تاند- د کندهار او ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شېرزی د سرحدونو او قبایلو چارو او محمد حمید طهماسي د ترانسپورت او هوايي چلن سرپرست وزیران وټاکل شول.
طهماسي مخکې د کورنیو چارووزارت مرستیال و. نوموړی د وحدت ګوند غړی او د کریم خلیلي ته نژدې کس دی.
د ولسمشر غني له لوري همداراز الحاج محمد الماس زاهد د ولسمشر د خاص استازي او جګپوړي سلاکار په توګه ګومارل شوی دی.
محمد الماس زاهد، چې د احمد ضیا مسعود پر ځای ټاکل شوی، د ولسي جرګې غړی او د حکمتیار د اسلامي حزب پخوانی قوماندان دی.
د ارګ سرچینې وايي چې د ملي امنیت د ریاست پخوانی مرستیال عبدالمتین بېګ د سیمه ییزو اورګانونو د رييس او فیض الله مجددي د تخار د نوي والي په توګه ټاکل شوي دي.
همداراز همایون مختار د احصایې د مرکزي ادارې ريیس او محمد ویس پایاب د الیکترونیکي تذکرو د دفتر مرستیال ريیس ټاکل شوي دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، نوي نومول شوي وزیران به ژر ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.
ولسي جرګې په وروستیو کې له حکومته وغوښتل چې د سرپرستو وزیرانو په توګه نوي وزیران د اعتماد رایې لپاره ورمعرفي کړي.
ډير افسوس پدی حکومت، همدا ګل اغا وو چی د ننګرهار او کندهار قبایلی یا سرحدی سیمی یی په پاکستان وپلورلی، نن بیا اشرف غنی راپاڅیږی بیا سرحدات دده په واک کی ورکوی، دا به د اشرف غنی په واک کی تر ټولو غټه تیروتنه وی، دا سړی ددی دوه ولایتونو خلکو ته د سرحداتو په چارو کی ښه ورمعلوم دی،.