(د علامه رشاد دولسم تلین په یاد څیړنغونډه)

په پیل کې د دې دوو خبرو یادول اړین گڼم:

ــ دا مقاله لږ نه، بلکې ډیره وځنډیده چې ټول قصور یې زما له غاړې دی. له همدې کبله زه د دې مقالې له په ځنډ لیکلو او په ځنډ خپرولو نه لومړی د رشاد صاحب له ارواح نه او بیا د رشاد صاحب د دولسم تلین له گډون کونکو او د علامه بابا له مینه والو نه بښنه غواړم.

ــ د غونډې له جوړونکو نه، له اړوند مسؤلینو نه، له کوربنو نه، د کندهار پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او محصلینو نه  او له ټولو هغو ښاغلو نه مننه کوم چې په کندهار کې یې زموږ په لارښوونه او میلمه پالنه کې برخه درلوده او خپله مینه او صمیمیت یې له موږ نه و نه سپماوه.

څنگه چې زه ډیر وروسته د علامه اکادیمیسین عبدالشکوررشادد دولسم تلین په یاد له څیړنغونډې نه خبر شوم، نو د وخت د تنگوالي په وجه ما هغه وخت څه و نه شول لیکلای. د دې څیړنغونډې له پاره رسمي ورځې د ۲۰۱۷ کال د مارچ اتمه او نهمه ټاکل شوې وې، ماپه غونډه کې خپل وار په لنډو شفاهي خبرو تیر کړ. دلته به د خپلو خبرو لنډیز هغومره چې زما په یاد دی، ولیکم او په همدې پلمه به، له رشاد صاحب سره زما د علمي اړیکو او شاګردۍ ځینې خاطرې هم په لنډ ډول یادې کړم:

زه رشاد او رشاد پوهنه د افغانستان د فرهنگ په ډگر کې یوه ډیوه گڼم. له علامه رشاد سره د معرفي کیدو له پیل نه بیا تر نن پورې ما په عیني او عملي توگه لیدلي او حس کړي دي چې دې ډیوې زموږ د فرهنگ ډیرې تیارې را رڼا کړیدي.

زه له ټولو هغو فرهنگي دوستانو نه مننه کوم چې دا ډیوه یې بله ساتلې او تر نن پورې یې را رسولې ده.

له هغو دوستانو نه مننه کوم چې د علامه بابا د دولسم تلین په یاد یې د دې څیړنغونډېد جوړولو له پاره هلې ځلې کړې دي او ګڼ شمیر فرهنګیان یې سره را ټول کړي دي.

د څیړنغونډې یو شمیر گډون کونکي

زه یو له هغو کسانو نه یم چې علامه بابا او د ده آثارو او افکارو زما په علمي پرورش کې لوی رول لوبولی دی. زه ویاړم چې د استاد رشاد له علمي درمند نه مې څو دانې را ټولې کړې دي، څو پاڼې مې لوستې دي، چې د هغو له برکته نن ستاسو په حضور کې ولاړ یم او د یو څه ویلو او لیکلو جوگه یم.

ما رشاد د لومړي ځل له پاره د ۱۳۵۵ ل کال په لومړیو کې، د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې ولید. دا زما د لیسانس زدکړو دوره وه ا و علامه بابا په مخامخ ډول موږ ته تدریس کاوه.

زه د یو شوخ او نه مننونکي زدکونکي په توگه داسې یو چا ته په ټولگي کې ناست وم چې هغه د علم او پوهې غر او د پرنسیپ او دسیپلین یو پیاوړی استازی و. په لومړۍ ورځ او لومړي لکچر کې چې ده مبارک خبرې پیل کړې، داسې مې و انگیرله چې زما د شوخۍ او شیطانۍ پر اور باندې یخې اوبه تویږي. قلم مې په چلیدو شو ځینې مهم جملات مې ژر، ژر یاد داشت کړل او په پای کې مې د لوستلو له پاره اړین ماخذونه هم په خپله کتابچه کې ولیکل.

نه یوازې زه، بلکې زما په شان نور سر شوخه شاگردان به د رشاد صاحب په ساعت کې تر هر څه تیریدو او ځان به مو ټولگي ته په تگ ملزم گاڼه. د ده درنې علمي خبرې، چې هر کله به یې د یو ریښتیني ښوونکي په توگه د ټوکو او خندا مالگه هم ور گډوله، د ټولو خوښې وې، د هیڅ چا زړه به نه کیده چې د ده په ساعت کې غیر حاضر شي.

د شپیتمې لسیزې په پیل کې ما ته په رسمي او افتخاري ډول د رشاد صاحب د اسیستانتۍ ویاړ را په برخه شو. د دې دورې د یوې وړې خاطرې یادونه ما په هغې مقالې کې کړې ده، چې د استاد معصوم هوتک د علمي شخصیت او فرهنگي کارونو د درناوي په پار، ما لیکلې وه. دې مقالې ته ما «د ذهن له تاخانو څخه، څوشیبې له استاد معصوم هوتک سره» سر لیک تاکلی و. هغه وړهخاطره داسې وه:

«ما دلومړي ځل له پاره معصوم هوتک په یوه معصوم او مقدس ځای کې ولید، په پوهنتون کې، په ټولګي کې، نه دښوونکي په توګه، بلکې د زدکوونکي په ډول. خبره زما دژوند هغه وخت ته ورګرځي چې په کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي کې د۱۳۶۰ ل کال په ساړه ژمي کې زه داسیستانت په توګه ومنل شوم. له هغه وخته څه موده وروسته د ځوانو استادانو په ډیراو پرله پسې ټینګار سره علامه رشاد دا ومنله چې بیا د تدریس له پاره ادبیاتو پوهنځي ته راشي. په هغې موده کې چې ده تدریس کاوه، ډیری ځوان استادان به له استاد نه دعلمي لا زدکړو په خاطر، په ډلیزه توګه تولګي ته ورسره تلل او داویاړماته هم راپه برخه شوی و.

وخت د بریښنا په چټکۍ تیریده. یوه ورځ مهربان علامه، وروسته له درس نه د چای غوښتنه رانه وکړه، د چای څکلو د پنډار په ترڅ کې یې را یاده کړه چې په دغو ځانګړنو یوڅوک د زدکړو د دوام له پاره راځي او…

او ښه مې په یاد دي چې یوه ورځ په ټولګي کې څنګه یوبا تجربه، با مطالعه، دلویې او پراخې حوصلې خاوند استاد، د یوعاجز شاګرد په رول کې د عادي شاګردانو په لیکه کې ناست و، هرڅه ته یې غوږنیولی و، خوهیڅ یې هم نه ویل. ما معصوم هوتک سره هغه وخت ولیدل او وپیژندل چې زما دلا زدکړو دمنډو کلونه وو، نوی اسیستانت شوی وم، یوه پښه په ټولګي کې، بل قدم په کتابتون کې؛ یوه منډه تر رشاد پورې، بله تر روهي پورې او بله پښه مې تر رادیو افغانستان پورې، بیا د مجلو او ورځپاڼو ترچلونکوپورې. زما او هوتک لیده کاته او خبرې ډیرځلې په همدې زماني واټن کې په تولګي کې ترسره شوي دي.»

وروسته له هغه چې علامه بابا د افغانستان د علومو په اکادیمۍ کې رسمي علمي کار پیل کړ، زه به ډیر ځلې د ده لیدلو ته ورتلم او خپلې علمي ستونزې او پوښتنې به مې ور سره مطرح کولې. له علامه بابا سره زما د علمي اړیکو بله مهمه برخه هغه زماني واټن دی چې ده به ډیر ځلې په کابل کې د ده استوگنې ځای، خیرخانې مېنې ورتلم او خپلې علمي ستونزې به مې لست وار په مخ کې ور ته کیښودلې او ده به په لویه حوصله او پراخ ټټر سره د خپل ذهن او تجربو خزانه زما په مخ کې وغوړوله او هیڅ به یې نه رانه سپمول.

 وروستۍ مرسته او ورستی دیدن یې داسې و چې هیڅکله به مې هم هیر نه شي او ما هغه جریان په خپله سفر نامه « لارورکي لارویان» کې لیکلې ده. کیسه یېداسې وه:

«… له دغو ټولوعقدو، ستونزو او د وطن د پریښودو له درانه پیټي سره مې مجبوراً باید د پاکستان په لوري مخه کړې وای.

  زما او زما د میرمنې او  بچو پاسپورتونه جوړوو، ستونزه د وریندارې او د وریرونو د پاسپورت وه. د هغوی د پاسپورت کارونه مې پیل کړل. هره ورځ به د پاسپورت ریاست ته تلم. ټول خلک په تیښته کې وو، د پاسپورت د ریاست په انګړکې خلک نه ځایدل، ما په ډیر زحمت د وریندارې د پاسپورت کارونه خلاص کړل، د کوم مدیر امضا پاتې وه، چې وروسته د هغه له امضا نه باید د پاسپورت قیمت په بانک کې تحویل شوی وای.

مدیر د نویو خلکو له ډلې نه هم نه و، پخوانی مامور ښکاریده، راته وې ویل:

ښځه دې څه کیږي؟

ما لکه کلک راستګوی و ویل:

وریندارمې ده.

له دې سره یې سم را ته وویل:

چې اوس اسلامي قانون دی، ښځه او د هغې محرم دې راشي.

ما مدیر صاحب وپوښته:

محرم تاسو چا ته وایئ؟

هغه په ډیره نرمه لهجه چې پښيماني يې ملتیا کوله، را ته و ویل:

«باید یا يې میړه موجود وي یا يې ورور!»

ما د ږیرو په ناتار او د ګولیو په باران کې خپل ورور او د وریندارې ورور له کومه کړي وای. د وریندارې ورور په میدان ښار کې او زما ورور په ماسکو کې و، د دوی د راتګ امکانات نه وو.

د مدیر له دفتر نه د باندې په انګړ کې د خدای په هیله هک پک ودریدم، له ځان سره مې چُرت واهه چې اوس یې څنګه کوې. که ګورم چې یو پخوانی یار را نږدې شو. ده هم د نویو تپل شویو قوانینو په سیوري کې د ږیرې تربارلاندې ژوند کاوه. په اول سر کې ما ونه پیژانده، له لنډې ستړې مه شي نه وروسته مې وپیژانده. هغه و پوښتلم:

«ولې داسې اوتراو پریشانه یې؟»

ما ورته داستان بیان کړ.هغه و ویل:

«دا خو څه مشکل کار نه دی. پوهاند صاحب رشاد خو دې استاد دی، هغه ته ورشه، د پاسپورت رئیس جنرال محبوبي هغه ته داسې احترام لري لکه مرید یې چې پیرته لري.»

بس، له هغه ځای نه مې په بایسکل باندې پښه واړوله او مخامخ رشاد صاحب ته ورغلم. د ټوپکي ناورین نه مخکې به زه هره اونۍ یو وار د رشاد صاحب زیارت ته ورتلم. د هغه مبارک د صحت د پوښتنې تر څنګه به مې د خپلو درسونو، مطالعاتو او تحقیقي کارونو په لړکې راولاړې شوې ستونزې هم ور سره شریکولې او ښایسته ډیر ځنډ به مو مرکې سره کولې، ده مبارک به ماخذونه را ته په نښه کول، لارښوونه به يې راته کوله او زما پوښتنو ته به یې په ډیرې مهربانئ ځوابونه راکول او د څیړنې نوې لارې او ضروري مسایل به یې را ته په نښه کول.

له رسیدو سره سم مې ولیدل چې علامه د کتابتون منځ کې په مطالعه بوخت دی. زه چې څنګه کیناستم، دی مبارک د مطالعې له کوټې نه میلمستون ته راغی. له روغبړ وروسته مو لکه د تل په څیر یو څه مرکه سره وکړه. ده فکر کاوه چې زه به بیا د پوښتنو کوم لیست را وباسم؛ خو ما اصلي موضوع ور یاده کړه. دی مبارک ناڅاپه پاڅیده او بیرته خپل کتابتون ته ولاړ، د خپل کار د میز له روک نه یې خپل یو ویزت  کارت را واخست او داسې يې پرې ولیکل:

«محبوبي صاحب!

آصف بهاند اول زما شاګرد او بیا همالته ادبیاتو پوهنځي کې استاد شو، څه کار يې تاسو سره بند دی، د ده د ستونزو په برخه کې مرسته وکړئ.»

محبوبي ته مې په ډیر جنجال لیک ور ورساوه. محبوبي چې د رشاد صاحب کارت او نوم ولید، ډیر احترام یې وکړ؛ خو د شک او تردید په سترکه یې را ته کتل. زما سر او وضع ډیره خرابه وه. کالي خیرن، ږیره ببره او هیڅ ځای مې د پوهنتون استاد ته نه پاتې کیده؛ په همدې حال کې د پاسپورت رئیس ښاغلي محبوبي پوښتنه را نه وکړه:

«په خپله استاد چیرې دی؟»

ما ورته و ویل:

«زه په خپله یم، آصف بهاند یم.»

بیا يې د کار پوښتنه وکړه. ما د پاسپورت اوراق په مخکې ورته کیښودل او داستان مې ورته تیر کړ. ده پرته له ځنډ ه نوم وړی مدیر را وغوښت او هماغلته یې پاڼې ور باندې امضا کړې. په هماغې شیبه مې د وریندارې د پاسپورت پاڼې واخستلې او د کورنیو چارو وزارت ته مخامخ، د افغانستان بانک ښاري څانګې ته ورغلم، چې د پاسپورت قیمت وسپارم …» (لار ورکي لارویان، ۴۷ ــ ۴۸ مخونه )

له علامه بابا سره زما تر ټولو ښې خاطرې په ټولگي یا هم په کومه علمي غونډه ګې د ده لکچرونو او خبرو ته غوږ نیول او تر ټولوخواشینونکې خاطره هغه وه چې رشاد صاحب د ډاکتر داود جمال په لاس ماسکو ته د خپل صحت احوال را ولیږه او ور سره یې له ما نه دا هیله کړې وه چې له کابل نه له وتلو وروسته په نورو ځایونو کې پر ما څه تیر شوي د هغه احوال ور ته ولیکم، خو ما دا کار و نه شو کړای، په نن سبا کې را نه پاتې شو او دا نه لیکل اوس هم ما زوروي.سره له دې چې زما سفر نامه (لارورکي لارویان) ده ته یو مفصل لیک دی، خو څه وکړم چې دی اوس ډیره نا وخته ده او د استاد رشاد په پته زما دا لیک داسې وخت ولیکل شو چې ده کډه کړې وه.

زه په مسؤلیت او ټینگار سره ویلای شم چې:

ــ رشاد د علم او عمل سړی و،

ــ د کار سړی و،

ــ د نوي نسل روزلو ته یو متعهد شخص و،

ــ ما له ده سره د خپل شناخت په موده کې چې کومه نتیجه تر لاسه کړې ده، په لنډ ډول په یوه جمله کې یې ویلای شم چې: رشاد په خپله یو مآخذ و،

ــ دی یو ریښتینی ښونکی او لارښود و.

ما په ټول ژوند کې د رشاد قهر و نه لید، پرته له یو ځل نه. هغه هم داسې چې:

د شپیتمې لسیزې د پیل کلونو کې د ښونې روزنې وزارت د نشراتي ارگان «عرفان» مجلې مسؤل مدیر ښاغلی پویا فاریابي و. دی په عین وخت کې د ادبیاتو پوهنځي د دري څانگې استاد هم و. د علمي همکاریو په لړ کې یې یوه ورځ په ټینگاره سره هیله وکړه چې له عرفان مجلې سره قلمي همکاري وکړم. ما هم ومنله او کله، کله به مې یوه نیمه مقاله ورته لیکله او ده به هم پرته له ځنډ نه خپروله.

داسې هم وشول چې یوه مقاله دوې که درې میاشتې خپره نه شوه. یوه ورځ چې د علومو اکادیمۍ پر لور روان وم، نا څاپه د ښوونې روزنې وزارت په اړخ کې عرفان مجله او د مقالې نه خپریدل را یاد شو، ور وختم د عرفان دفتر ته ورغلم، پویا صاحب مې ښه هرکلی وکړ د چا څکلو په وخت کې مې د مقالې د نه خپریدو ور یاده کړه، ده د میز روک نه یوه پاڼه را وایسته او مخ کې یېرا ته کیښوده. دا د صدرارت له مقام نه راغلی مکتوب و چې په هغه کې ټولو نشراتي ارگانونو ته د بینوا صاحب د نامه او آثار د سانسور امر شوی و. څنگه چې زما په یاده مقاله کې څو ځلې په بینوا او آثارو یې حواله ورکړل شوې وه، ځکه دا مقاله له خپریدو را گرځول شوې وه.

ما پویا ته و ویل: گوره که نور څوک نه پوهیږي ته خو ښه پوهیږې چې زموږ معاصر ادبیات د څو تنو مشرانو پر کارو استادانو او قلموالو له نامه سره غوټه دي، چې یو یې بینوا دی، که د بینوا نوم او آثار سانسور کړای شي، نو وې گڼه چې زموږ د څیړنو کاروان وړاندې تلای نه شي. هغه پوه کړم چې د ده له وسې وتلې خبره ده.

کله چې د رشاد صاحب لیدلو ته ورغلم او دا موضوع مې ور یاده کړه، و قهرید داسې چې له ټول وجود نه یې د قهر باران په اوریدو شو. موضوع بیا ده په خپله له لوړ پوړو چارواکو سره د مفاهمې له لارې حل کړې وه، خو د جریان په حال یې زه پوه نه کړم.

د نولس سوه یو نوي ام (۱۹۹۱) کال په پسرلي کې، د ټوپکي ناورین په سختو کړکیچونو او اړو دوړ کې چې یوازې ټوپک، مرمۍ او جهالت حکم چلاوه، په آه او افسوس له مهربانه استاد نه جلا شوم او دا دی د شپږ ویشت کلونو له تیرولو او د بې شمیره کړاونو له گاللو وروسته  بیا ورته راغلم.

روزگار داسې راسره وکړل چې له دیدار نه یې تللی وم او پر مزار یې ودریدم،

په لمدو سترگو ور نه جلا شوی وم او اوس یې په لا لمدو سترگو دیدار ته نه، بلکې مزار ته ولاړ یم. 

د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې د علامه بابا مزار

رشاد مړ نه دی، دی د خپلو آثارو او افکارو له لارې په هر کور او هر زړه کې حضور لري.

یاد دې یې تلپاتې

او روح دې ښاد وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *