تاند- افغان چارواکي وايي، ایران په فراه ولایت کې طالبانو ته د وسلو او امکاناتو د ورکولو له لارې په دې لټه کې دی چې په دې ولایت کې طالبانو ته اډه جوړه کړي.
د فراه بېلابېلو چارواکو او د ولایتي شورا غړیو رسنیو ته وویل چې ایران په فراه ولایت کې طالبانو ته د سلا مشورو او روسي وسلو په ورکولو په دې لټه کې دی چې د پُشت کوه په سرحدي ولسوالي کې دې ډلې ته مضبوط مرکز جوړ کړي او د بخش اباد بند په ورانولو کې ورڅخه کار واخلي.
د فراه د والي ویندوی ناصر مهري وايي چې د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو او کشفي مسوولانو ورته ویلي چې ایرانیان له طالبانو سره پر له پسې تماسونه نیسي، وسلې او پیسې ورکوي.
مهري وویل، ایرانیان په ځینو سرحدي سیمو کې خلکو ته پیسې ورکوي او په ایران کې د اوسېدو یا اقامت د جواز وعدې ورکوي او ورڅخه غواړي چې له طالبانو سره یوځای شي.
ایران د هرات پر سلما بند هم د خپلو اجیرو عناصرو په وسیله په ځلونو حملې کړي دي.
د ایران له لوري ګومارل شویو طالبانو په ځلونو د فراه پر بخش اباد بند هم بریدونه کړي دي.
د ایران حکومت په زغرده وايي چې په افغانستان کې د بندونو جوړېدا نه شي زغملی خو پخپله خاوره کې یې د افغانستان د اوبو لپاره بې شمېره بندونه جوړ کړي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع وویل، په ایران پورې تړلي عناصر د پُشت کوه او اناردرې ولسوالیو ته، چې پولې یې له ایران سره پرانیستې دي او ښه نه کنټرولېږي، فراه ولایت ته داخلېږي او طالبانو ته د سلامشورو د ورکولو ترڅنګ وسلې او پیسې سپاري.
د فراه والي محمد عارف شاه جهان هم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د ایران د سپاه پاسداران سلاکاران په پُشت کوه او ګلستان ولسوالیو کې طالبانو ته مشورې ورکوي.
ده پخوا هم ویلي و چې د طالبانو د ډېرو قوماندانانو کورونه د ایران په خاوره کې دي.
د فراه پخواني والي اصف ننګ هم په ځلونو ویلي و چې د طالبانو د وژل شویو کسانو فاتحې د ایران په سرحدي ښارونو او زاهدان کې اخیستل کېږي.
په لوېدیځو ولایتونو کې خلک وايي چې ایران د فراه د بخش اباد، د نیمروز د کمال خان او د غور د پوز لیچ بند د جوړېدو د مخنیوي هڅه کوي.
فراه ولایت له ایران سره ۲۹۰ کیلو متره پوله لري خو په ډېرو برخو کې یې افغان سرحدي ځواکونه نشته.