تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په بیشکیک کې د قرغیزستان له ولسمشر الماس بېک اتام بایف سره ولیدل.
د افغانستان ولسمشر د شانګهای د همکارۍ د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون په هدف نن قرغزستان ته لاړ.
د قرغیزستان ولسمشر له حامد کرزي سره په کتنه کې په دې خوښي ښکاره کړه چې ولسمشر کرزي د شانګهای د همکارۍ ټولنې په سرمشریزه کې ګډون کوي.
د ده په وینا دا غونډه د سیمې پر مسایلو، چې افغانستان پکې کلیدي رول لري، غور کولو ته ځانګړې شوې ده.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویلي چې ولسشمر کرزی به دې غونډې ته وینا وکړي او د ایران ، چین ، قرغزستان او روسیې له مشرانو سره به جلا کتنې هم ولري.
افغانستان د شانګهای د همکارۍ ټولنې په سرمشریزه کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.
د افغانستان ترڅنګ، ایران، هند، پاکستان او منګولیا د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکي دي.
د قرغیزستان ولسمشر د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو تر غونډې یوه ورځ مخکې نن د څو نورو هیوادونو له مشرانو سره هم په دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړې.
اخوا یو شمیر کارپوهان په افغانستان کې د امنیت د راوستلو لپاره د شانګهای سازمان همکاري مهمه بولي او د یاد سازمان له غړیو هیوادونو سره د اړیکو پر زیاتیدو ټینګار کوي.
د افغانستان ولسمشر بیشکیک ته تر روانېدو مخکې نن سهار د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم له لوبغاړو سره وکتل او هغوی ته یې د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د اتلولۍ په خاطر مبارکي وویله.