تاند – د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته په سفر لاړ.

ښاغلی غني او ورسره هیئت په خواوشا ۹ بجې د هلمند ولایت په هوايي ډګر کوز شول او د دغه ولایت والي او نورو مسؤلینو یې هرکلی وکړ.‌

افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې په هلمند ولایت کې د ناوې ولسوالي له وسله والو مخالفانو نه بېرته ونیوله، او ویل کیږي چې تر دې مخکې هلمند ولایت ته الوتنې محدودې شوې وې.‌

ارګ وايي، چې ښاغلی غني په دغه سفر کې د هلمند د امنیتي وضعیت پر ارزونه سربېره د دغه ولایت په وروستیو پېښو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره ګوري.

د سې شنبې په شپه /د جولای ۲۵مه/ ناوخته په سیمه کې د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز باندې وسله والو یاغیانو یو پراخ برید وکړ او لسګونو ځوانانو ته یې مرګ ژوبله ورواړوله خو ویل کیږي چې ښاغلی غني خپل روان سفر یوازې تر هلمند ولایت پورې محدودوي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *