زرڅانګه

تاند- مشهوره سندرغاړې زرڅانګه په یوه بې رحمانه حمله کې ټپی شوه.

ویل شوي چې حمله کوونکي د دې فولکوري سندرغاړي د کلي بدماشان دي.

پر زرڅانګې هغه مهال برید وشو چې نوموړې له سوات څخه په نوښار کې خپل کلي ته ورسېده.

زرڅانګه له ټپي کېدو وروسته روغتون ته یووړل شوه او ډاکتران وايي چې د دې د مخ ټپونه ژور دي.

د پاکستان د ولسي میراث ادارې، چې د فولکور ملاتړ او پالنه کوي، فولکوري موسیقۍ ته د خدمت په خاطر په وروستیو کې یو هال د زرڅانګې په نامه کړ.

دې ادارې پر زرڅانګې حمله په کلکه غندلې او په دې پېښه یې له دې او د دې له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *