پکتیکا والي د تېر یوه کال کړنې له ولس سره شریکې کړې.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یکشنبې په ورځ د تېر یوه کال د ترسره کړو کړنو او راتلوونکو پلانونو ګزارش له ولس او رسنیو سره شریک کړ.
ښاغلي وحدت وویل، په یاده موده کې یې هڅه کړې څو د ولسونو اساسي ستونزو ته پر وخت رسېده ګي وکړي او دوی ته په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي.
پکتیکا والي وایي، هڅه یې وکړه چې د پکتیکا ولسونه ځان ته نږدې کړي او په دې سره ستونزو ته په ګډه حل لارې ولټوي چې په وینا یې په دې کار کې بریالی شو.
ښاغلي وحدت وویل، ددې ترڅنګ یې د پوهنې، بیارغونې، امنیت، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې هغو ستونزو ته رسېده ګي وکړه چې له کالونو کالونو یې خلک ربړول.
پکتیکا والي دغه راز وایي چې په راتلوونکي کې هم د پکتیکا د پرمختګ او ښېرازۍ په موخه ګټور پلانونه لري او په وینا یې د ولس په همکارۍ یاد کارونه ترسره کوي.
بل لورته د پکتیکا ولسونه وایي چې په تېر یوه کال کې یې هغو ستونزو ته رسېده ګي شوې چې دوی ډېره موده د هواري هیله لرله.
دوی زیاتوي چې د ښاغلي وحدت په غوره مدیریت سره ولسونو له دولت سره خپله همکارۍ څو چنده زیاته کړې او په وینا یې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوې دي.
د یادونې ده، په نننۍ غونډه کې ولسونو مخامخ خپلې غوښتنې، وړاندیزونه، پوښتنې او نظرونه پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ته وړاندې کړل او ښاغلي وحدت ورته قناعت بښوونکي ځوابونه ورکړل.
دغه راز د پکتیکا د والي یو کلن ګزارش په تصویري شکل د نندارتون په بڼه هم خلکو ته وړاندې شو.
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر
د نواز شريف له دندې د شړل کېدو په اړه مطبوعاتي اعلاميه!
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۶ـ۵ـ۸
په دې وروستيو کې د پنجاب حکومت په خپلو سیاسي کشمکشونو کې ښکېل دی، چې د همدې سیاسي کړکېچ په پايله کې به پاکستان د خپل شوم برخليک په دام کې ونښلي.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان صدراعظم نواز شريف د پاکستان د سترې محکمې له لوري د فساد په کولو له دندې شړل شوی او واک د پاکستان فوځ په لاس کې اخیستی دی.
له ۱۹۴۷ د اګست له څوارلسمې چې کله پاکستان منځ ته راغلی دی، له هماغه وخته بیا تر ننه پورې د پاکستان نيت افغانستان ته خړ دی، دوی هاغه مهال په خپلو شومو دسیسو کې بريالي شول، کله چې د پاکستان ای، ایس، ای د مجاهدينو ځينې قوماندانان په ملا وټپول، هغوی ته يې د غرب په مرسته جنګي مهمات او پیسې برابرې کړې، دوی په افغانستان کې خپلې شومې موخې د مجاهديونو په وسیله سر ته ورسولې، په هيواد مين ځلمي، د لر او بر د يووالي همفکره ملګري يې په شهادت ورسول، تر ننه په افغانستان کې د پاکستان بربنډې مداخلې روانې دي، پاکستان کې که فوځي او يا هم ملکي حکومت منځ ته راځي، افغانستان په وړاندې وران کاره پاليسي کاروي او د افغانانو په وژنه او کړونه کې يو تر بل يو قدم مخکې دي.
خو په دې وروستيو کې د پاکستان هيواد له چين او روس سره دومره نژدې شو، چې ان روسي جنرالان يې قبایلي سیمو ته راوستل، تر څو له روس سره ګوتې پتې او خپلې شوړې ووهي، خو امريکا او روس چې په سیمه کې ګډې ګټې لري، د روس او چين وړاندې تګ زغملی نه شي، نو پاکستان د امريکا د فشار په وجه نواز شريف له واک څخه لرې کړل، چې اوس به يې چارې فوځ او ای، ایس، ای په ګډه سره پر مخ وړي، څنګه چې د افغانستان لپاره ټول شومې موخې لري، خو موږ بیا خوشبين پر دې يوو، چې په پاکستان کې سیاسي کشمکشونه ډېر شوي دي، په سیند ايالت کې د پنجاب پر ضد کرکه، بلوچستان د ازادۍ مجاهدين خو له کلونو راهیسې د پنجابي فوځ سره جهاد کوي، چې تر اوسه پورې يې پاکستان په ملګرو ملتونو کې د انزوا حالت ته رسولی او اقتصادي رکود سره مخامخ دی.
داسې ښکاري، چې دغه سیاسي کشمکشونه به ورو، ورو په تاوتريخوالي اوړي او په پایله کې به پنجاب تجزيه کېږي، محکوم بلوچستان او محکوم پښتونستان به د پاکستان له شر څخه نجات مومي.
موږ په ملګرو ملتونو غږ کوو، چې پاکستان د لستوڼي مار دی، په پاکستان باور په ترهګرو او بنسټ پالو باور دی، که نړيواله ټولنه غواړي، چې په امن کې ژوند وکړي، که د سیمې هيوادونه غواړي، چې د سخت دريځو ريښې يې تر هيوادونو ونه رسېږي، نو پاکستان هيواد سره دې خپلې اقتصادي مرستې نه کوي، ځکه پاکستان هيواد دمګړۍ ټول مالي امکانات ترهګرۍ برابروي، ددې لپاره چې د نړيوالې ترهګري خطر کم شي او یا د بنسټ پالنې ريښې وچې شي، نو نړيوال دې د پاکستان پر ځای د محکوم بلوچستان ازادي غوښتونکي مجاهدينو مالي ملاتړ وکړي، چې نه بیا په کشمير کې د هند خلاف ترهګر د جنګ ډګر ته را ووتلی شي او نه هم په اروپايي هيوادونو کې داعشيان په حملو کولو وتوانيږي.
د پاکستان د بربادۍ په هيله
افغانستان نوین څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي دفتر
ولسي تړون پروګرام په کندهار کي ۳۳ ميليونه ډالر مصرفوي
نېټه: ١٣٩۶-۵-۸
کندهار، افغانستان- د کندهار د ولسي تړون پروګرام لپاره ۳۳ ميليونه ډالر ځانګړي سوي او دا پروګرام نن سهار په ښاروالۍ کي د کندهار والي زلمي ويسا له خوا رسماً پرانيستل سو.
د دې پروګرام د پرانيستغونډي په پيل کي کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل وويل چي ولسي تړون پروګرام د نړيوال بانک په مالي مرسته په افغانستان کي پيل سوی چي يوازي د کندهار لپاره ۳۳ ميليونه ډالر ځانګړي سوي دي. هغه زياته کړه چي دغه ۳۳ ميليونه ډالر به د ۳ کالو په اوږدو کي د ۳۰۰ پرمختيايي شوراګانو له خوا په ښار او ولسواليو کي تطبيق سي. هره شورا له ۲۰۰ کورونو څخه تشکيل سوې او په هره کوڅه کي ۵ شوراګاني جوړي سوي دي.
ښاروال وويل چي دا پروژه د ښاروالۍ، کليو پراختيا، مستوفيت، زراعت، عامي روغتيا، کار او ټولنيزو چارو، مهاجرينو چارو، ښځو چارو، اطلاعات او فرهنګ، چاپېريال ساتني او اوبو رسولو رياستونو او برېښنا شرکت په ګډه همکاري مخته وړل کيږي. ولسي تړون پروګرام د څښاک اوبو، د جامدو کثافاتو د تنظيم، د کوڅو او کاناليزاسيون د جوړولو، تعليم، روغتيا او تفريحي پارکونو د جوړولو او د مېرمنو د کاريابۍ په برخو کي کار کوي. دا پروګرام عملاً له لسمي ناحيې څخه پيل او په ښار او ولسواليو کي به پلی سي.
کندهار والي زلمي ويسا د کندهار اوسېدونکو ته د ولسي تړون پروګرام مبارکي وويله او ټينګار يې وکړ چي د دې ملي پروګرام په تطبيق کي له قومپالني، فساد، واسطې او نورو غيرقانوني لارو څخه لاس واخلي. ښاغلي ويسا وويل چي نه يوازي د دې پروګرام په تطبيق بلکي، په هر پروګرام او اداره کي به له واسطې څخه مخنيوی کوي او هر څوک به د وړتيا له مخي په دنده ګماري.
نوموړي زياته کړه: موږ د ولس د خدمت لپاره يو، موږ به د هر ډول فساد مخه نيسو او اصلاحات به راولو، البته اصلاحات يوه تدريجي پروسه ده. موږ هغه مهال برياليتوب ترلاسه کولای سو چي شخصي ګټي تر ملي ګټو قربان کړو.
د پرانيستغونډي په ترڅ کي د کندهار والي له خوا يو شمېر کسانو ته ستاينليکونه هم ورکول سول.
کندهار والي د معارف لپاره اصلاحي کمېټه جوړه کړه
نېټه: ١٣٩۶-۵-۸
کندهار، افغانستان- کندهار والي زلمي ويسا د معارف لپاره يوه اصلاحي کمېټه جوړه کړه چي له مخي به يې په معارف کي اصلاحاتو راوستل سي.
دا کمېټه د کندهار پوهنتون له استادانو، د معارف له متقاعد او برحاله استادانو، د معارف له فعالانو او روشنفکران څخه جوړه ده. د کمېټې په لومړنۍ غونډه کي چي نن غرمه مهال په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، ټولو ګډونوالو د معارف پر سمون او اصلاح خبري وکړې.
دوی ټولو د معارف په رهبرۍ کي د موجوده کدرونو د ځای پر ځای کولو، د بهرنيو لاسوهنو د بندولو، د ښوونکو د معاشاتو د سیسټم پر بانکي کولو، د خیالي تشکیلاتو پر مخنیوي، د نظارت او تفتیش د باصلاحیته کمېټې پر جوړوني، له مرکز په خاص ډول رئیس جمهور څخه د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د ملاتړ پر ترلاسه کولو او د زده کونکو له والدینو سره د معارف د کارمندانو پر اړیکو جوړولو ټينګار وکړ.
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجنېر شېرشاه رشاد په معارف کي مالي فساد او اخلاقي ضعف لويي ستونزي يادي کړې او ويې ويل چي د معارف د اصلاح لپاره بايد يوه پخه اراده موجوده وي. نوموړي زياته کړه چي په معارف کي بايد تر ټولو مخکي بهرنۍ لاسوهنه بنده سي او د معارف د اصلاح تداوم ډېر مهم دی.
د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل وويل چي په مرکزي رهبري کي دي تغير راوستل سي، په مدرسو کي دي د مالي فساد مخه ونيول سي، پر خيالي ښوونځيو او معلمينو دي معاشاد بند سي او د سويې د لوړوالي لپاره دي هڅه وسي.
د معارف پخواني رئيس حيات الله رفيقي وويل چي په مرکز کي د معارف مسئولينو پر دې پوهني دوکانداري شروع کړې ده، باقاعده بستونه خرڅيږي او په ولاياتو کي د ځينو اشخاصو له خوا رانيول کيږي. که مرکز کنټرول کړل سي، نو په ولايتي کچه د معارف حالت سميږي. نوموړي داراز د معارف د اصلاح لپاره د غوڅ دريځ پر موجوديت ټينګار وکړ.
کندهار والي زلمي ويسا د دوی له نظریاتو او پېشنهاداتو تر اورېدلو وروسته له دوی څخه مننه وکړه او د دوی نظریات یې د معارف په سیسټم کي د اصلاحاتو د راوستلو لپاره خورا اغېزناک وګڼل. هغه زیاته کړه چي ټولنیز سیسټمونه د روغتیا او معارف پر پایو ولاړ دي، د دې برخو ستونزي زښتي زیاتي اساسي دي او زیات پام ته ضرورت لري. کندهار والي وویل چي امکاناتو او شرایطو ته په کتو به د دوی نظریات حتماً عملي کیږي.
رییس اجراییه کشور با نمایندگان مهاجرین افغان مقیم پاکستان دیدار کرد
تاریخ: 8 اسد 1396
کابل افغانستان : دکتور عبدالله عبدالله، رییس اجراییه جمهوری اسلامی افغانستان، پیش از چاشت امروز یکشنبه (۸ اسد) با نمایندگان مهاجرین افغان مقیم پاکستان، در قصر سپیدار دیدار و ملاقات کرد.
در این دیدار، مهاجرین افغانستان مقیم پاکستان چالشها و مشکلات خویش را با رییس اجراییه کشور در میان گذاشتند.
نمایندگان مهاجرین، خواستار تأمین صلح دایمی و سرتاسری در افغانستان گردیده و از حکومت خواستند که در صحبت با مقامات پاکستانی تلاش نمایند که کارتهای شناسایی برای مهاجرین توزیع گردد.
آنان، از علاقمندی شمار زیادی از مهاجرین برای برگشت به کشور سخن زدند و از رهبری حکومت خواستند که برای مهاجرین عودتکننده شغل ایجاد نمایند.
این نمایندگان همچنان به بیان مشکلات مهاجرین در عرصۀ معارف پرداخته و گفتند که پاکستانیها به شاگردان افغان که قصد بازگشت به کشور دارند، سهپارچه نمیدهند و همچنان آنعده از جوانان افغان که از مکاتب پاکستان سند فراغت میگیرند، در افغانستان مورد بیمهری و کمتوجهی قرار میگیرند.
مهاجرین اشتراککننده در این ملاقات، خواستار ایجاد مکتبی در اسلام آباد برای شاگردان افغان گردیده و در عینحال از دولت افغانستان خواستند تا به آموزگاران افغان در پاکستان، معاش بدهند.
سید حسین عالمی بلخی، وزیر امور مهاجرین وعودت کنندگان، ضمن تأیید مشکلات مهاجرین افغان مقیم پاکستان، از تمام شدن زمان کارتهای شناسایی یک میلیون و سهصدهزار مهاجر مقیم پاکستان در پایان سال روان میلادی خبر داد.
وزیر امور مهاجرین و عودتکنندگان گفت که به زودی تاریخ دقیق نشست سهجانبۀ افغانستان، پاکستان و سازمان ملل مشخص میگردد و دربارۀ تمدید جواز این کارتها و دوام حضور مهاجرین در پاکستان مذاکره خواهد شد.
آقای بلخی، شمار مهاجرینی را که فاقد کارت هستند، هفتصد هزار تن اعلام نمود و گفت که یک تیم کاری برای توزیع کارت به این مهاجرین عازم پاکستان میگردد.
تعیین سهمیه حج برای مهاجرین افغان در سال روان، ایجاد کمیته اجرایی عودت کنندگان و موجودیت زمین برای توزیع به بازگشت کنندگان در شماری از ولایتها، مشمول کارهایی بود که به گفته وزیر مهاجرین و عودت کنندگان، توسط دولت افغانستان صورت گرفته است.
دکتور عبدالله عبدالله رییس اجراییه جمهوری اسلامی افغانستان، پس از استماع سخنان مهاجرین و وزیر امور مهاجرین و عودت کنندگان به ایراد سخن پرداخت و تاکید نمود که رهبری حکومت وحدت ملی با نظرداشت امکانات، در بهبود شرایط زندگی به مهاجرین تلاش نموده و مینمایند.
رییس اجراییه کشور، تامین صلح و ثبات سرتاسری و دایمی در افغانستان و بازگشت با عزت مهاجرین به وطن را یکی از هدفهای اصلی دولت عنوان نمود و تاکید کرد که آنان را در حل مشکلاتشان در عرصههای مختلف و به ویژه در بخش معارف یاری نموده و تشکیل کمیته اجرایی عودت کنندگان را بخشی از این تلاشها برای رهایی مهاجرین از سرگردانیهای مداوم عنوان نمود.
دکتور عبدالله عبدالله از حضور مهاجرین افغان در سهمیه حج به عنوان گام نخست یاد نمود و تصریح کرد که دولت افغانستان به بازگشت کنندگان، جای و سرپناه فراهم خواهد ساخت.
رییس اجراییه کشور ابراز امیدواری کرد که کشورهای همسایه با درک شرایط افغانستان، شیوه و روشی را با مهاجرین در کشورهای شان در پیش گیرند که منجر به ایجاد دوستی جاودانه میان مردمان این کشورها گردد.
فرجامین سخن رییس اجراییه کشور را توجه به آموزش و پرورش کودکان تشکیل میداد که به انجام آن در افغانستان و پاکستان توجه جدی و همهجانبه صورت خواهد گرفت.