ډاکټر فرقان احمد توقير
په هغه ورځ چې کابل ښاروالي له واټونو د سيمټي دېوالونو يا د دوی په خبره، موانعو د لېرې کولو زېری ورکړ، تدارکاتو د څو ميليونه افغانيو په بيه له يوه شرکت سره د سيمټي دېوالونو د جوړولو دوه قراردادونه لاسليک کړل.
له موټرو د تورو هېندارو او له واټونو د سميټي دېوالونو د لېرې کولو کمپاين د حامد کرزي له حکومته وخت پر وخت د رسنيو تاوده خبرونه ګرځېدلي، خو نه له موټرو د تورو هېندارو لمن ټوله کړای شوه او نه د سيمټي دېوالونو له شره دا ښار وژغورل شو.
تېری لا دا چې ځينو چارواکيو او زورواکيو بشپړې کوڅې په ځان پسې تړلې، د خلکو په تګ راتګ کې يې ګڼې ستونزې او خنډونه را منځ ته کړي دي.
ان چې له واک او چوکۍ لېرې شويو غټانو هم د کلونو په تېرېدو له خپلو کورونو سره د دغسې موانعو عادت نه دی پرې ايښی او لکه موډ او فېشن کلک ورپورې نښتي دي، لا هم د رجال برجسته له سرليکه د دغه ناقانونه امتياز حق ځان ته خوندي ګڼي.
کله چې چارواکي له قانونه ځان مستثنا وګڼي، په ټولنه او افرادو قانون نهشي پلي کېدای.
د قانون د حاکميت او درنښت ډبره په حقيقت کې چارواکي او حکومتيان بايد خپله کښېږدي. کله چې دوی قانون سپک تلي، په ټولنه کې دروند نهشي تلل کېدای.
خامتا د خوارانو جامه او د بېوزلي سمبول پېژندل کېده، خو چې مرحوم پاچا خان واغوسته، د اشرافو لباس وګرځېد، په خلکو کې د موډ او فېشن په بڼه دود شوه.
کله چې د دفاع، کورنيو چارو وزيرانو، د ملي امنيت د رييس او نورو غټانو د تورو هېندارو او بېپلېټه موټرو کتارونه په واټونو کې ځغلي راځغلي. په غلاوو، ډاکو، بمي چاودنو، سړي تښتونو کې د تورو هېندارو او بېپلېټه موټرو د کارونې مخه نهشي نيول کېدای.
له واټونو د سيمټي دېوالونو او موانعو د لېرې کولو عملي اړخ دا دی چې بې له توپير او امتيازه يې د راټولولو چاره پيل او وغځېږي او د امو غاړو د استنادي دېوال لهپاره ترې د کار اخيستو ملي اشر او پروسه اعلان شي.
که له کابله بيا تر شماله دغه سيمټي دېوالونه په دغه سپېڅلي نيت او پاکه اراده راغونډ کړای شول، بې له شکه به په ډېر کم لګښت د امو غاړې د استحکام خوب د خپل تعبير مخه موندلې وي.
په دې کې بايد په داوطلبانه توګه هغه غټان چې په رسنيو کې ځانونه سپين بازان راباسي، وړاندې شي او د امو تر غاړو د دغو سيمټي دېوالونو د رسولو ګام پورته کړي.
حکومت ښايي د دغسې چارې لهپاره هغسې توان او اراده ښکاره کړي لکه ملا عمر چې د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې خپل يوه فرمان ته راټوله کړې وه.
چېرې چې د غټانو اولادونه په بهر کې درس وايي، هلته معارف د سالمې ودې او پرمختګ مخه نهشي موندلای.
هلته چې د سرکار بچيان د زوکام د درملنې لهپاره هم بهر ته تګ غوره بولي، په هېواد کې دننه روغتيايي چارې نهشي غوړېدلای.
استقلال او حبيبيې لېسې ځکه د وخت معياري ښوونځي ګرځېدلي وو چې د پاچا، صدراعظم او سرکاري غټانو زامنو پهکې لوست ته ګونډه ماته کړې وه.
په انګلستان کې د ټوني بلېر د صدرات پر مهال په پارلمان کې هغه وخت بحثونه د ده پر ضد راټول شول چې څرګنده شوه، صدراعظم خپلو بچيانو ته کورنی ښوونکی نيولی.
بحث دا و چې که د پوهنې معيار د صدراعظم له انده کمزوری دی، بيا دا د ده پړه او مسووليت دی چې معارف سالم سيسټم ته وربرابر کړي، نه دا چې خپلو بچيانو ته په امتيازي کچه کورنی ښوونکی ونيسي.
دويم عملي ګام دا چې له دې وروسته د سيمټي دېوالونو پر جوړولو او قراردادونو بنديز ولګول شي.