د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ /جولای ۳۰/ وویل، باید ۷۵۵ امریکايي دیپلوماتان د روسیې له خاورې ووځي.

پوتین دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې امریکا په وروستیو ورځو کې د روسیې پر خلاف نوي بندیزونه اعلان کړل.

د پوتین دا اعلان ښيي چې د امریکا بندیزونه د دغه هیواد پر اقتصاد اغېزمن دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مخکې له امریکا غوښتي و چې په روسیه کې د خپلو دیپلوماتانو شمېر هغه حد ته ټیټ کړي چې روسیه یې په امریکا کې لري.

روسیې امریکا ته دا هم ویلي چې په خپله خاوره کې به د امریکا دوه دیپلوماتیکې ودانۍ مصادره کړي.

ښاغلي پوتین د یکشنبې په ورځ د روسیې له ۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې وویل«په روسیه کې د امریکايي دیپلوماتانو شمېر تر ۱۰۰۰ زیات دی، د دوی له منځه باید ۷۵۵ تنه په روسیه کې کار ودروي.»

پوتین له دې سره سره د سوریې په جنوب کې د بې جنګه سیمې د رامنځته کولو پر سر د مسکو او واشنګټن موافقه د دوو هیوادونو په اړیکو کې د پرمختګ نښه وبلله خو ویې ویل چې تر دې د دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د زیات پرمختګ تمه نه شي کېدای.

ده وویل«موږ په دې هیله ډېر صبر وکړ چې حالات به ښه شي؛ خو داسې ښکاري چې که حالات بدلېدل په نژدې راتلونکي کې به بدل شي (نه اوس)»

پوتین له دې جلا په یوه بله مرکه کې وویل چې ممکن مسکو د امریکا خلاف نور اقدامات وکړي خو حاضردمه له دې کار سره مخالف دی. پوتین ونه ویل چې څه ډول اقدامات به وکړي.

داسې ښکاري چې روسیه یوازې د امریکايي دیپلوماتانو پر ایستلو بسنه کوي ځکه چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم ویلي چې که امریکا د روسیې خلاف په خپلو دریځونو کې بدلون رانه وړي روسیه به نور امریکايي دیپلوماتان وباسي.

One thought on “پوتین له روسیې څخه د ۷۵۵ امریکايي دیپلوماتانو د وتلو امر وکړ”
  1. “پوتین له دې جلا په یوه بله مرکه کې وویل چې ممکن مسکو د امریکا خلاف نور اقدامات وکړي خو حاضردمه له دې کار سره مخالف دی. پوتین ونه ویل چې څه ډول اقدامات به وکړي.”

    It might be a hint that Russia will provide light rocket launcher and antiaircraft missile to Afghan armed resistance groups.

    With the first item the need for suicide mission will be subsided and the second item will eliminate fix wing aircraft and helicopters to be the master of the sky.

    Buckle up Afghans, the cold war may restart in reverse.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *