په هره ټولنه کې د ښو او بدو تر منځ تمیزخلک کوي، د ښو پيژندلو لپاره بیل او د بدو لپاره بیل معیار لري، انسان د ټولنې تابع دی، یعنې دی (انسان) هغه معلول دی چې د بېلا بېلو ټولنیزو لاملونو پر اساس ډول ډول ځانګړنو درلودونکی کېږي.
نن که په افغانستان کې علم او پوهه سم ارزښت نه لري لکه نورې نړۍ کې چې یې لري دلیل یې د خلکو ناپوهي ده. دلته له حده زیاته بې عدالتي ده او نظام کې عدالت نشته.
زه هر وخت د کمترۍ احساس کوم او کله کله وایم چې زه د دې ځای نه یم. که د دې ځای یم نو ولې راته خپل حق نه راکول کیږي او نه چا ته خپل حق ورکولای شم.
د استاد الفت د یوې ادبي ټوټې مفهوم دی:
خلک وايي د غله په ګیره خص وي، ما خو ډير غله بې ګیرې ولیدل، بیا وايي د غله په غره کې ځای نه وي، ما خو ډير غله ولیدل چې لوی لوی بلډنګونه لري، په لوړ موقف کار کوي او خلک یې ډير قدر او عزت کوي.
د دینې احکاماتو مفهوم دی چې پوه او ناپوه سره برابر نه دي، سمه خبره ده چې پوه او ناپوه سره برابر نه دي خو دا مفهوم هلته د منلو وړ دی چې ټولنه مو په اسلامي او انساني لحاظ پیاوړې وي. دلته برعکس ناپوه او پوه سره برابر نه دی، نا پوه باید د پوه مشر وي، نا پوه باید د پارلمان وکیل وي، وزیر وي او ریس وي.
د استاد عبدالغفور لیوال او د ګل اغا شیرزي تر منځ په هر لحاظ د ځمکې او اسمان توپير دی خو نور به لیوال صاحب د شیرزي تر لاس لاندې کار کوي، له دې ډيره بې عدالتي به د نړۍ په هیڅ ملک کې نه وي. زما د خپلې مطالعې پر اساس په لر او بر پښتنو کې که شل د کار پوهان ولرو نو یو پکې عبدالغفور لیوال دی، د ده د پوهې معلومولو لپاره یې اثار ولولئ.
زه انسان یم او انسان راته ارزښت لري، د نشنلیزم له مفکورې سره خلاف یم، نه لیوال سره دوستي لرم او نه شیرزی پيژنم، نه په دې فکر کې یم چې دوی د کوم ځای دي، د پوهنتون د یو استاد نظر مې په دې اړه واوریده نو ځکه مې دا ولیکه چې ملک قوم پالنه نه جوړوي، بلکې کار باید اهل کار ته ورکړل شي.
د انسان هرڅه الله تعالی په توازن پيداکړي دي، نو ځکه حکیم ذات فرمایي: ( فی احسن تقویم)، موږ انسانان په ډېر اعتدال سره پيدا کړي. د انسان ټول بیروني اعضاویې (لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پزه، سر، ګیډه او داسې نور) باید یو د بله برابروالی ولري،که د یو چاسر د مشرانو(ډېر) عمر او لاسونه او پښې یې د ماشومانو(کوچني) عمر وي او یا د یو ماشوم ږیره په مخ وي او نور بدن یې د ماشومانو وي، ښه به نه ښکاري او ټولوخلکوته داسې مسایل معجزې ښکاري.
هو! د بدن د ټولو بیروني جوړښتونوترمنځ برابري په کار ده، که د یو انسان پوزه ډېره له حده غټه وي، ښه نه ښکاري اوکه ډېره کوچنۍ وي بیا هم بدې ښکاري. د ډېر غټې پوزې درلودونکي ته هم د حیرانتیا په نظر کتل کېږي او ډېرې کوچنۍ پوزې درلودونکي ته هم خلک په تعجب پاتې وي او کله کله د نړۍ په کتابونو کې د دوی يادونه کېږي.
د انسان له بیروني جوړښت پرته داخلي جوړښت هم بایدسره برابروالی او تناسب ولري، که د یو انسان عمر د څلویښتو کلونو وي او فکر، عقل او پوهه یې د ماشوم وي، په حقیقت کې دی د عمر په لحاظ مشر او زیات عمر درلودونکی او د پوهې په لحاظ کوچنی ماشوم دی.
که د یوماشوم فکراوپوهه د لویانو وي، دې ته بیا نابغه ویل کېږي او د نړۍ په اکثرو ځایونوکې یې نوم یادیږي. د انسان په بیروني اعضاووکې توازن په کار دی خوکله کله داخلي جوړښتونو کې نه توازن انسان ته د تاوان پر ځان ګټه رسوي.
د غه شان توازن د نړۍ په ډېروکارونوکې مهم دی، که د یو ادارې مشر ناپوهه وي او تر لاس لاندې کسانو کې یې عالمان موجود وي، هېڅکله به د لاس لاندې کسان د خوشحالۍ احساس ونه کړي، ځکه چې حق یې خوړل شوی دی او کله هم داسې ملکونه پرمختګ نشي کولای.
که لوړ پوړي چاروکي مو ناپوهان وي او په اکثرو عواموکې له دوی پوهان موجود وي، بیا هم ملک نشي جوړیدای، ځکه چې د پوه اوناپوه ترمنځ تناسب نه دی موجود.
ایا پوه او ناپوه سره برابر دي؟/
سیداصغر هاشمي
No, but in in Afghanistan equality and quality mostly depend upon who you are or present yourself to be:
As an example, the first 3 word of your name is an AUTOMATIC indication that your genetic make up is superior than the rest of Afghans and based on that ALONE you and the very very small group you belong to have centuries long privileges in Afghanistan.
Yours might be a true indication of your heritage and I respect that, but there are others brought in during colonial era portending to be for political reason.
You will be very fair and look good dropping that ” Sir ” portion of your name and become equal with the vast majority rest of Afghans.
It is NOT FAIR to the rest of Afghans that less than 1/10th of its population using such “Sir” names producing 1/2 of Afghan intellectual. Fair statistic doesn’t work that way.
No personal intention at all but seeking equality as you do based on the header of your topic.
Made a mistake : 1/10th should be corrected to 1/10th of one percent
که څه هم پښتانه وایی چې:
د سر دښمن مې هوښیار خوښ دی
زه د ناپوهه له دوستي پښېمانه یمه
او یا : یو مې په یو( منظور هوښیار سړی دی) ، سل مې په هېڅ.
مګرزمونږ په هېواد کې د رحمان بابا دا شعر صدق کوي:
عقل مه غواړه ، طالع غواړه رحمانه
ډېر عقلمن د طالعمنو خدمتګار دي
وروستیه فکره چې ته خو ړومبی وای.
اما دری ژبي بیا وایی : تا عقل نباشد جان در عذاب است.