حکمتیار

تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پکار ده چې قومي جرګې او شوراګانې بېرته احیا شي.

ښاغلي حکمتیار دا خبره په کابل کې د منګلو له قومي مشرانو سره په کتنه کې وکړه.

ده له قومي مشرانو وغوښتل چې له یو بل سره لاسونه یو کړي او د جګړې مخه ونیسي.

ده د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د راتلو تر ټولو اسانه او ارزانه لار د قومي مشرانو له لوري د جګړې تحریمېدا وبلله.

حکمتیار وویل چې دا جګړه د بهرنیانو د ګټو لپاره روانه ده خو باید د قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېږي.

حکمتیار ویل چې د افغانستان د اوسني نظاخ ملاتړ کوي خوباید د ټولو قومونو حقونه ورکړای شي او بې درغلۍ انتخابات وشي.

حکمتیار له څه مودې راهیسې هڅې کوي چې له بیلابېلو مشرانو او شخصیتونو سره د سولې د راتګ پر لاروچارو خبرې وکړي.

ویل کېږي چې ده د طالبانو له یو شمېر مهمو قوماندانانو سره هم خبرې کړي او له هغوی څخه یې د سولې په اړه ژمنې اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *