د هند د بهرنیو چارو وزیره

تاند- په امریکايي رسنیو کې د ولسمشر ټرمپ له لوري له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو د احتمال په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل، نړیواله ټولنه، په تېره بیا امریکا باید په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د باندنیو چارو وزیرې مېرمن سوشما سوارج د دوشنبې په ورځ د هند – امریکا د لومړنۍ ټولنې د پرانیستنې په مناسبت غونډې ته وویل، واشنګټن باید په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د تېرو ۱۶ کلونو بریاوې خاورې ایرې شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل، امریکا او هند دواړه د تروریزم قربانیان دي، هند له ډېرو کلونو راهیسې له تروریزم سره لاس و ګرېوان دی او اوس دا ربړه په یوه سیمه ییز او حتي نړیوال چیلنج بدله شوې ده.

دې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هند د صدراعظم نریندر مودي پیغام ته په اشارې وویل چې د دواړو پیغامونه د تروریزم پر ضد ول.

د مېرمن سوارج په وینا په واشنګټن کې ښاغلیو مودي او ټرمپ د یوه ولسواک، ارام او ثبات لرونکي افغانستان د رمنځته کولو لپاره د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

دې په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکا او هند د همکارۍ یو مهم اړخ افغانستان وباله او غوښتنه یې وکړه چې نړیواله ټولنه؛ په ځانګړي ډول امریکا باید په افغانستان کې حضور ته دوام ورکړي څو د دغه هیواد د تېرو ۶ کلونو بریاوې ضایع نه شي.

هند په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د ودانولو او بیارغونې لپاره تر ۳ ملیارد ډالر زیاته مرسته کړې ده.

مېرمن سوارج وویل، هند د افغانستان د حالاتو په ښه کولو کې رول لوبولی او لا هم د افغانستان له حکومت او ملت سره همکارۍ ته ژمن دی.

دې زیاته کړه، «موږ د هغو ۲ ملیارد ډالرو ترڅنګ چې په لومړیو کلونوکې مو افغانستان ته ورکړې، یو ملیارد نورې ورکړې څو له افغانستان سره د هند تلپاتې ژمنه ثابته کړي.»

په امریکا کې د افغانستان د ستراتیژۍ پر سر بحثونه روان دي. د امریکا پوځي چارواکي او د کانګریس یو شمېر غړي افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کوي خو ولسمشر ټرمپ او ځینې سلاکاران یې وايي، باید یوه واضیح ستراتیژي وي چې د ځواکونو د لېږلو په نتیحه کې جګړه ګټل کېدای شي او که دځواکونو لېږل ګټه نه لري باید ټولځواکونه وایستل شي.

د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر جان مکین د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د پالیسۍ پر ناڅرګندوالي سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي باید ټرمپ د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره ژر تر ژره نوې ستراتیژي اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *