تاند- د ولسي جرګې غړې پروین نورستاني نن /دوشنبه/ په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوه.
۴۲ کلنه پروین نورستانۍ، چې په ولسي جرګه کې یې د نورستان د خلکو استازیتوب کاوه، جلال اباد ته نژدې په درونټې کې له ترافیکي پېښې سره مخامخ شوه.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې په پېښه کې درې تنه نور ژوبل شوي دي.
د مېرمن نورستانۍ مړی د جلال اباد روغتون ته یووړل شوی دی.
د ننګرهار د ولایتي ادارې په خبرپاڼه کې د ترافیکي پېښې نور جزییات نه دي څرګند شوي.
د مېرمن نورستانۍ ژوند
پروین نورستانۍ ډاکتره وه او طب یې د کابل په پوهنتون کې لوستی و. د دې پلار عبدالقدیر نومېږي.
دا په ۱۳۵۴ لمریزکال د نورستان په وایګل ولسوالي کې زېږېدلې خو ښوونځی یې په کابل کې لوستی و.
مېرمن نورستانۍ له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې د نورستان په وایګل ولسوالي کې د ښوونکې په توګه کار کړی او له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۷ پورې یې د دې ترڅنګ چې طب لوست، د ښځو چارو د وزارت د مامورې په توګه کار کاوه.
دې له طب څخه تر فراغت وروسته د دووکلونو لپاره د نورستان په روغتونونو کې کار کړی دی.