نن دويمه ده چې په هېواد کې تر پنځو کالو د کم عمر ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ورکول پيل شوي دي، خو ښکاري چې لسګونه زره ماشومان به په دې دوره کې هم له واکسين څخه پاتې شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، دوی ته رسېدلي مالومات ښيي چې يوازې د دغه ولايت په څو ولسواليو کې به ديارلس زره ماشومان له ګوزڼ ضد واکسين څخه بېبرخې پاتې شي.
پچیر و اګام، کوټ او د شینوارو ولسوالیو ځينې سيمې داسې دي چې هلته د طالب، داعشي او ځينو نورو ترهګرو راج او باج چلېږي او هغوی نه پرېږدي چې په دغو سيمو کې ماشومانو ته واکسين ورکول شي.
دا ستونزه يوازې په ننګرهار کې نه ده، د هېواد په ډېری ولايتونو کې دغه بلا لنګه ده.
غم دا دی چې يوازې ناامنۍ او ترهګر نه دي چې د ګوزڼ ضد واکسين مخه نيسي، په ځينو سيمو کې چې هلته ارامي ده، هم يې ځينې خلک په قصدي توګه خپلو ماشومانو ته دغه واکسين نه ورکوي.
له بده مرغه د ټولنې کم سواد، ناسم پوهاوی او ځينې ناوړه اوازې تر ناامنيو وروسته هغه لاملونه دي چې د راتلونکي نسل ژوند ګواښي.
په ډېری سيمو کې خلک غلط پوهول شوي دي چې دغه واکسين يې اولادونو ته تاوان رسوي، د ځينو شبکو دسيسه يې بولي، خطرناک درمل ورته ښکاري او له همدې امله که د واکسين ټيمونه سيمې ته ور هم شي، خلک ورڅخه خپل ماشومان پټوي او نه پرېږدي چې واکسين شي.
دا اوس اوس په نوره نړۍ کې تقريبا د پوليو يا ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه تللې ده، خو په افغانستان کې لا هم دغه ناروغي د خلکو ژوند ګواښي.
دا څو ورځې وړاندې په کندهار کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې او په ننګرهار کې بيا په اوبو کې د ګوزڼ مکروب ليدل شوی دی.
که حالت همداسې دوام وکړي، د تېرو کلونو هغه خوارۍ به ټولې په اوبو لاهو شي چې د ګوزڼ د ختمولو په هڅو شوې دي.
په دغه برخه کې بايد يوازې څو خيريه موسسو ته په تمه نه کښېنو، بلکې د حکومت، قومي مخورو، مېندو، رسنيو، ملايانو او حتا د هر افغان دنده ده چې خلک وپوهوي چې اولادونو ته يې دغه واکسين ورکړي.
هر ملا بايد وپوهول شي چې ګوزڼ دوست او دښمن نه پېژني، که دی په ټولنه کې د ګوزڼ ضد واکسين مخه نيسي، يو ورځ همدا ناروغي د ده لور او زوی نيسي. بيا به یې درست عمر همدا اولاد د اوږو بار وي.
په دې سربېره، بايد ځينې نورې لارې چارې هم وکارول شي، مثلا په ميليونونو افغانۍ يوازې په ځينو تشو پيغامونو ورکول کېږي، د هغو يوه برخه دي چې د ماشومانو له پاره په معياري ايسکريمو ولګول شي، د پوليو د څاڅکو ورکولو ټيمونه دې له ځان سره لکه د ايسکريمو د بايسکلانو يو ځانګړی زنګ ولري، هر کلي ته چې ننوځي، هماغه زنګ دې وهي، ماشومان خپله ورته راځي، يو ايسکريم او دغه څاڅکی دی ورکوي. په دې توګه به هم هغه مېندې او پلرونه چې د ټيم له ورتګه نه دي خبر، زنګ اوري او ماشومان به ورباسي او هم به ماشومان دلچسپي پيدا کړي، که يې مور او پلار بوخت هم وي، دوی به خپله واکسين ته ورځي.
د هغې ورځې په هيله چې افغانستان پهکې له ګوزڼه پاک هېواد وي.