تاند- په کندهار کې د ملي اردو پر یوې اډې د وسله والو طالبانو په پراخه حمله کې نژدې ۵۰ تنه سرتېري شهیدان شوي دي.
د کندهار د امنیتي چارواکو په قول ویل شوي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې د طالبانو د تېرې شپې په خونړي برید کې د ملي اردو له ۴۰ تر ۵۰ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور بریالي شوي چې وتښتي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې حملې شاوخوا ۶ ساعته دوام وکړ او داسې ښکاري چې د کومکي ځواک او مهماتو د نه رسېدو له کبله طالبان بریالي شول چې افغان سرتېرو ته زیات تلفات واړوي.
دفاع وزارت په خاک رېز ولسوالي کې د ملي اردو پر اډه برید تایید کړی خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبانو دا برید د لسګونو پیک اپ موټرو، چې درنې او نیمه درنې وسلې یې پکې نصب کړې وې، په وسیله وکړ.
طالبانو ویلي چې د ملي اردو ۷۴ سرتېري یې وژلي دي.
طالبان عموماً په ارقامو کې له مبالغې کار اخلي.
ATTENTION OF GOVERNMENT RESPONSIBLE ORGANS/
THIS IS THIRD TIME IN KANDAHAR CASUALTY AFGHAN POLICE LOSE LIFE/
I BELIVE MUST GENRALRAZIQ REPLACE FROM THIS ZONE,
FIRST IN DAMAN DISTRICT/KANDAHAR BASE SHAHWAKLIKOT AND NOW
IN KHAKRIZE/
IN KANDAHAR DONOT DO GENERAL OPERATION FOR CLEANUP/
JUST PASS TIME/
I HOPE TO CHANGE RAZIQ THANK YOU