نوازشریف د عربستان په خوا دی

تېره ورځ د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد صدراعظم نواز شريف د فساد او محکمې ته د دروغ ويلو په تور له دندې ګوښه، ناوړه کس اعلان او د تل له‌پاره د سياست په ډګر کې نااهله وباله.

نواز د محکمې تر اعلان نيم ساعت وروسته د واک له باره اوږې سپکې کړې او پر خپله مخه روان شو، خو کيسه پر همدې ځای نه ختمېږي.

د نواز ډلې ویلي دي چې د محکمې پرېکړه به ټوله لولي، ارزوي به يې او بيا به يې ګوند خپله پرېکړه کوي.

اوس به د نواز ډله کښېني او يو بل کس به د صدراعظم څوکۍ ته ټاکي.

دی په پاکستان کې تر ټولو بدبخته صدراعظم بلل کېږي چې په درېيم وار يې هم خپله د واک موده پوره نه کړای شوای.

خو کيسه په بدبختي کې نه، بلکې له پوځ او استخباراتو سره د شريف د ګوتو په پټولو کې ده.

نواز شريف هر وخت د واک پر مهال هڅه کړې ده چې د پوځ او ای‌ایس‌ای لاسونه لږ ورټول کړي او په پاکستان کې ولسواکي خپره کړي، همدا لامل دی چې کله يې هم کښتۍ تر منزله روغه نه رسېږي.

په افغانستان کې ډېری خلک د نواز ګوښه کېدو ته خوشحاله دي، دوی تمه لري چې د نواز له ګوښه کېدو سره به د افغانستان په اړه د پاکستان بې‌لارې پاليسي يو څه د خدای لارې ته سمه شي، خو له بارانه ښادي حرامه ده.

د پاکستان سياسي ګوندونه که په واک کې وي، لا به يوه لږه اندازه د افغانستان په اړه د جنګ کم پلويان وي، خو که واک په بشپړه توګه پوځ او استخباراتو په لاس ورغی، هغوی په خپل څنګ کې د افغانستان ولاړه خښته نه شي ليدلای.

له هغې ورځې چې پاکستان زېږېدلی موخه او هدف يې د افغانستان بربادي ورته ټاکل شوې ده، هر څوک که راځي، افغانستان ته به تاوان رسوي، توپير دومره دی چې پوځ او استخبارات يې ډېر ډبرزړي، بې‌رحمه او وژونکي دي او سياسي ګوندونه يې لږ بې‌رحمه.

اوس چې نواز شريف له دندې ګوښه شو پر ځای به يې د دغې ډلې يو بل کس ټاکل کېږي، مالومه ده چې پوځ او استخبارات به هم په دغه ټاکنه کې ښکېل وي، هغوی کله هم داسې څوک نه ټاکي چې شريف وي او چا ته يې زيان کم رسېږي.

دا امکان هم شته چې پوځ بېخي ميدان ته راودانګي او ټول سياسي ګوندونه له صحنې وشړي، خو د دغه امکان فيصدي کمه ده، که وشي، دا به د افغانانو له‌پاره د نواز تر ګوښه کېدو هم بد زېری وي.

په ټوله کې د پاکستان په حکومتونو کې د کسانو ګوښه کېدل، بدلېدل او له دندو شړل له ګاونډيو هېوادونو سره د دغه هېواد په چلند کې هيڅ توپير نه راولي.

داسې زرګونه نوازان که ګوښه او پر ځای يې نور راشي هم، پاکستان به تر هغه وخته د ګاونډيو له‌پاره په يوه شريف هېواد بدل نه شي، تر څو چې پوځ او استخباراتو د ګاونډيو په اړه خپله بې‌لارې پاليسي بدله کړې نه وي.

سرخط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *