوس ښکلى شو!
خو شاعر چې حساس موجود دى، اروايې هم تر نورو سرګردانه او ستړې وي، له جسمي حضور سره په ګرانه ملتيا کوي، ځکه دى په اروايي لحاظ د خپل اروايي شخصيت د تکميل په توکو او کرکټرونو پسې سرګردانه وي.
جبران خليل جبران چې په ادبياتو کې د اروايي تجربو تر ټولو ماهر شاعر دى، په دې اړه وايي:
” مخکې له دې چې په کلي کې يو کور جوړ کړې، هلته د خپلو تصوراتو يو بڼ زرغون کړه، ځکه کله چې ماښام مهال ستاسې جسم کور ته را ستنېږي، دغه ډول ستاسې اواره روح هم د ځان له پاره ځاله ګوري، ستا اصلي کور ستا جسم دى.”
د جبران خبرې ته په پام سره د جسم له پاره د استوګنځي تر جوړولو وړاندې د تصوراتو او خيالونو د بڼ زرغونول مهم دي، ځکه د سرګردانې اروا له ارام پرته د جسمي تسکين هيله بې ځايه ده.
په لرغوني ادب کې ډېرې افسانې هم د انسان اروايي سرګردانۍ د تسکين د هڅې په پايله کې رامنځته شوې، په ځانګړي ډول شاعر انسان ته يې ددغسې افسانو د ښکلي کولو او تلپاتې والي ځواک ورکړى دى.
شاعرانه اروا د انسان د ستړو، مساپريو، بې وطنۍ او د خپلو تصوراتو له سيمې د لرې کېدو پايله ده چې له بېلتون سره لا پياوړې کېږي، شاعر نورو ته وريادوي چې د هغه اصلي نړۍ چېرته او څنګه ده، دى چې په دې اړه څه وايي، د هغه د اروايي ځور يو تريخ انځور دى.
پيرمحمد کاروان وايي:
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه همځولي ګاونډي ماشومان
له يو بل پټ شي پټپټانی کوي
د خيال په ړنګو کنډوالو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه دوې خويندې ښاپيرۍ په افسانو کې ګرځي
کاروان صيب خپل دا شعر داسې مهال ليکلى چې په وطن يا دهغه د تصوراتو پر بڼ د وېر او غم توره ورېځ خپره وه، هغه د ګڼو نورو افغانانو په څېر په پېښور کې د يوه کډوالو په توګه د ژوند شپې ورځې تېرولې، خو اروايې لا هم د پښتنو په دېرو، جوماتونو، هديرو او د شهيدانو د مزارونو په ډېوو ګرځي.
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه درانه پښتانه
په غم ښادۍ کې په جومات او په حجرو کې ګرځي
په مرکو او په جرګو کې ګرځي
لکه مين او لېوني شاعران
په پښتني مشاعرو کې ګرځي
لکه د خدای د لارې دوه شهيدان
په ښکليو – ښکليو جنتو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه جوړه پتنګان
د زيارتونو د ډيوو په سرو لمبو کې ګرځي
د اروا او تن د بېلتون جګړه د ګڼو نورو معاصرو شاعرانو په شعرونو کې هم ليدل کېږي، دلته له طبيعي يا فطري بېلتون سربېره جبر هم خپل رول لوبولى، د شاعرانه اروا سرګردانه يې او اواره توب يې سخت کړى.
ډاکټرنورالحبيب نثار وايي:
مانه په وطن کې وطن پاتې دى
روح مرور تللى او تن پاتې دى
ددې برعکس بيا ځينې داسې شاعران هم لرو چې شاعرانه اروايې په بل ديار کې وزرونه غوړولي او يا يې د رضايت رېښې د خپلو تصوراتو له بڼ نه لرې په دويم ځاى کې پياوړې شوې دي.
اجمل اند وايي:
وخت به لګي دى چې به رنګ د کابل اخلم
لا خوبونه مې اوس هم د پېښور دي
د شاعر د اواره او سرګردانه اروا يو بل شکايت هم داسې دى:
ولې مې په ځمکه وطن نه درلود
دا به په قيامت کې خدای ته وايمه
د ادبياتو په برخه کې نفسياتي(روحياتي) کره کتنه هم شه چې د کره کتنې د نورو څانګو په څېر مخينه نه لري، په دې کره کتنه کې چې بنسټګر يې مشهور ارواپوه فرويډ دى، د ادبي اثر روحي او نفسياتي اړخ څېړل کېږي چې له امله يې ادبي اثر رامنځته شوى دى.
ددې تر څنګ د حبسيه شاعرۍ( د زندان شاعري) موضوع هم مطرح ده، دا هغه شاعرۍ ته ويل کېږي چې شاعر په خپل وطن يا له وطنه نه لرې په زندان او پردېس کې پنځولې وي، شعرونه يې د وطن له درد او ارمان نه ډک وي چې دا هم په يوه ډول د هغه له پاره اروايي ځور دى، په خپل کلي کور او اصلي وطن پسې يې پيغام تر موږ را رسېږي
په پښتو ادب کې خوشحال بابا، د هغه مشر او شاعر زوى اشرف خان هجري د حبسيه شاعرۍ ښې بېلګې لري چې د هند په زندانونو کې مو د خپل روحي ځور له کيسو خبروي، اشرف خان هجري چې د هند مغولي واکمن اورنګزېب په حکم يې ټول عمر د سويلي هندوستان د دکن په بېچاپورزندان کې تېر کړى، ويل کېږي چې ډېر ځله به د زندان پنجري ته ولاړ و او د خپل وطن خواته به يې له حسرته ډکې سترګې نيولې وه، په يوه بيت کې وايي:
قاصدان له روهه نه راځي مدت شو
سلام باد را رسوي منت يې تم دى
شاعر حساس او ځيرک طبعيت لري، د هغه اروا هم نا ارامه او سرګردانه ده، دا سرګرداني کله کله يو ځور او عذاب وي، خو همدا سرګرداني يې هغه ناليدلي نړۍ ته هم بيايي چې عادي کس يې د ليدلو او سيل ځواک نه لري، د هغه اروايي مشاهده او تجربه موږ له ځان سره شريکوي.
شاعر په دې توګه په دويمه نړۍ کې خپله نا ارامي د يوه اروايي سفر له لارې په ارام بدلوي، د يوازېتوب له احساس نه ځان خلاصوي، خوښي راوړي او د سکون په لټون کې بريا مومي. دى لکه له باغ و چمن نه نيول شوى قيدي بلبل تل د جدايۍ په نارو سر وي.
شاعر انسان فطرتا د بې قيده او شرطه مينې غوښتونکى دى، خو محدوديتونه او وختونه کله کله د هغه په مخکې تور دېوالونه جوړوي، فاصلې او بريدونه رامنځته کوي، ځکه خو اړ کېږي چې د يوه ستر اروايي سفر له پاره هوډ وکړي او سرګردانه اروا تسکين کړي.
پاى