تاند- دا لومړنۍ افغانه ښځه ده چې عکس یې اخیستل شوی دی.

د دې نجلۍ عکس له نن څخه ۱۳۷ کاله پخوا د بریتانیايي پوځیانو د عکاس له لوري اخیستل شوی دی.

دا عکس د دوهم انګلیس – افغان جنګ په مهال؛ یعني د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۹ کلونو ترمنځ د امیر شیرعلي خان د پاچهۍ په موده کې اخیستل شوی دی.

دا عکس افغانستان ته د بهرنیانو له راتګ سره په یو وخت اخیستل شوی.

دا عکس جان بورک اخیستی دی چې د بریتانیايي پوځیانو ایرلنډی عکاس و او پر افغانستان د بریتانیايی پوځیانو د یرغل په مهال یې غالباً په ۱۸۷۹ م کال اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *