ارین یون

ارين يون ||

په دې شپو ورځو کې چې هېواد له سخت امنيتي بحران سره مخامخ دی، ايران او پاکستان غواړي، له ټولو شومو لارو چارو څخه کار واخلي. افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کړي او په دې ډول افغانستان پرې نه ږدي چې د يو ملي او مقتدر نظام خاوند شي او د اوبو په شمول له خپلو پرېمانه طبيعي زېرمو څخه د خپلو خلکو د سولې لپاره کار واخلي. په داسې حال کې چې هېواد له کورنۍ او بهرنۍ جګړې سره لاس او ګرېوان دی او زموږ د هېواد ملي ځواکونه د خپل هېواد د ساتنې او پالنې لپاره سرونه نذرانه کوي، يو شمېر مغرضې ډلې او اشخاص بيا لګيا دي په بلخ، ننګرهار، کندهار او نورو سيمو کې ناقانونه ائتلافونه جوړوي، په ځينو سیمو کې دا ائتلافونه قومي او په ځينو سيمو کې سيمه ييز رنګ لري، خو د ټولو موخه په وروستي تحليل کې دا ده چې خپلې شخصي ګټې خوندي کړي. اکثره يې هېڅ ډول ملي فکر نه لري. په بلخ کې د ملي نجات په نامه ائتلاف خو ټولو ته معلوم دی چې د جبل السراج د منحوس ائتلاف دوام دی، خو د مشرقي شورا په نامه چې کوم نوی ائتلاف، شورا يا بنسټ جوړ شوی، دا هم په يو نه يو ډول د شمال له ائتلاف څخه الهام اخلي، دې کې هم يو شمېر هغه وکيلان راټول شوي چې په خپله د ولس له پوښتنې سره مخامخ دي. ددې وکيلانو له جملې څخه يې يو شمېر په تېرو دولسو کلونون کې په پارلمان کې دايمي غيرحاضر دي او ځينو نورو يې بيا په کې يوه ورځ يوه خبره هم نه ده کړې، ځينې نور يې بيا خپل خوښي دي، که زړه يې وي پارلمان ته راځي او که خوښه يې نه وي، بيا پر مصنوعي خوب ويده وي او يو نيم چې په کې کله کومه خبره وکړي هغه هم اکثره بې ربطه وي او کومه ژوره مانا نه لري او په لويو ملي مسايلو کې خو چوپه خوله وي او ځينو وختونو کې ان د هېواد دښمنه عناصرو په ليکو کې ولاړ وي. يوازې يو څو تنه وکيلان شته چې هم پارلمان کې حاضري ورکوي او هم د ولس سره راشه درشه لري او هم د ملي ګټو ملاتړ کوي.

زه د ننګرهار د خلکو د استازې په توګه، په اوسني وخت کې دا ډول ائتلافونه که په ننګرهار کې دي که د هېواد په نورو برخو کې د هېواد په ګټه نه بولم او له خپلو قدرمنو هېوادوالو هيله کوم چې ددې ډول اشخاصو له ليکو څخه ځان لرې کړي او لکه څنګه چې يوازې دي، يوازې پاتې شي.

په هېواد کې د يو غښتلي، مستحکم او قانونمند حکومت د جوړېدو په هيله

درنښت

ارين يون

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې

فېسبوکپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *