خبرپاڼه
کندهار افغانستان- د سويلي آسيا د فټبال فدراسيون د سياليو په پاى لوبه کي هند ته په ماتي ورکولو سره د افغانستان د فټبال ملي لوبډلي تر تاريخي بريا وروسته کندهار ښار په څو شېبو کي بل رنګ خپل کړى.
د لوبي له ختم څخه څو شېبې نه وې تيري، چي د ښار پر مشهورو څلور لارو، لويو سړکونو او مهمو موقيعتونو باندي د ډله-ډله زړو او وړو شور او ږوږ ددې ښار اوسېدونکي يوه بل حالت ته ستانه کړل.
د ښار پر هر سړک، هر کس د افغانستان بيرغ له ځان سره لېږداوه او په ډېر خلوص، پاکه مينه او سپېڅلو وطني احساساتو سره يې د افغانستان د بري او سولي د راتګ لپاره شعارونه ورکول.
يوازي سړي نه ول، چي د افغانستان بيرغونه يې لېږدول، بلکه په ښار کي ټول تر سترګو کېدونکي موټرونه، موټرسايکلونه، بايسکلونه او ريکشې هم د اتلانو د ټاټوبي په درې رنګه بيرغ باندي پوښلي ول او په لوړ اواز پکښي حماسي سندري اورېدل کيدې.
د ښار تر ټولو مشهوره، قديمي او تاريخي څلور لارې، شهيدانو چوک د مينه والو او خوښيو لمانځونکو کندهاريانو د ګڼه ګوڼي له خاطره د ترافيکو پر مخ بنده سوه او په همدې ډګر کي له ملي اتڼه رانيولې تر رزمي نمايشونو، اتش بازيو او سندرو ويلو پوري ټول نندارې ته وړاندي سول.
د شهيدانو په چوک کي د زرګونو کندهاريانو په منځ کي يو هم کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا و، چي له نورو ولسي کندهاريانو سره يې يو ځاى د ملي اتلانو بريا ولمانځله.
هغه هلته له حاضرينو هيله وکړه، چي په سوله ييزه توګه دغه ستره بريا ولمانځي او هيله يې څرګنده کړه، چي دغه کاميابي به د افغان ولس په يووالي او اتحاد کي مثبت رول ولوبوي.
د افغانستان د فټبال لوبډلي د بري لمانځونکي له همدې ځايه ټول د يوه منظم کاروان په توګه د ښار پر ټولو لويو سړکونو وګرځېدل او په ټوله لاره کي يې د ((ژوندى دي وي افغانستان او ژوندي دي وي افغانان)) شعارونه ورکول.
د ښار پر واټونو د ترافيکي اخلال د له منځه وړلو په خاطر ټول خلک په احمدشاهي لوبغالي کي سره را جم سول، چيري چي د محلي سندرغاړو کنسرت، اتڼ، سپورټي نمايشونه او د رزمي لوبو دوستانه سيالۍ برابري سوي وې.
دلته د کنسرت ليدلو او اورېدلو لپاره د کندهار ښار ترڅنګ له نژدې ولسواليو هم خلک راغلي ول او په پوره جوش سره يې د ملي لوبډلي د يادي بريا ستاينه کول.
د افغانستان د فټبال ملي لوبډلي ددې بريا په وياړ په جوړو سوو مېلو او کنسرتونو کي د خلکو د ښې ونډي اخستني او په بېغمه زړه د خوښيو تېرولو سره، د کومک په هدف په ټول ښار کي پوليس ځاى پر ځاى سوي ول، هره ساحه يې تر خپل څار لاندي نيولې وه او خلک يې ډاډمن کول، چي کولاى سي د هر ډول امنيتي ستونزي او اندېښنې پرته خپلي خوښۍ ولمانځي.
لا هم چي د شپې څه کم دوې بجې دي، د کندهار ښار ټول واټونه د خلکو شور او ږوږ پر سر اخستي دي، لا هم د ښار په درې جلا جلا برخو کي د محلي سندرغاړو توجه جلبوونکي ږغونه تر غوږو کيږي او لا هم خلک د هر ډول سمتي، قومي، ژبنيز او نژادي اخلاف پرته په ملي روحيه سره د افغانستان زنداباد او ژوندي دي وي افغانان نارې وهي.
په افغانستان کي دداسي نورو برياوو او دغه رنګه لا زياتو خوښيو او رنګينيو په هيله.