بهايي جان

لیکوال: اسدالله بلهار جلالزی||

دوهمه برخه

لکه چې وویل شول د حضرت بهایی جان اغا په اشعارو کې د ټولنیزو ستونزو انعکاس په پراخه پیمانه وینو،چې له دې ستونزو څخه دزیات ولور داخیستو ستونزه اوناسم دود دی، له بده مرغه زموږ دټولنې ډیری وګړي لاهم په ځینوحالاتوکې چې ددوئ مالی ګټه وي نو بیا دې ته نه ګوري چې داګټه یی دنورو له پاره څومره زیان اړوي، اوپه دې ډول دوئ ددنیا په لږګټه باندې د اخرت زیاتي ګټې له لاسه ورکوي. حضرت بهایی جان اغا هم لکه نورمنورین، اودینې عالمان دخپل مسولیت او مکلفیت له مخې هڅه کوي څو دټولنې وګړو ته ددوئ په ژبه دداسې دودونو غندنه کوي اوهغوئ دناوړه کارونو اوددودونوپاللو ته نه پریږدي.په ساده تورو بیا هم دنجلۍ پلارته وايي: چې دکلونو،کلونو له پاره خپله لوراوخور په کورکې له دې امله مه کینوه چې پرې زیات ولور ترلاسه کړي.دی وايي:

ولورڅه کوي؟

دنجلې پلاره ولور څه کوي؟

په کور کې ناسته دختر څه کوي؟

حضرت بهایي په خپل شعرکې دنجلۍ پلارپوښتي چې ته دا ولور اخلې.دامه اخله ځکه دده په اندچې دزیات ولوراخیستل ناروا دي،نوداکار مه کوه.اوخپله لورپه کور په دې تمه مه کینوه،کوم چې زیاتي پیسې به پرې واخلې.چې دا ناسم او ناروا کار دی.حضرت بهایی غواړي دنجلۍ پلارته وښيي چې دانجلۍ انسان ده، اوانسان زیات حقوق لری.دده اند الله تعالی انسان پیدا کړی.نويي ورته دباردارۍ فرمول هم وباښه اودکرامت په زیور يي پسوللی،له خپله ناپایه رحمت څخه يي برخمن ګرځولې.دلته هم وینوچې دنجلۍ پلاراو…له انساني اوبشری کرامت په خلاف لارې څخه راګرځوي.اوپه روښانو ټکو کې ورته وايي چې دولور اخیستل حرام اوناروا دي.

لور دې خره نه ده انسان دی

حرام وتاته یویو غیران دی

و زوم ته ګوره چې مسلمان دی

بیا به په روځ دمحشر څه کوي؟

په پورتنیو بیتونو کې لولو چې لورحیوان نه ده بلکې انسان ده او دانسان خرڅول ناسم عمل دی.اوهغه پیسې چې دوئ يي اخلې هغه له شرعی اړخه ناروا هم دي.نوددې ترڅنګ ورته په ګوته کوي چې که دلته هسکه غاړې ګرځي نو دمحشرپه ورځ به بیا څه کوي؟په توګه هغه متوجې کوي چې ته په مسلمانوباندې ظلم کوي.اودهغوئ په حقونوباندې سترګي پټوي.داظلم اوناروا مه کوه.

که نجلۍ وتښتي له کوره

سربه دې ټیټ وي له پیغوره

مسلماني وایمه وروره

چې رنګ دې بد نه شی نوکر څه کوي؟

بل ځاي ددې ترڅنګ دا هم روښانه کوي.چې که چیرته بیا نجلۍ له کوره ووځي، یاهم له کوم ځوان سره تښتي داهم په ټولنه کې بیا دمردود عمل دی، سرټیټې لري.نودیوه مسلمان په حیث لازمه نه ده چې نوم اوشهرت ته دې زیان واوړي. حضرت بهايي جان ورته دیوه دوست،خواخوږې په توګه وايي چې بایدمخکې ترمخکې يي چاره او لاره ولټوي. دی داهم ورته په ګوته کوي.چې دپیغلتوب په وخت کې نجلۍ ښه پریکړه نه شي کولای.هسي نه چې په کوم چا یی نظرشی.اوپه خپله مخه لاړشي.

نظر دپیغلې په ښه ځوان وي

سبا به تللې پربیابان وي

بیا به دې داخبر ارمان وي

دنس له پاره تلبرڅه کوي؟

اوبیا به لاسونه مروړي.په تیروخت پسی به ژاړي، اوکله هم داسې نه دي شوي چې تر ورخ تیرې اوبه په بیرته راګرځیدلي،دی ورته وايي: دنس مه منه اوهسي دخوراولور په پیسو باندې سوداګري پریږده.مخکې له دې چې دلور،خور دکم تجربې له امله کوم نادودی ګام پورته کړي ښه به داوي چې ورته یو پوه هوښیار،صالح،نیک خویه څوک ولټوي چې داژوندانه ملګري يي شي. چې داسې کړنه به دهغوئ دراتلونکی ژوند خوږ اوروښانه کړي.

لور دې واده که،که هوښیار يی

ولوريي مه اخله که يي پلار یي

دځان په غوښو به ګرفتار یي

وريې که پوه ته،زرګرڅه کوي؟

اوکه چیرته دانساني اواسلامي کرامت له مخې دلور دبرخلیک ټاکلوپه لاره کې مسولانه چلند ونکړي.نو بیا به ورته ځوریږي.دهغې ژوندبه هم په ځوراوخپګان کې وي.حضرت بهايي اشاره اوکنایه کې ورته وايي چې په شتمن اودزرو په څیښتن باندې زړه مه بایله یعنی شتمنۍ ته زړه مه ښه کوه.بلکې هوښیار،نیک اوصالح کس دخپلې لور له پاره انتخاب کړه.

لور دې ورنکړې وسودخور ته

نه وسپین ږیرې حرام خورته

نه وچرسي،نه وزن خور ته

چې میړه نه وي،زیور څه کوي؟

اوکه يي چیرته سودخور،دزیات عمرخاوند،چرسي او… ته ورپه نکاح کوي نو دابیا نوداسلام ددین له احکاموڅخه سرغړونه ده.بهايي جان اغا په حقیقت کې ورته په ډاګه کوي.چې سپین ږیری،زوړسودخود اوروږدی کس نه یوازې چې دخپل ژوندچارې به نه شی سمبالولای بلکې دلورغوښتنو اوهیلو ته به هم اهمیت نه ورکوي.موږ نن وینوچې به زیاترو کورنیو کې همدا کړاونه موجود دي.ډیری نجوني نن له هغوو کسانوڅخه دبیلیدو غوښتنه کوي چې په مخدره توکو روږدي دي.په دې بیتونو کې صوفی اوشاعر بهایی دمخدره توکوغندنه کوي اودنجلۍ پلارته وايي:چې یوازې شتمنې نه شي کولای هیلې سرته ورسوي.

زوم به دې خوارشی دلورپلاره

مهرشرعي واخله دینداره

زه تاته وایم زما یاره

که هندو نه يي نور زر څه کوي؟

هغه بیا هم دلوردپلار پام دې ټکي ته راړوي چې که له شرع شریف څخه خلاف کار وکړي نو زوم او لور به دې دواړه له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.دی ورته وايي چې شرعي مهر واخله او دشرع خلاف رفتار اوکړنه درسره ځکه نه ښايي چې ته خو مسلمان يي،دشعرپه وروستۍ برخه دهندو یادونه هم په دوه دلیله کوي یوداچې په افغاني ټولنه کې هغه څوک چې داسلام په کړۍ کې نه دی شامل، نو هغه هندوان دي ،دی دهندو یادونه ځکه هم کوي چې دټولنې دوګړوپه باورچې هندوان یوازې ددې دنیا دژوند له مزایاوو برخمن نوځکه بهايي ورته  هندو دیوه نږدي اولنډ مثال وړاندې کوي،کوم چې دټولنې زیاترو وګړو لیدلی دی.اودوهم داچې زموږپه ټولنه کې یو باور هم شته هغه داچې هندوان زیات زر ساتي. خو ددې ترڅنګ دټولنې له میشتو وګړو پښتنو اوتاجکوڅخه هم ګیله من دی.اوداسې يي راپیژني.

که پښتانه دي که دیګان دي

دخپلو لوڼو دښمنان دي

چې خرڅوي يي ظالمان دي

له پلاره ژاړه پلندر څه کوي

بهايي جان دوۍ ظالمان ګڼلې اودخپلو اولادونو دشمنان،نوځکه نجلۍ ته وايي چې ته لومړی له پلاره ژړا کوه،پلندرخو دی هالته وړاندي.اوبیاهم دنجلۍ پلارته وايي:چې ته باید دلور دخوشاله ساتوترخوا دې ته هم پام وکړي چې درسول الله دامت ډیریدل او دودان ملت دپایدلوراز په دې کې نغښتی چې داولادونوژوند ورته تریخ نه کړو اوبلکې دخوشالۍ اسباب يي برابرکړو نوحضرت بهایی جان وايي: که داسې وکړو نو دنجلۍ به غمونه هیر کړي.اوکنه نو بیا به دې لاس مات اوغاړې ته لویدلي وي.چې په داسې لاس کې به بیا خنجر هم نه شي نیولای.

غم به له زړه دنجلۍ هیر شي

ملت ودان امت په ډیرشي

بي وفا عمربه دې تیر شي

چې لاس دې نه وي خنجرڅه کوي؟

حضرت بهایی جان اغا وایی:بده خويي لا دا چې که دنجلۍ ورور قماروهونکی،بې لارې اوبس روپوته يي سترګي پټي کړي وي نو بیا دداسې زوی درلودل څه ګټه او ولی باید ورته مال زیات شي.

دنجلۍ ورور چې قمارباز وي

غل دپیکي او دشاباز وي

سپنو روپو ته شینکی باز وی

خانه خرابه ډبرڅه کوي؟

خوکله ناکله بیا داسې هم پیښیږي چې په ټولنه کې ځینې ناپوه اوناخبره ځوانان هم وي چې دمهر ورکول هم په ځان پیټي بولي.اوځان یوه خوا بله خوا کوي.داسې ځوانانو ته هم بهایی جان په تونده اوستوخه لهجه وايي: په پای کې بیا دنجلۍ له پلاره هم خپل نصحت له دې امله نه سپموي چې اصلاح شي. ورته عذر هم کوي چې زما په شعر اونصحت مه خپه کیږه.

زومه له خدایه وویریږه

حق مهر یی ورکه وشرمیږه

په دې غزل مې مه نازیږه

ورشه په خپله رهبرڅه کوي؟

زه غزل وایمه ستا دپاره

نه شي خپه د نجلۍ پلاره

حضرت بهایی جان په خپله ټولنه کې ترټولو زیات خپل مخلصین دې ټکي ته متوجې کوي او ورته نصحت کوي چې دزړونو له ازاره ساتل بویه په تیره بیا دخور اولور دزړه له ازاره چې له بده مرغه زموږه په ټولنه کې لاهم زیات شمیر وګړي شته چې ورته يي ان له پلاره پاته جایداد کې په حق سترګي پټوي.دی کله کله له داسي وګړوڅخه په تنګ کیږي هم نوبیا خپل ځان ته هم خطاب کوي.چې ته ځان دخور اولور له ازاره وساته

چې خور او لور نکړې ازاره

بهايي جانه سوډر څه کوي.

******

3 thoughts on “د حضرت بهایی جان اغا په اشعارو کې  د زیات ولور د اخیستو غندنه”
  1. حضرت خو په کې پخوا نه وو.‌یوازې بهايي جان وو.‌ دده په شعرونو کې هم یوازې بهایي جان یاد شوی دی. دا د کندهار د خوا هلکانو به یو وخت علامه رشاد ته لوی استاد اکاډمیسن الحاج پوهاند علامه عبدالشکور رشاد بابا لیکه…‌چې بېخي مصنوعي وو او د چا ذهن کې به نه کېناست. په داسې حال کې چې د علامه اقبال په څېر علامه رشاد کفایت کوي چې هم د هغه علمي حق ادا کیږي او هم ورته درناوی کیږي. نو دغه سړي پسې هم هسې له ځان نه حضرت او اعلیحضرت مه تړئ. مننه

  2. بهایی جان بهایی زمونږ د وخت یو مشهور شاعر دی، د هغه شعرونه د ډېرو هنرمندانو له خوا په سندرو کې ویل شوي دي ، خصوصا مرحوم استاد دُری لوګري ، مرحوم استاد بیلتون او ښاغلی سلام لوګري له خوا او کله کله له دري سره ګډ د شیرو شکر په ډول ویل شویدي.
    پاته د نه وي مرحوم بهایی جان د خپل ژوند ډېره موده د لوګر ولایت د څرخ په ولایت کې تېره کړیده.
    زما په نظر دلته د حضرت کلیمه د مجددی خیلانو په کورنۍ پورې ارتباط نه لري ، بلکې د درناوي او قدر داني لپاره استعمال شوی ده لکه د دري ژبې شاعرانو ته حضرت مولانا جلال الدین بلخی یا حضرت میرزا عبدالقادر بېدل په شان.

  3. چې صبغت الله مجددي او د ده ټولې کورنۍ ته حضرت وایو او پرې نه ګنهګاریږو په بیچاره او بې ضرره بهايي جان به ولي ګنهګار شو چې حضرت ورته ووایو
    حضرت یعني ښاغلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *