نن شاوخوا ۸۰۰۰ زره کسان لښکرګاه ښارکي راجمعه سوي وه دوي د ملی وحدت حکومت ملاتړاعلان کړ او له اولسمشره یې غوښتنه وکړه هغه کسان چي په دولت کي دننه د نظام تخریب کوي عدلي او قضایي ارګانونو ته دي وسپارل سي.

دوی په دي ورستیو کي په هیواد او دهیواد نه بهرجوړیدونکي ایتلافونه دافغانستان لپاره بحران جوړونکی وبلل او زیاته یې کړه اوس یوشمیرکړۍ نړیوالي ټولني مرستي د بهرنیو هیوادونو د استخباراتی کړیو په لاس لمنځه وړي. 

هلمند کي قومي مشراوپخواني پوځی جنرال فقیرمحمدعسکر وایي اوس خلګ راویښ سوي او په دي پوهیږی چي نور باید هغه کسان چي ددولت او ملت ترمنځ واټن رامنځ ته کوي خپلو منځو کي ځای نه ورکوي

هغه وایي که څه هم جګړه هلمند کي سته او دلته دجګړې اور کابو سوي نه دی خو بهرنیو لاس وهنو ته به اجازه ورنه کړي ترڅو هیواد کي په یو او بل نامه ایتلافونه جوړوی او پردولت فشار وارد کړي.

دهلمند مدني ټولني مشر سردارمحمد همدرد وایي اوس اولسونه ویښ سوي او هغه کسان چي کابل کي ناست دي دولایتونو پراولسی وګړیو نورکریډیټ نسي اخیستلای

هغه وایی هلمند کي نور اولسی وګړي دخپل اواز پورته کیدو لپاره یو موټي سوي او خپل اړونده مرجع یې لیدلي ده

همدرد پرمرکزي حکومت ږغ وکړدهغه چاسره نژدي اړیکي وساتي چی اولس ورسره وي.

بل لوري ته دهلمند ولایتي شورا غړي بشیراحمدشاکردملي وحدت حکومت د ملاتړ ترڅنګ غوښتنه وکړه چي په دي ولایت کی دي محلي حکومت داري ته لانورهم واکونه ورکول سي ترڅو حکومتولي په ښه ډول ترسره سي

شاکروایي دافغان ولسمشر بهرني پالیسی او اقتصادي پالیسي یوشمیر کسان ديته اړ کړل چي په یو اوبل نوم ایتلاف جوړکړی او بهرنی استخباراتی کړۍ خوشحاله وساتي.

دا لومړي ځل دی چي هلمند کي ګڼ شمير  ولسي وګړي دملي وحدت دحکومت ننګه او ملاتړ کوي له دې څخه وړاندي هم داسي غونډې جوړ سوي خو نننې غونډه  یې بي ساري وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *