په پکتیکا کې ( (OHPM مؤسسې د واکسینو د ښه تطبیق په موخه له رضاکارو ټیمونو سره د ۱۲ موټر سایکلو مرسته وکړه.
یاد موټرسایکل د چهار شنبې په ورځ د یو لړمراسمو پرمهال اړونده مسؤلینو ته وسپارل شول.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وایي چې په دې سره به ټولو سیمو ته د واکسینو د تطبیق پروسه اسانه شي.
نوموړي زیاته کړه، د پولیو او نورو واکسینو تطبیق د ټولو ګډ مسؤلیت دی او په دې برخه کې د مسؤلینو ترڅنګ له عام ولس غواړي چې خپلې هلې ځلې ترسره کړي.
په ورته مهال په پکتیکا کې د (OHPM) دفتر د واکسینو د برخې مسؤل ډاکټر عبدالرحمن وایي چې د اتو ولسوالیو لپاره یې یو شمېر کسان د واکسینو د ښه تطبیق په موخه وروزل.
دده په خبره، یادو کسانو ته یې سولري سیار یخچالونه ورکړل او دغه راز یې هر ټیم ته دوه عرادې موټر سایکل وسپارل څو په ټولو سیمو کې واکسین په اسانۍ سره تطبیق کړي.
د یادونې ده، د واکسینو د تطبیق یاد ټیمونه به د اتو بېلابېلو ولسوالیو په هغو سیمو کې واکسین تطبیق کړي چې له دې وړاندې په دغو سیمو کې یاده پروسه په اسانۍ سره نه تطبیق کېده.
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر