تاند- این بي سي نیوز تېره شپه /چهارشنبه/ وویل، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره میاشت له دفاع وزیر جېمز ماتیس او لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد سره په غونډه کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د عمومي قوماندان د برطرفه کېدو وړاندیز وکړ.
د جولای د نولسمې په غونډه کې ټرمپ وړاندیز وکړ چې ماتیس یا ډنفورډ دې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د اوسني عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ځای ونیسي.
این بي سي نیوز ته یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، وویل چې ماتیس د دې وړاندیز مخالفت وکړ او د جنرال نیکلسن دفاع یې وکړه.
این بي سي نیوز وايي چې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې مرستیال ولسمشر مایک پینس، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د سپینې ماڼۍ ستراتیژیست سټیف بن، د ټرمپ زوم او جګپوړی سلاکار جېرد کوشنر، د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماستر او د ولسمشرۍ د دفتر رييس رینس پریبس هم حاضر ول.
د این بي سي نیوز د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په شخړه کې د نه پرمختګ او د ناټو د متحدانو په اړه شکایت وکړ او د ماتیس په ګډون یې په غونډه کې پر ناستو سلاکارانو نیوکه وکړه.
ده د شکایت په توګه ویل«موږ د بري په حال کې نه یوو. موږ د ماتې لور ته روان یوو.»
د این بي سي نیوز پر اساس ټرمپ له نیکلسن سره ونه لیدل.
این بي سي نیوز وايي چې سپینې ماڼۍ د دې راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د ملي امنیت شورا ویندوی مایکل انتون ورته وویل«په سیمه کې د ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه هیڅ راز پرېکړه ونه شوه.»
په وروستیو کې د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په ګډون ځینو امریکايي رسنیو راپور وکړ چې ولسمشر ټرمپ حتي له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي.
ډېر شمېر افغان چارواکي او شنونکي وايي چې امریکا دې افغانستان ته د نورو ځواکونو د رالېلو پر ځای افغان امنیتي ځواکونه، په تېره بیا هوايي ځواک پیاوړی کړي.
د دوی په باور د نورو امریکايي پوځیانو راستول به جګړې ته د طالبانو او نورو سختدریځو پلمه نوره هم زیاته کړي.
د ولسمشر ټرمپ یو شمېر سلاکارانو او دفاع وزیر ماتیس وړاندیز کړی و چې افغانستان ته دې لږترلږه ۳۹۰۰ نور ځواکونه استل شي خو ویل کېږي چې ښاغلی ټرمپ په دې باور دی چې که د اضافي ځواکونو استول په افغانستان کې امنیت په شي تضمینولی، د نورو ځواکونو لېږلو څه اتیا ده.
ټرمپ له خپلو سلاکارانو د داسې ستراتیژۍ غوښتونکی دی چې په یقیني ډول د افغانستان په حالاتو کې بدلون راوستلی شي.