ننګرهار والي د وروستیو بېلابېلو پېښو د قاتلینو نیولو له امله د امنیتي منسوبینو ستاینه وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت د امنیت شورا غونډه کې د امنیتي منسوبینو څخه مننه او ستاینه وکړه،چې په جلال اباد ښار او خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو پېښو څلور تنه قاتلین نیولي،چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی .
یاده غونډه چې د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه،په کې د ننګرهار والي سربېره امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،ملي امنیت رئیس تورنجنرال صبورخان ثابت،د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان سمنوال محمد ایوب حسین خیل،د همغږۍ مرکز قوماندان جنرال غونډيوال،د څلورمې لوا درستیزوال او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،ډیر ژر به هغه منسوبین چې د پېښو د مخنیوي په برخه کې د جوړ شوو کمیسونو په چوکاټ کې هلي ځلي کړي او همدا راز په خوږیاڼو او جلال اباد ښار کې د وروستیو پېښو قاتلین نیولي،وستایي .
هغه د امنیه قوماندان څخه هم مننه وکړه،چې د هغه منسوبینو لپاره یې منظم پلان جوړ کړی،چې په ور سپارل شوو سیمو کې یې امنیتي ستونزې رامنځته کېدې او هیله یې وښوده،چې په دې چارې سره به ستونزې حل شي .
د دې ناستې پر مهال ټینګار وشو،ترڅو د ترافیکو مدیریت له لورې د نیول شوو ۵ سوو موټر سایکلونو لپاره د قانوني اسنادو د ورکړې پروسه ګړندۍ شي او همدا راز په جلال اباد ښار کې د جوړ شوي امنیتي کمیسون د کړنو څخه ستاینه وشوه .
د دې ناستې پر مهال د کانال لپاره د ځانګړې قطعې د قانوني چارو د ترسره کولو،په یو شمیر ولسوالیو کې د پاڅوون کوونکو د ځای پر ځای کولو،امنیتي تهدیدونو د مخنیوي، د امنیتي منسوبینو د لا پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه بحثونه او پرېکړې وشوې
له کډوالۍ را ستنو شوو،د جګړې له امله بې ځایه شوو او د داعش اړوند امنیتي ستونزو په اړه څېړنې کیږي.
د اجرائیه ریاست د ارشد سلاکار حاجي محمد امان خیري په مشرۍ ۶ کسیزې پلاوی ننګرهار ته راغلی، ترڅو په دې ولایت کې د جګړې له امله بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو د ستونزو ترڅنګ د داعش اړوند امنیتي ننګونو په اړه څېړنې وکړي.
یاد پلاوي چې د زمري په ۸مه یې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ولایت په مقام کې ناسته درلوده، وویل، دوی به د خپلو څېړنو پر مهال د جګړې له امله بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورینو سره د ترسره شوو مرستو،د دوی پر وړاندې د شته ستونزو او یو شمیر نورو اړونده برخو کې څېړنې وکړي .
دوی زیاته کړه،چې د اجرائیه ریاست د حکم له مخې به د دې ولایت په یو شمیر برخو کې د امنیتي ستونزو په ځآنګړي ډول د داعش اړوند هم څېړنې وکړي او معلومات به د اجرائتو په موخه مرکز سره شریک کړي.
دوی د یادو څېړنو ترسره کولو په برخه کې د ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یاد پلاوی ته ډاډ ورکړ،چې د قانون په چوکاټ کې به ورسره هر ډول همکاري ترسره او د څېړنو په موخه به ورته لازمه زمینه برابره کړي .
په ختيځ کې د ملګرو ملتونو اداره له کډوالۍ د را ستنوو شوو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د همغږۍ غونډه جوړوي .
په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر لویش ګومیز، چې د یاد دفتر د سیاسي چارو افسر پوهاند ډاکټر رضوان الله نادري یې هم ملتیا کوله، د زمري په اتمه یې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال له کډوالۍ د راستنوو شوو کورنیو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې .
نوموړي زیاته کړه، په پلان کې لري،چې ډیر ژر د یادو کورنیو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او سرپناه ستونزو د حل په موخه د مرستندویه او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه کړي.
هغه همدا راز د عملیاتو او نورو پېښو پر مهال د بشر حقونو ته د ځآنګړې پاملرنې او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه ننګرهار والي سره خبرې اترې وکړې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر څخه مننه وکړه،چې له کډوالۍ د را ستنوو شوو کورنیو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او د سرپناه ستونزې د حل په موخه د ولایتي ادارې سره د مرستندویه ادارو د همغږۍ او همکارۍ غونډه جوړوي .
هغه د ولایتي ادارې له لورې بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو لپاره د چمتو شوو سهولتونو،د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې او یو شمیر نورو برخو کې د ترسره شوو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل .
د پوهنې په برخه کې د مرستندویه ادارو مسؤلین وستایل شول .
ننګرهار ولایت مقام له لورې د دې ولایت د پوهنې ادارې سره مرسته کوونکو ادارو مسؤلین د یوې ناستې په ترڅ کې د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول .
یاده ناسته چې د زمري په اتمه د ولایت په مقام کې ترسره شوه،په کې ننګرهار والي،د پوهنې سرپرست رئیس،د کلیوالي ښوونځیو،یونیسیار،ډبلیو ایف پي، ماشوم ساتنې،این ار سي، یونیسیف، سویډن کمیټې،اکټيډ او یو شمیر نورو ادارو مسئولينو ګډون درلود.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د پوهنې ریاست له لورې ورسره د شریک شوو معلوماتو له مخې یادو مرستندویه ادارو په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي .
نوموړي زیاته کړه،په همدې موخه د مرستندویه ادارو د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ د دوی ستاینه کوي او ټینګار یې وکړ،چې د یادو ادارو او پوهنې ریاست ترمنځ همغږي او همکارۍ لا هم په ښه توګه دوام وکړي .
د پوهنې سرپرست رئیس محمد عیسی سادات د ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د پوهنې ریاست په وړاندیز یې د دې ادارې مطبوعاتي مسؤل محمد اصف شینواري او د دې ادارې سره مرستندویه او همکارو ادارو مسؤلینو ته یې ستاینلیکونه ورکړل.
نوموړي ژمنه وکړه،چې د پوهنې او اړونده مرستندویه ادارو ترمنځ په روانه همغږي او همکاري لا پیاوړي کړي .
دسترې محکمې له لوري دختيځې سيمې شل تنو قضاتو ته د I D L O ادارې په مالي مرسته داداري فساد سره دمبارزې پنځه ورځنی روزنيز سيمنار ترسره شو.
دغه پنځه ورځنی روزنيز سيمنار، چې د ننګرهار استيناف محکمې په انګړ کې ترسره شو پکې دننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان شل تنو قضاتو ګډون کړی و.
دياد سيمنار دپای په مراسمو کې دننګرهاراستيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده له سترې محکمې او مرستندويه ادارې مننه وکړه، چې دقضاتو او کارکوونکو دظرفيت په لوړونه کې يې له دوی سره همکاري وکړه .
قاضي زاده د هېواد نافذه او تقنيني قوانينو دپوهې په برخه کې دغه ډول سيمنارونه ګټور وبلل او په راتلوونکي کې يې د نورو ورته سيمنارونو په ترسره کولو ټينګار وکړ.
دننګرهار استيناف محکمې رئيس دقضا په ارزښت خبرې وکړې او قضاتو ته يې د فساد سره د مبارزې او ولسونو ته دحقوقو په ورکولو سپارښتنه وکړه.
عبدالولي قاضي زاده داړونده ادارو ترمنځ په همغږۍ ټېنګار وکړ او له قضاتو يې غوښتنه وکړه، چې په چارو کې قضايي اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دسيمنار ګډون والو هم دسيمنار له زده کړو خوښي وښوده او پر دوام يې ټېنګار وکړ.
دغه راز د I D L O ادارې استازي له ننګرهار استيناف محکمې رئيس مننه وکړه، چې د قضاتو او کارکوونکو دظرفيت په لوړونه کې هڅي کوي.
پر افغان وسله والو مخالفینو د سولې بهیر سره د یو ځای کېدو غوښتنه وشوه .
د ننګرهار ولایت سلګونو دیني عالمانو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې پر کورنیو وسله والو مخالفینو غږ وکړ،چې له جګړې لاس واخلي او د سولې بهیر سره د وطن د ابادۍ په موخه یو ځآی شي .
یاد ديني عالمان چې د زمري په اوومه د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې د دې ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني په مشرۍ سره را ټول شوي وو،پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ،چې د خپل منځې اختلافاتو پر ځای د ورور ولۍ او یوالې لاره غوره کړي .
دیني عالمانو وویل،هېوادوال مو د سولې تږې دي او د ټولو افغانانو د دې ارمان پوره کولو په موخه له کورنیو وسله والو مخالفینو څخه غواړي،چې له جګړې لاس واخلي او د خپل وطن د ابادۍ په موخه د نورو هېوادوالو سره ګډ کار وکړي.
د حج او اقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني،مولوي توکل،شیخ صادق ، مولوي عبدالبصیربصرت او یو شمیر نورو د خپلو خبرو پر مهال پر امنیتي منسوبینو غږ وکړ،چې د هغه کسانو پر خلاف کلک مقاومت او جګړه وکړي،چې د سولې لاره نه غوره کوي.
دوی همدا راز په هېواد کې د بهرنیو سیاسي لاسوهنو څخه هم یادونه وکړه،چې له امله یې د افغانانو ترمنځ ګڼ خپل منځي اختلافات رامنځته شوي دي .
د داعش ډلې درې غړي ونيول شول
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيې، پچير اګام او چپرهار ولسواليو مربوطاتو کې د داعش درې غړي د اوو پايو ايکم مخابرو سره ونيول شول.
د ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند فارم هډې سيمه کې يې د امير خان په نوم د داعش ډلې غړی د اوو پايو ايکم مخابرو سره يو ځای نيولی، چې هسکې مېنې ولسوالۍ ته يې د داعش ډلې يو قومندان ته ليږدولې.
د شمس الرحمن په نوم شپاړلس کلن هلک، چې د چپرهار ولسوالۍ تريلي سیمه کې نيول شوی وايي، چې شپږ مياشتي کيږي داعش وسله والو سره يو ځای شوی او د تخريبي کړنو په موخه يې روزنه ورکړې.
عزت الله، چې اصلي د کونړ ولايت دی د ننګرهار ولايت پچیر اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته نږدې په داسې حال کې نيول شوی، چې غوښتل يې داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شي.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دي.
د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه .
ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۴۰ کلنه شخړه،چې له امله یې د دواړو لورو څخه نږدې دیرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه،د یادې ولسوالۍ د ولسوال همیشه ګل مسلم په هلو ځلو د جرګې له لارې په دوستۍ بدله شوه .
د دوربابا ولسوالۍ د حاجي علي اکبر او لایق کورنیو ترمنځ شاوخوا څلوېښت کاله د ځمکو پر سر شخړې وې،چې د ولسوال حاجي همېشه ګل مسلم په منځګړیتوب دښمني پای ته ورسیده او د تل لپاره یې د یو بل سره ورور ولي پیل کړه.
د جرګې د پرېکړې له مخې له دې وروسته هیڅوک له یو بل سره دښمني نشي کولای او د سرغړونکي سره به د قومي دود له مخې کړنه ترسره شي .
د لعلپورې ولسوالۍ ځوانانو سره ناسته وشوه .
ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوال حاجي غالب مجاهد چې امنیه قوماندان سبحان شاه یې هم ملتیا کوله،د دې ولسوالۍ د ځوانانو مشر سلیمان شاه په مشرۍ د لسګونو ځوانانو سره ناسته وکړه .
د دې ناستې پر مهال مسؤلینو په یاده ولسوالۍ کې د ځوانانو په فعالیتونو خبرې اترې وکړې او د ولسوالۍ مقام له لورې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د لعلپورې ولسوال حاجي غالب مجاهد وویل،ځوانان کولای شي،چې د سولې په رامنځته کېدو،د حکومتدارۍ په پیاوړتیا،د ولسونو او حکومت ترمنځ د اړیکو د لا نږدې والې او ګڼ شمیر نورو برخو کې همکاري وکړي .
تر دې وړاندې هم د لعلپورې ولسوال د ننګرهار والي په لارښوونه د پرمختیایي شورا رئیس درویش خان،د شورا مرستیال نجیب خان ،قومي مشرانو او دیني عالمانو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې وې.
په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه ۴ عرادې بې اسناده موټر سایکلونه ونیول شول او د ۳۵ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوې.
امنيتي ادارو له تيرو شاوخوا ۱۷ ورځو راهيسې په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه د موټرو تورو ښېښو سپینولو او اسناد نه لرونکو موټر سايکلونو نيولو کمپاين پيل کړی، چې تر دې دمه سلګونه موټر سايکلونه نيول شوي او د لسګونو موټرو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
د معلوماتو له مخې تيره ورځ هم د ياد کمپاين په ترڅ کې ۴ عرادې موټر سايکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل نيول شوي او د ۳۵ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
دغه راز له لسګونو موټرونو غير قانوني هارنډونه، انتنونه او اشارې ښکته شوي.
د مسئولينو په وينا دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي، څو د غير قانوني موټر سايکلونو، بې پليټه موټرو، تورو ښېښو او نا مسئوله وسله والو ګرځيدو مخنيوی په بشپړ ډول تر سره شي.
د روغتیایي مرکزونو څخه څآرنه او لیدنه وشوه .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوال اسماعیل شینواري په یاده ولسوالۍ کې د بېلابېلو روغتیایي مرکزونو د خدمتونو وړاندې کولو له چارو څخه څارنه او لیدنه وکړه .
یاده څآرنه او لیدنه د دې ولسوالۍ په شډل بازار کې د روغتیایي مرکز څخه ترسره شوه،چې په ترڅ کې د ولسوال له لورې روغتیایي کارکوونکو ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې .
جلال اباد ښار کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل کشف او لمنځه یوړل شو.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې د دوه سړکې په سیمه کې تېره شپه د چاودیدونکو توکو ډک یو عراده موټر سایکل،چې د تروریستي کړنې په موخه درول شوی وو،د پولیسو له لورې کشف،پېښه خنثی او چاودیدونکو توکو ته له زیان پرته چاودنه ورکړل شوه.
د یادې پېښې په مخنیوي سره پولیسو د لسګونو کسانو ژوند وژغوره .
د دې قضیې په تړوا څوک ندي نیول شوې .
تاريخ تيره او بې کيفيته خوراکي او غير خوراکي توکي راټول شول
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ مسئولينو د يو کمپاين په ترڅ کې په زياته اندازه تاريخ تيره او بې کيفيت خوراکي او غير خوراکي توکي له هټيو راټول کړل.
د معلوماتو له مخې هغو هټيوالو سره، چې دا ډول توکي يې د پلور په موخه ساتلي و قانوني چلند تر سره شو.
دغه راز مسئولينو هټيوالو ته لارښوونه وکړه، چې په خلکو بې کيفيته او تاريخ تير توکي ونه پلوري، چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند سره مخ شي.
خوږیاڼو کې یو قومي مشر شهید او دوه ملکي وګړي ټپیان شول .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په بر ارغچ سیمه کې نن (زمري اتمه) سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د ماین چاودنې له امله قومي مشر ملک شیرین اغا په شهادت رسیدلی او د تاج محمد او لعل محمد په نومونو دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي .
یاده چاودنه هغه مهال وشوه،کله چې یاد قومي مشر له خپلو دوو ملګرو سره د کرولا ډوله موټر په وسیله جلال اباد ښار ته تللو،چې په یاده سیمه کې پرې چاودنه وشوه .
د سړک غاړې د یاد ځآی پر ځای شوي ماین د چادونې له امله د یو تن ټپي روغتیایي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی .
دوه تنه تر تښتوونې وروسته د وسله والو طالبانو له منګولو ازاد کړای شول .
ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ مربوطاتو څخه په بېلابېلو وختونو کې دوه تنه،چې یو یې د سرحدي پولیسو ساتنمن او دویم یې د یادې ولسوالۍ د کان قطرغي سیمې د ځوانانو شورا مشر وو،د وسله والو طالبانو له لورې تښتول شوي وو،چې د هلو ځلو په ترڅ کې د دوی له منګولو ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول .
د روداتو ولسوالۍ د کان قطرغي سيمې د ځوانانو شورا مشر عتيق الله او همدا راز د لومړۍ سرحدي لواء ساتنمن هجرت الله، چې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له لورې چپرهار ولسوالۍ ته لیږدول شوي وو، د هلو ځلو په ترڅ کې د دوی له منګولو ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټولو منسوبینو او مخورو څخه مننه وکړه،چې د یادو کسانو په ژوندي ژغورلو،د مخالفینو له منګولو ازادولو او خپلو کورنیو ته په سپارلو کې یې همکاري وکړه .
د داعش وسله والې ډلې يو غړی ونيول شو
د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ احمد خيلو سيمه کې پولیسو د افريدي په نوم د داعش وسله والې ډلې غړی ونيوه.
د معلوماتو له مخې د داعش نيول شوی غړی د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ اوسيدونکی دی او غوښتل يې، چې ګورګورۍ سیمه کې تخريبي کړنې تر سره کړي.
نيول شوي داعش وسله وال په خپل جرم اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دی.
#NMIC8
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر
په ترافيکي پېښه کې يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمه ناحيه کې په ترافيکي پېښه کې د رشاد په نوم دولس کلن هلک خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د معلوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په سړک روان ماشوم د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له امله ووهل شو.
له دې پېښې وروسته موټر چلونکی له سيمې تښتيدلی او پولیسو يې د نيولو هڅې روانې کړي دي.
د ګمرکي خطراتو د مخنیوي ۴ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
ننګرهار ولایت د ګمرک ریاست کارکوونکو ته د اتار مؤسسې له لورې د ګمرکي خطراتو د مخنیوي په موخه څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د ګمرک ریاست د غونډو په تالار کې پیل شوي ورکشاپ ګډونوالو ته د وینا پر مهال د ننګرهار ګمرک رئیس الهام الدین مظهر د اتار مؤسسې څخه مننه وکړه،چې د دې ادارې کارکوونکو ته یې څلور ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.
نوموړي ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو په ورکشاپ کې په ښه توګه زده کړه وکړي،چې مخې به یې په یاد ګمرک کې د ګمرکي خطراتو د مخنیوي لامل وګرځي .
په جلال اباد ښار کې ډوډۍ پخوونکو ته د لایحې مطابق د کړنو سپارښتنه وشوه.
ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجینر حکیم الدین عمرخیل د دې ښار د ډوډۍ پخوونکو ( نانوایانو) سره د لیدنې پر مهال دوی ته سپارښتنه وکړه،ترڅو د لایحې مطابق د ډوډۍ وزن،کیفیت،پلې لارې د نه بندیدو او نورو برخو ته جدي پاملرنه وکړي .
نوموړي همدا راز د جلال اباد ښار ډوډۍ پخوونکو څخه وغوښتل چې د ښار په ښکلا او پاک ساتنه کې د نظم په برابرولو کې له جلال اباد ښاروالۍ سره مستقیما همکاري وکړي .
د جلال اباد ښار ډوډۍ پخوونکو د صنف مسؤلینو ژمنه وکړه،چې د لایحې مطابق به خپلې کړنې د قانون په چوکاټ کې ترسره کوي .
له کډوالۍ را ستنوو شوو سل کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ادارې په هلو ځلو او د WFP ادارې په مرسته له کډوالۍ سلو را ستنوو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶،شپږ زره افغانۍ نغدي ورکړل شوې .
ټاکل شوې،چې یادو کورنیو سره د راتلوونکو دوو میاشتو په ترڅ کې هم دولس،دولس زره افغانۍ نغدي مرسته وشي.