د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ پرانیسته ترسره شوه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې په ارګون ولسوالۍ کې د یاد انسټیټیوټ پرانیسته یوه لویه اړتیا وه او په وینا یې په دې سره به ډېری ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.

ښاغلي وحدت وویل، چې ځوانان به  د کانکور او ازاد جذب له لارې د ادارې او حسابدارۍ برخې  ته لاره پیدا کړي او خپلې زده کړې به په یاد انسټیټیوټ کې پرمخ وړي.

پکتیکا والي دغه راز وایي چې په دې ولایت کې د نورو کارونو ترڅنګ اکاډمیکو او روزنیزو مرکزونو جوړولو ته جدي کار کیږي او په وینا یې دې چارې ته ژمن دي.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مالي او اداري چارو مرستیال عبدالرحیم اسحاق زی وایي چې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ د ادارې او منجمنټ په برخه کې به په لومړي ځل تر یو سلو شپېتو کسانو پورې ځوانان جذب کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې انسټیټیوټ کې به ځوانانو ته په لوړه کچه زده کړې ورکول کیږي او ټول اړین سهولتونه به ورته برابر شي.

د یادونې ده، موده وړاندې په مرکز ښرنه کې د کرنې انسټیټیوټ پرانیسته ترسره شوه او ترڅنګ یې په مرکز او ولسوالیو کې د کرنې لېسې هم فعالې شوې چې ډېری ځوانان پکې خپلې زده کړې ترسره کوي.

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *