تاند – یوه افغان زلمي، سرور ستانکزي، په سوېډن کې د ریاضي په برخه کې د ۷۰۰ کسانو تر منځ سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه.
ښاغلی ستانکزی ۱۸ کلن دی او اصلا د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکی دی.
سرورستانکزی له څه باندې دوه کالونو راهیسې په سوېډن کې اوسېږي، او د دغه هېواد په جنوب کې د کلمار ښار اړوند د هلټسفرېډ ګېمنازیوم په نامه ښوونځي کې درس وایي.
له تاند سره په خبرو کې ښاغلي ستانکزي وویل، چې نوموړی د افغانستان د ملي کنګرې په نامه ډلې د مشر لطیف پدرام په خبرو خوابدی شوی چې په وروستیو کې یې په یوه وینا کې ویلي چې پښتانه انتحاریان دي او ښوونځي ورانوي.

نوموړی وایي چې دی یوازنی پښتون افغان وو چې په یاده سیالۍ کې یې چې د بېلابېلو ملتونو خلکو په کې برخه اخیستې وه د پام وړ مقام ترلاسه کړ، او د دې په یادولو سره د لطیف پدرام او نورو متعصبینو پر مخ څپېړه ورکوي.
ښاغلی ستانکزی وایي، چې د هلټسفرېډ ګېمنازیوم په نامه ښوونځي کې دایره شوې سیالۍ کې چې خواوشا ۷۰۰ کسانو په کې برخه لرله نوموړی عمومي اول نومره راغی.
سرور ستانکزي په خپله فیسبوک پاڼه خپاره شوي یوه بیان کې ګیله کړې، چې که څه هم چې د سوېډن بېلابېلو رسنیو د هغه ستاینه وکړه خو هېڅ افغان مقام او په ځانګړې توګه په سوېډن کې افغان سفارت د هغه پاڼه هم وانه ړوله. (د سرور ستانکزي د وړتیاوو په هکله د سوېډن د یوې رسنۍ راپور)
Keep up the good work and don’t worry who praised you and who didn’t .