غني او روحاني

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د نوې دورې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ځي.

تهران ته د ولسمشر غني د سفر لپاره د ولسمشرۍ د تشریفاتو ټیم تهران ته رسېدلی دی.

د حسن روحاني د لوړې مراسم د شنبې په ورځ /اګست۵/ جوړېږي.

ولسمشر غني به د تهران د سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره، چې د اوبو پر سر یې له افغانستان سره په مخالفت کې د طالبانو ملاتړ زیات کړی دی، خبرې وکړي.

روانه اوونۍ د فراه چارواکو وویل چې د ایران سپاه پاسداران هلې ځلې کوي چې په دغه ولایت کې طالبانو ته مضبوطه اډه جوړه کړي څو دا ډله د افغانستان په خاوره کې د بندونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره استعمال کړي.

د فراه د والي ویندوی ناصر مهري او د ولایتي شورا غړي وايي چې د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو او کشفي مسوولانو ورته ویلي چې ایرانیان له طالبانو سره پر له پسې تماسونه نیسي، وسلې او پیسې ورکوي.

په لوېدیځو ولایتونو کې خلک وايي چې ایران د فراه د بخش اباد، د نیمروز د کمال خان او د غور د پوز لیچ بند د جوړېدو د مخنیوي هڅه کوي.

One thought on “ولسمشر غني د روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ له ایراني چارواکو سره خبرې کوي”
  1. حالاتوته په کتو سره دیره ضروری ده چی دولسمشر ملا تر وکرو دا اتحادونه چی کوم خلک جوروی دافغانستان دخلکو په گته ندی بلک هغوی خپله ایند په خطر کی وینی داتیکه داران باید دقانون منگولو ته وسپارل شی.که عاقل او پاک انسان وي، حتمي يی ملاتړ کوي، خو که مفسد وي نه يی کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *