په ننګرهار کې بېرته را ستنيدونکو کډوالو وزارت د ښارګوټو تجارتي ځمکه داوطلبۍ ته وړاندې کيږي.
د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معين احمد ولي حکمي د زمري په ۹مه سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ليدنې پر مهال وويل، چې د دوی وزارت طرزالعمل جوړ کړی، چې په ننګرهار کې د کډوالو اړوند چمتلې او شيخ مصري ښارګوټو سوداګريزه او لوړ منزلو په ګوته ځمکه داوطلبۍ له مخې په خلکو وپلوري.
دغه ليدنه، چې ولایت مقام کې تر سره شوه د کډوالو چارو معين او يو شمېر رئیسانو سربيره د ننګرهار کډوالو چارو رياست استازو او د WFP مسئولینو ګډون در لود.
د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معين احمد ولي حکمي وويل، چې د کډوالو چارو وزارت د نوي طرزالعمل له مخې د کډوالو ښار ګوټو کې تجارتي او لوړ منزلو ځمکه د جوړ شوي پلان له مخې په خلکو وپلوري.
دوی وویل، چې د اصولو مطابق لس کاله وروسته د کډوالو ښارګوټي ښاروالۍ ته سپارل کيږي، چې ټول خدمات به جلال اباد ښاروالۍ تر سره کوي.
نوموړي په دغه برخه کې له ننګرهار والي د همکارۍ او يوې کمېټې جوړولو غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د چمتلې او شيخ مصري ښارګوټو سوداګريزې ځمکو پيسې دې ښاروالۍ ته په قانوني ډول وسپارل شي، ترڅو په راتلونکې کې د جلال اباد ښاروالۍ يادو ښارګوټو کې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات تر سره کړي.
ننګرهار والي ډاډ څرګند کړ، چې د دغه طرز العمل ښه تر سراوي په موخه به له اړونده ادارو ګډه کمېټه جوړه او له هغې وروسته به قانوني اجرات پيل کړي.
د دولس ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو پروژو پلي کيدو قرارداد لاسليک شو
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په نهمه ولايت مقام کې د کليو پراختيا رياست اړوند د ولسي شوراګانو مسئولينو سره د ليدنې پر مهال د ننګرهار ولايت د غير مشروطه بوديجي څخه د نږدې دولس ميليونو افغانيو په لګښت د پنځو پروژو د پلي کيدو قرارداد لاسليک کړ.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کليو پراختيا رياست د غير مشروطه بوديجې د ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو پروژو پر پلي کيدا خوښي څرګنده کړه.
نوموړي د کليو او پراختيا رياست مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د يادو پروژو په تطبيق کې شفافیت او کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ده د شوراګانو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې يادې پروژې د ولسونو په غوښتنه جوړيږي په کار ده، چې ولسونه يې په ساتنه او تطبیق کې يې بشپړه همکاري تر سره کړي.
د کليو او پراختيا رئیس انجينر مجيب الرحمن ضياء وويل، چې د لومړي ځل لپاره يې ننګرهار ولایت ته د غير مشروطه بوديجې له مخې په دريو ولسواليو کې د پنځو پروژو تطبيق په موخه قرارداد لاسليک شو.
نوموړي وويل، چې د خوږياڼو ولسوالۍ سورمۍ کلي کې ۲۵، دره نور ۸ او سره رود ولسوالیو کې ۲۰ حلقې د اوبو ژورې څاه ګانې ويستل کیږي.
همدا راز دور بابا او خوږياڼو ولسواليو سرې ژۍ سیمه کې د اوبو رسولو دوه لويې پروژې پلي کيږي.
ده وويل، چې دغه پروژې به د شپږو مياشتو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د یادو پروژو تطبيق سره به ۱۵۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شي.
د سلاکار وزير او ننګرهار والي له لوري پیشنهاد شوې پروژې منظور او د پلي کيدا لومړنۍ چارې يې پيل شوې او همدا راز د کليو پراختيا رياست د يو کلن انکشافي پلان ننګرهار والي له لوری تائيد او مرکز ته د منظورۍ په موخه واستول شو.
په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د ولسونو استازې پروین نورستانۍ په یوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسیده.
انا لله وانا الیه راجعون
زه شهیدې نورستانۍ ته د الله ج له درباره د فردوس جنت، کورنۍ غړو او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوم.
ارواښاده پروین نورستانۍ په حقیقت کې رښتینې، مبارزه او فعاله میرمن وه، چې زه یې مړینه په هېواد کې د میرمنو په منځ کې یوه لویه ضایعه بولم .
یو ځل بیا مرحومې ته د څښتن تعاله ج له درباره د مغفرت او کورنۍ غړو ته یې د زړه صبر په موخه د دعا لاسونه لپه کوم .
د یادونې وړده، پروین نورستانۍ نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د جلال اباد ښار اړوند درونټې تونل څخه اخوا په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند حق ته وسپاره او په پېښه کې درې کسان نور ټپیان شول،چې د مرحومې جسد او ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي.

په قبایلو او سرحدونو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او ننګرهار والي
د پوهنې رياست کارکوونکو ته په بيړنيو حالاتو کې دزده کړو پر مخ بيولو په اړه درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شو.
د ورکشاپ دپرانستې په مراسمو کې دپوهنې رياست سرپرست سيد عيسي سادات په خپل خبرو کې په بيړنيو حالاتو کې دزده کړو پر مخ بيول او د ښوونځيو او پوهنې امريتونو د چارواکو د دندو او مکلفيتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او د هغوی لپاره يې دا ډول ورکشاپ جوړول خورا مهم وبلل .
سادات وويل هيواد ته دکډوالو راستنيدو هم بيړنی حالت غوره کړی او اړينه ده چې دهغوی د اولادونو لپاره دزده کړو د زمينو په برابرولو کې هم بيړني ګامونه پورته شي .
دپوهنې سرپرست ريس دورکشاپ پر ګډونوالو غږ وکړ چې راستنو شويو کډوالو زده کوونکو ته دزده کړو برابرولو په چاره کې بې تفاوته پاتې نه شي .
په دې درې ورځني ورکشاپ کې چې ديونيسف ادارې په مالي لګښت جوړ شوی دلسو ميرمنوپه ګډون پنځه اويا تنه برخه لري.
دپوهنې رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري په راليږل شوي خبر کې همدا راز ويل شوي چې د کليوالي ښوونځيو د ښوونکو لپاره د (انسټ يو او انسټ دوه) روزنيز ورکشاپ هم پرانستل شو .
دورکشاپ د پيل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار د سواد حياتي په ليسه کې جوړ شوي و دپوهنې سرپرست ريس سيد عيسي سادات په خپل خبرو کې د کليوالي ښوونځيو د ښوونکو ظرفيت لوړول يوه مهمه اړتيا ده او څومره چې ددوی ظرفيت لوړ وي په هماغه کچه به ددغو ښوونځيو دزده کوونکو دپوهې کچه هم لوړه وي.
دپوهنې سريرست ريس دمرسته کوونکې ادارې نه دمننې په څرګندولو سره د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې دورکشاپ په دوران کې وړاندې کيدونکي موضوعات په غور وڅاري او خپلو ښوونځيو ته په ستيندو سره سم دې په عمل کې پلي کړي.
په دې(۱۷) ورځني ورکشاپ کې چې مالي لګښت يې ديونسف ادارې پريکړی دننګرهار ولايت له لسو ولسواليو څخه د (۴۵) ميرمنو په ګډون (۱۷۶) تنه ګډون لری

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دخښتو بهټيو نه يواځې دکوچنيانو ژوند ګواښلی ، بلکې ترڅنګ يې دغوړينو توکو په سوځېدو هوا هم خرابه کړې.
اړونده ادارې د دې بهټيو په معياري کېدو کې پاتې راغلي او يواځې وخت پروخت يې توصيې ورکړي.

ځايي خلک بيا مناسبو ځايونو ته دبهټيو انتقال او هلته دکاريګرو لپاره دبرابر شوي کاري چاپيريال څخه څارنه د چاپيريال ساتنې ادارې مسؤليت بولي.

وايي: خپل ښايست راپورې اور شو؛ دننګرهار دسره رود ولسوالي ولې تر نورو ډېرې د خښتو بهټۍ لري، ځکه دغه ولسوالي تر نورو ښه او پرېمانه خاوره لري.

په دغه ولسوالۍ کې اوس تر شپېتو ډېرې دخښتو بهټۍ فعاله دي او په سلګونو کورنۍ پکې له خپلو اولادو سره د دوبي په توده هوا کې دخښتو په جوړولو او پخولو بوختې دي.

دلته د سره رود ولسوال په کاري خونه کې د ژوند چاپيريال ملي ادارې ولايتي مسؤل فضل ربي هميم په مشرۍ دکار او ټولنيز چارو او عدليې رياستونو له استازو سربېره دولايتي شورا غړې نېلوفر عزيزي او د ولسوالۍ مسؤلينو دخښتو دبهټيو داتحاديې له مسؤلينو او غړو سره دبټيو پرمعياري کېدو ناسته لرله.

هميم دبهټيو خاوندان تورن کړل ، چې بهټۍ يې په کرنيزو ځمکو کې جوړې کړي او غوړين توکي پکې سوځوي چې له امله يې چاپيريال ګواښلی.
ده دبهټيو خاوندان جواز اخيستو په موخه خپلې ادارې ته وبلل او ويې هڅول چې په بهټيو کې له کم عمره ماشومانو کار وانه خلي.

خو دبهټيو خاوندان بيا په سرو سترګو وايي: بهټۍ يې په کرنيزه ځمکه کې ځکه جوړېږي ،چې په وينا يې هلته خاوره ډېره وي.
دوی وايي په بهټيو کې ډبرين سکاره سوځوي او دنورو توکو له سوځولو انکار کوي.
په سره رود ولسوالۍ کې بهټۍ په داسې حال کې کورونو ته څېرمه په کرنيزو ځمکو کې جوړې شوي، چې د ژوند چاپيريال ملي ادارې د کړنلارې له مخې دخښتو بهټۍ بايد له کرنيزو ځمکو لس کيلومتره او له کورونو پنځه کيلومتره لرې جوړې شي.

په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو بهټيو خاوندان پر هېوادوالو احسان بولي ، چې په وينا يې بهټۍ يې جوړې کړي او دکارزمينې يې برابرکړي؛خو په بهټيو کې دخلکو له ګروېدو او په درنو کارونو کې دکوچنيانو له کارېدو چې لوی جرمونه دي يومخه سترګې پټوي.

د ولايتي شورا غړې نېلو فر عزيزي بيا د بهټيو له خاوندانو غواړي چې خښته اچوونکو ته اجوره زياته کړي،څو اړنه شي چې پرخپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.
عام خلک د بهټيو پرېمانه لوګيو او په بهټيو کې دخلکو ګروېدو او له ماشومانو دلويانو په څېر کار اخيستنې اندېښمن کړي او له اړونده ادارې دجدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د نباتي ناروغيو مخنيوي په موخه اووه ورځنی ورکشاپ پيل شو
د ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست کې د کرنې وزارت د نباتاتو ساتنې رياست له لوري د ختيځو ولايتونو د کرنې رياست مسئولينو ته د نباتي ناروغيو مخنيوي او افتونو لمنځه وړلو په موخه اووه ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د کرنې او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفيع الله رحیمزي وويل، چې دغه ورکشاپ د کرنې وزارت د متخصصينو او ماسټرانو له لوري پرمخ بيول کيږي.
نوموړي وويل، چې د دغه ورکشاپ په ترڅ کې به د لابر اتوار او وسايلو، فنګسونو لپاره د غذا جوړولو، اتو کلاف ماشينونو، لمينار، اوتوکلاف، مايکرو سکوپ، ناروغۍ خپريدو او دوران، حشراتو، مورفولوجي، نیماتودونه، فيوزاريم او يو شمېر نورو برخو کې معلومات وړاندې شي.
ده دغه راز وويل، چې د کرنې وزارت له لوري په ننګرهار کې د بيولوژيکي لابراتوار د جوړيدو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ۱۱۲ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د غنمو پاکولو د عصري ماشینونو مرسته وشوه.
ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې په هلو ځلو او د CIMMYT مرستندویه ادارې په ۱۱۲ ز ره امریکایي ډالرو مالي مرسته د سره رود ولسوالۍ بزګرانو سره د غنمو پاکولو د دوو ماشینونو مرسته وشوه

د کرنې او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي وویل، CIMMYT مرستندویه ادارې له لورې د غنمو د پاکولو د ماشینونو مرسته شوې،چې هرې ولسوالۍ ته به دوه،دوه ماشینونه ورکړل شي .
نوموړي زیاته کړه، یاد هر ماشین ۵۶ زره امریکایي ډالر قیمت لري،چې په یو ساعت کې به د غنمو د یو ټن تخم د پاکولو ظرفیت ولري او په وړیا ډول بزګرانو ته ورکول کیږي .
د سيمې يو تن بزګر جمعه ګل د غنمو د اصلاح شوو تخمونو د ويش او د عصري ماشين الاتو د فعاليت له امله خوښي وښوده او زياته يي کړه چې سږکال يې د تير کال په پرتله دغنمو حاصلات ډير لوړ شوي دي.
خوار ځواکو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو د افغان لمعه بنسټ په مالي مرسته ۱۰۰ خوار ځواکو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شیرزاد وويل، چې د سل بېوزله کورنيو خوار ځواکو ماشومانو سره د بشپړ غذايي توکو مرسته تر سره شوه.
نوموړي وويل، چې په دغه غذايي توکو کې ټول هغه مواد شامل دي، چې د خوار ځواکو ماشومانو د بدن پياوړتيا او صحتمند کيدو کې مرسته کوي.
ده په مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې خوار ځواکو ماشومانو سره دغه مرسته دوامداره وساتي.

په تورخم ښارګوټي کې د پاکۍ کمپاین او عامه پوهاوی تر سره شو
د ننګرهار ولايت سکتوري خدمتونو رئیس احمد شاه سادات په مشرۍ د تورخم ښاروال عبدالمتين او يو شمېر نورو مسئولينو په تورخم ښارګوټي کې د پاکۍ او پاکوالي ته د پاملرنې په موخه د عامه پوهاوي کمپاين تر سره کړ.

مسئولينو په ښارګوټي کې د پلو لارو، تم ځايونو او هټيو مخو پاکولو ترڅنګ د نظم او تنظيم په موخه اجرات تر سره کړل.

د ننګرهار ولایت سکتوري خدمتونو رئیس احمد شاه سادات له هټيوالو وغوښتل، چې پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي د تورخم ښارګوټي مسئولينو او ښاریانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ښار ګوټي په نظم او تنظيم کې په خپله برخه کې جدي اجرات تر سره کړي.

دغه راز د دغه کمپاين په ترڅ کې خلکو ته د پاکوالي، سرسبزۍ او د پلو لارو خلاصولو په موخه پوهاوی ورکړل شو.

څلور سوه شل کډوالو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو څلور سوه شل کورنيو سره، چې له پاکستان هېواد څخه را ستانه شوي نغدي مرسته وشوه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې دغه مرسته د WFP او SCI موسسو له لوري تر سره شوه.

نوموړي وويل، چې په ۳۰۰ کورنيو WFP او ۱۲۰ کورنيو SCI ادارو شپږ – شپږ زره افغانۍ وويشلې.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر
نا څرګندو وسله والو د یو قوماندان په ګډون ۶ وسله وال طالبان وژلي.
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې هدیرې په سیمه کې تېره شپه نا څرګندو وسله والو کسانو د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان فضل احمد له پنځو نورو ملګرو سره یو ځای په ډزو سره وژلی .

د خوږیاڼو ولسوالۍ مقام د معلوماتو له مخې د وسله والو طالبانو یاد سیمه ییز قوماندان په ګڼ شمیر تخریبي کړنو کې لاس درلود،چې تېره شپه د نا څرګندو کسانو له لورې له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی او جسدونه یې په سیمه کې پاتې وو.

ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *