تاند- افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په فاریاب کې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې تر ۱۴۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فاریاب امنیه قوماندان دلاورشاه دلاور نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، په قیصار، لولاش یا کوهستان او شېرین تګاب ولسوالیو کې د طالبانو پر مورچو تېره شپه درنه بمباري وشوه.
کوهستان یا لولاش ولسوالي د یکشنبې په ورځ وسله والو طالبانو ونیوله. خو د شاهین ۲۰۹ قول اردو نن /سې شنبه/ ویلي چې افغان امتنیتي ځواکونه په خپله له لولاش ولسوالۍ د دې لپاره ووتل چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانوړي.
د شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبانو په لولاش ولسوالي کې شاوخوا ۲۰۰ سرتېري او ولسي پاڅون کوونکي په یوه کلا کې محاصره کړي او د هغوی د ژغورنې لپاره تېره شپه د کلا په شاوخوا کې د طالبانو پر مورچو بمبارۍ وشوې چې له کبله یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
مخکې ویل شوي وو چې د دې ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ طالبانو ۱۳۰ سیمه ییز پولیس یا ولسي ځواکونه نیولي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د تېرې شپې په بمبارۍ کې د دوی یوازې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.