د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د یوې پراخې غونډې پرمهال له حکومت نه ملاتړ او ننګه وکړه او ترڅنګ یې خپلې ستونزې غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
یاده غونډه د یکشنبې په ورځ د ارګون ولسوالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په غونډه کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د ولایتي شورا غړو، ملکي او نظامي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخیستي وه.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د حکومت څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړ او زیاتوي چې د سر په بیه به دخپل هېواد او شته نظام څخه ننګه کوي.
دوی دغه راز د خپلو سیمو اړوند ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه هم د حل په موخه له مسؤلینو سره شریک کړل.
ددوی په خبره، د روغتیا، پوهنې، بیارغونې او یو شمېر نورو برخو کې له یو شمېر ستونزو او ننګونو سره مخ دي او له حکومت نه یې د حل غوښتنه کوله.
په ورته مهال پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د سروبي ولسوالۍ د اوسېدونکو له ملاتړ او سرښندنو مننه وکړه او په خبره یې دې چارې یې په سیمه کې هر ډول پرمختګونو ته لاره هواره کړې.
ښاغلي وحدت د سروبي ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له ځانه سره د هواري په موخه یاداښت کړل او زیاته یې کړه چې د خلکو په همکارۍ به ستونزې هواروي او پرمختګونو ته به لاره پرانیزي.
پکتیکا والي دغه راز وایي چې د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکو د خپل منځي اتفاق او هڅو په پایله کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوې دي.
د یادونې ده، له دې دوه ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هم د نکې، زېړوک، ګیان او برمل ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې پراخې غونډې پرمهال له حکومت څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.