په افغانستان کې د بیلا بیلو قومونو او مذهبونو پیروان ژوند کوي او زیاتره یې د ګوندونو په شکل کې سره منظم شوي دي.

دغه ګوندونه بیا ځینې یې یو له بل سره په اصولو کې یووالي لري خو ځینې نوربیا پر قومي او مذهبي سیاست ولاړګوندونه دي او کوښښ کوي چې د یوې خاصې مفکوري او قوم لپاره کار وکړي. په همدي ترتیب په دې وروستیو کې طالبانو د مذهب او دین تر شعار لاندي د یوې ډلې په بڼه تبارز وکړ او د کابل په شمول یې د هیواد په زیاتو برخو کې اسلامي امارت قایم او حدود یې نافذ کړل ، په لږه موده کې له نړیوال شهرت څخه برخمن شول. طبعې ده چې د طالبانو په اړه به هرڅوک ځانته جلا قضاوت ولري خو دلته یې پر مثبتو او منفي ټکو بحث نه کوو.

طالبانو دنوم له اوردیدو سره د سړی ذهن ته د وژنو او انفجارونو ناوړه انځورونه مخ ته راځي او داسي انګیرل کیږي چې ګویا کې طالب پرته له وژنې بل منطق سره بلد نه دی، خو په دې وروستیو کې د دغه تحریک یوتن پخواني مشر ملا معتصم اغا جان له شمشاد تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې، ځینو داسي ټکو ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له کړنو سره بشپړ توپیر لري. په دغه لنډه لیکنه کې غواړم چې ددغه محترم چارواکي د مرکې له یو څو ټکو په کوتا ډول یادونه وکړم. ملا معتصم اغا جان په خپلو خبرو کې وویل، ((که چرته ورته زمینه برابر شي نو په ټاکنو کې به ګډون وکړي))

د اغا صیب، له دغه خبرې جوتیږي چې یوشمیر طالب مشران اوس پر جنګ نه بلکې پر دیموکراتیکو اصولو ولاړ سیاست ته دوام ورکړي او په هیواد کې سوله ییزه مبارزه پیل کړي. په طالب چارواکو کې دغه بدلون د ستایلو وړ دی او که چرته په افغانستان کې د ټوپک پرځای سوله ییز سیاست ته دوام ورکړي پرته له شکه چې پلویان به یې ورځ تر بلې زیات او ممکن له دغه لاري د قدرت واګې ترلاسه کړي. د ملاصیب په خبرو کې یوې بلي مهمې موضوع ته اشاره وکړه او وي ویل(( په افغانستان کې د حکومت اډانه په ډیرو مشکلاتو او لګښتونو رامنځته شوې ده او دوې یې په تخریبولو خوښ نه دي)) په ریښتیا هم ډیره موده پس په افغانستان کې حکومتي چوکاټ رامنځته شوی او تر ډیره حده امنیتي ځواکونه پیاوړي او منظم شوي دي او په زرګونو ځوانان اوماشومان په زده کړو بوښت دي ، چې دغه کار د تیرو یولسو کلونو د هڅو محصول ګڼل کیږي.

که چېرته طالبانو سره ددې فکر وي چې هیوادوالو ته خدمت وکړي نو پکار ده چې دغه حکومتي بنسټونه تخریب نه کړي ځکه چې ددغه بنسټونو په جوړونه ددي بیچاره ملت زیاتي پیسي مصرف شوي دي او ممکن سبا ته همدغه طالبانو ته په درد وخوري. اوس نو پوښتنه داده چې طالب مشران د افغان حکومت د اډانې له ورانولو سره مخالف دي نو بیا پر حکومتي ودانیو وسله وال بریدونه، ځانمرګې، د ښونځیوبندول او د امنیتي سرتیرو په وژنه کې څوک لاس لري؟ موږ دانه وایو چې طالبان به غه کار کوي خو د طالب تر نامه لاندي یوشمیر کړۍ شته چې دغه ډول تخریي کړنې یې د کاري لومړیتوب برخه ده.

د ملاصیب دخبرو داسي معلومیده چې ګویا کې د افغانستان حکومت د چا شخصې ملکیت نه دی او که چرته واک ترلاسه کړي نو ددغه نظام دلاپیاوړتیا هڅه به وکړي د عام ملکیتونو ویجاړونه له ولس سره دوښمنې ده او هر څوک چې له افغانانو سر ه جنګ کوي او هغوې ازاره وي هغه افغانان نه دي. نوموړي د ښځو پر تعلیم تاکید وکړ او زیاته یې کړه چې ښځې د ټولنې یوه عمده برخه تشکیل وي او پکار ده چې د نارینه و په څیر تعلیم وکړي .

ده په خپلو خبرو کې په سوله ټینګار وکړ او وي ویل، چې په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکول دافغانانو په ګټه نه دی ښکیلو اړخونو ته پکارده چې د جنګ پر ځای دخبرو لار غوره کړي او په افغانستان کې روان بحران د سولي او جرګې له لیارې ختم کړي. اغا صیب افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې دسولې او ټیکاو د رامنځته کیدو په موخه به خپلو هڅو دوام ورکړي او په دغه برخه کې به خپل فعالیت جاري وساتي. د ډیروپه اند که چرته په افغانستان کې ښکیل اړخونه په ازاده توګه د خپلو ارادو تمثیل وکړي او دنورو د سیوري څخه ځان راوباسي ممکن په افغانستان کې دایمې ټیکاو رامنځته شي.

پرته له شکه دخپلي ارادي تمثیل یو جرات ته اړتیا لري، په دنیا کې هغه سیتوال ریښتنې خادمان ګڼل کيږي چې د خپل ارادي تمثیل د ولس د غوښتونو او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې تنظیمه وي. هغه افغان سیاستوال چې دهیواد په داخل کې دي او که له هیواد بهر په حکومت کې دي او که له حکومت سره په مخالفت کي دي، پکارده چې نور پر دغه بیچاره او مظلوم ولس رحم وکړي او خپلو شخصې ګټو نه تیر او د ملي مصالحو د تامين په موخه یو له بل سره کینې او د ټوپک پر ځاي پر خبرو خپل مشکلات حل کړي او نور دې د پردیو په لمسه خپل مسلمان ورور نه وژنې.

لیکنه/ پاینده حکمت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *