بشر چې تر دې اوسه هم څه کړي، ټول یې د فوق العاده هوښيار ذهن پر مټ کړي دي. د بریالیو کسانو ځانګړنه دا ده، چې د خپلو بریاو لپاره له فوق العاده هوښيار ذهن څخه ګټه اخلي. فوق العاده هوښيارو ذهنونونو ته ډېر کله د نامحدودو استعدادونو نوم هم کارول کېږي، ځکه بشر چې تر اوسه کوم کشفیات او اختراعات کړي له خپل دې ذهن څخه یې کار اخیستی دی.
فوق العاده هوښیار ذهن د اکتشافاتو، لیدلورو او الهاماتو د پيل ټکی دی. دغه ذهن په غير شعوري ډول پر له پسې کار کوي چې مسئلې حل کړي، موانع له منځه یوسي او موخو ته مو ورسوي. کله چې تاسو د ځینو مسئلو د لیکلو پر وخت موخه تعقیبوئ او یا ستونزې حلوئ، د مطلب لیکل د دې لامل کېږي، چې ټول مسایل ستاسو په نیمه هوښیار ذهن کې ذخیره شي. له هغه وروسته دغه موضوعات ستاسو فوق العاده هوښیار ذهن ته لېږدول کيږي. دغه ذهن بیا ۲۴ ساعته په دې اړه فکر کوي چې څه ډول ستاسو ستونزو ته د حل لارې ومومي.