تاند- دوه پاکستاني دیپلوماتان، چې تېره میاشت (جون) له جلال اباد څخه اسلام اباد ته د تګ په مهال تښتول شوي ول، خوشي شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون /چهارشنبه/ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې وویل چې افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونه توانېدلي چې دوه تښتول شوي پاکستاني دیپلوماتان د برمته ګرو له منګولو خوشي کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر محمد عمر زاخېلوال هم پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په یو لړ عملیاتو کې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه تښتول شوي دیپلوماتان ژغورلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه د دوو پاکستاني دیپلوماتانو د خلاصون له کبله د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي ته د مننې پیغام ولېږه.