د ننګرهار والي په لارښوونه ډ ټاکل شوي پلاوي له لورې په تورخم کې د هر ډول ستونزو د لمنځه وړلو جدي هلي ځلي رواني دي.
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د دې ولایت د ګمرک رئیس الهام الدین مظهر په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی،چې په کې د ترانسپورت رئیس ډاکټرمحمدایوب شرافت، ولایتي شورا استازی سهراب قادري، د ولایت مقام کارپوه انجنیر محمدفرید او د سرحدي لواء قوماندانۍ مرستیال شتون لري.

یاد پلاوي د زمري په ۱۲مه د یوې ناستې په ترڅ کې د خپلو وروستیو کړنو په اړه ننګرهار والي ته معلومات ورکړل .
د ننګرهار ګمرک رئیس الهام الدین مظهر وایي دوی د دې سفر پر مهال په تورخم ښارګوټي کې د کمیسارۍ، تورخم ګمرک ، ترانسپورت، امنیت او تورخم ښاروالۍ مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې .
د هغه په وینا د دې ناستو په ترڅ کې په تورخم ښارګوټې کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي،بار وړونکو موټرو تګ راتګ پر مهال په شفاف ډول سهولتونه برابرولو او په یاد ښارګوټې کې د هر ډول فساد د لمنځه وړلو په موخه له اړونده مسؤلینو سره خبرې اترې وشوې .

مظهر وویل،په تورخم ښارګوټې کې له محصول پرته د سبزیجاتو او یو شمیر نورو توکو د صادرولو مخنیوی کړی او همدا راز یې د غېرې قانوني حرکتونو پر ځای د موټرو د تنظیم او نورې چارې ترانسپورټ ادارې ته سپارلي دي.
د ګمرک رئیس د معلوماتو له مخې،ژر به په تورخم ښارګوټې کې د بېلابېلو ادارو د مسؤلیت سیمې معلومي کړي،ترڅو د فساد او نورو ستونزو د مخنیوي لامل شي او د رامنځته کېدو پر مهال اړونده مسؤلین معلوم شي .
یاد پلاوي په تورخم ښارګوټې کې هغه مسؤلین هم ننګرهار والي ته په نښه کړل،چې د اجرائتو پر مهال سرغړونې ترسره کوي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ګمرک رئیس په مشرۍ د پلاوي د اجرائتو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده،چې په تدریجي ډول به یاد ښارګوټی د فساد له ستونزو څخه پاک شي .
نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ،چې په ټولو قانوني برخو کې ورسره ولایت مقام همکار دی او په جدي ډول یې ورته د نورو اجرائتو سپارښتنه وکړه .
ننګرهار والي د کانکور په ملي ازموینه کې د دې ولایت په کچه د لوړو نمرو تر لاسه کوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د کانکور په ملي ازموینه کې د هغه ګډونوالو ستاینه وکړه، چې د ننګرهار په کچه یې تر ټولو لوړې نمرې تر لاسه کړي او د خپلو خوښوو پوهنځیو ته بریالي شوي دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د نازو انا لیسې د دولسم ټولګي فارغې سمینې د ۳۱۷ نمرو په تر لاسه کولو د دې ولایت په کچه د نجونو په منځ کې لومړۍ او د بي بي زینب ليسې فارغې بشره د ۳۰۵ نمرو په تر لاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ،چې دواړه د ننګرهار طب پوهنځي ته بریالۍ شوې دي.
همدا راز د کانکور ازموینه کې په ننګرهار کې د شهید محمد عارف لیسې د دولسم ټولګیو دوو تنو فارغینو هر یو رحمت الله او عبدالصبور د ۳۲۰،درې سوه شل نمرو په تر لاسه کولو سره د ولایت په کچه لومړی او دویم مقامونه تر لاسه کړي،چې د کابل او ننګرهار پوهنتونونو انجینرۍ پوهنځي ته بریالي شوي دي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې د یادو بریالیو زده کوونکو سربېره یې یو شمیر نورو ښه نمرو اخیستوونکو ته د زمري په ۱۲مه په ولایت مقام کې غونډه جوړه کړې وه،تر سره شوي کانکور ازموينه شفافه ياده کړه او د هېواد سربېره د ټول ننګرهار په کچه یې بریالیو زده کوونکو ته مبارکۍ ورکړې .
نوموړي خوښي وښوده، چې د ننګرهار په کچه د کانکور ازموينه کې دوو نجونو لوړې نمرې اخیستې او ننګرهار طب پوهنځي ته بريالۍ شوي دي.

ده زياته کړه، بشره ، چې له دې وروسته به لوړې زده کړې تر سره کوي او د پلار له نعمته محرومه ده هره مياشت به ور سره د نوموړي له لورې د درې – درې زره افغانيو نغدي مرسته وشي .

د ولايتي شورا غړي ناصر کاموال د کانکور ازموينې کمېټې څخه مننه وکړه، چې په شفاف او تخنيکي ډول سره يې د کانکور ملي ازموینه واخیسته،چې له مخې د اړیکو پر ځای د وړتیاوو له مخې ځوانان د خپلو خوښوو پوهنځیو ته بریالي شول .
نوموړي، ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د کانکور ازموينې ښه تر سراوي په موخه یې د نظم او امنيت لپاره زمينه برابره کړې وه او د مګړۍ یې د لوړو نمرو تر لاسه کوونکي هم وستایل .

د پوهنې سرپرست رئیس سید عیسی سادات وويل، چې د لومړي ځل لپاره له ننګرهاره ۱۶۴۳۹ د دولسم ټولګي فارغانو په کانکور ازموينه کې ګډون کړی و، چې ۸۷ سلنه ځوانانو لوړو زده کړو ته لار وموندله .

ده وويل، چې د نازو انا، بي بي زينب، شهيد محمد عارف، ننګرهار، محمدي صاحبزاده، مومن افغان ترک او چکنوريو لېسو زده کوونکو په سږني کانکور کې لوړې نومرې ترلاسه کړي دي.

د افغان ترک لېسې مدير شهیدالله وويل، چې مومن افغان ترک لېسې ۹۰ تنو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و، چې ټولو د خپلې خوښې پوهنځيو ته لار موندلې.

نوموړي زیاته کړه، د هېواد په کچه د افغان ترک لېسو کې د ننګرهار مومن افغان ترک لېسې لومړی مقام خپل کړی .
د ښځو چارو رئیسې انيسې عمران او بشر حقونو رئیسې صبرينا حميدي پر سږنی کانکور ازمويني خوښي وښوده، چې نجونو ځوانانو سره يو ځای لوړو زده کړو ته لار وموندله.

دوی له ننګرهار والي څخه د دې ابتکار مننه وکړه، چې د سږني کانکور ازموينه کې يې د لوړو نومرو اخیستونکي وستايل او د دوی د نازونې په موخه يې غونډه جوړه کړه.

د ننګرهار په کچه طب پوهنځي ته په لوړو نومرو بريالۍ شوې سمينې او بشره د خپلو استادانو او د پوهنې مسئولينو څخه مننه وکړه، چې دوی سره يې د درس پر مهال ډير زحمتونه ګاللي .
دوی له ننګرهار والي هم مننه وکړه، چې د دوی ستاينه يې وکړه او د ستايلو په موخه یې خپل حضور ته وبلل.

په کانکور ازموینه کې د لوړو نومرو اخیستونکو ته د ننګرهار والي له لوري منظور شوي ستاينليکونه د مسئولينو له لوري ورکړل شول.
په دغه ستاينغونډه کې د نورو مسئولينو سربیره د ولايتي شورا غړي سهراب قادري، د ننګرهار عالي لیسې، نازو انا، بي زينب، محمدي صاحبزاده، مومن افغان ترک، چکنوریو او شهید محمد عارف لېسو مديرانو هم ګډون کړی و.

په ننګرهار کې د هېواد د خپلواکۍ د اته نويمې کليزې د ښې نمانځنې په موخه پيل شوی کمپاين په ښه توګه روان دی.
ښار يان هم د خپلواکۍ نمانځلو ته تياری نيسي؛ دوی سرله اوسه ښار ته ځي او هلته د افغانستان ملي بيرغ او دازادۍ نمانځلو ته جوړشوي توکي پيري.

دزمري اته ويشتمه، چې د هېواد د خپلواکۍ ۹۸ يمې کليزې سره برابره ده،د ښې نمانځنې په موخه يې دروانې مياشتې له لومړيو په ننګرهار کې تدابيري کمپاين پيل شوی .

مسولين وايي، چې سږنی کال به د خپلواکۍ جشن د تېرو کلونو په نسبت په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
ولايت مقام د همدې موخې لپاره له اړونده ادارو کمېټې ټاکلي او له وړاندې لاس په کار شوي.
کمپاين شپه او ورځ د اړونده کمېټو له لوري پرمخ وړل کېږي،خو مدني فعالانو او رضاکاره ځوانانو يې خوند لا زيات کړی.

دوی پر سرکونو نصب شوې برېښنايي پايي ، واټونه او لوړې ودانۍ د افغانستان په ملي بېرغ ښايسته کوي او ورځ تر بلې دښار بڼه بدلوي.

د کمپاين په دوام کې خپله د ننګرهار والي محمدګلاب منګل هم له کمپاين کوونکو سره برخه واخيسته او دخپلواکۍ داتل شاه غازي امان الله خان او دولسمشر محمداشرف غني انځورونه يې په مناسبو ځايونو نصب کړل.

د جلال اباد سرپرست ښاروال انجينرحکيم الدين عمرخېل وايي، چې دځوانانو او مدني فعالانو په ملاتړ يې دښار واټونه او عامه ځايونه په ملي بيرغ او دهېواد د اتل شاه غازي امان الله خان په انځورونو ښکلي کړي.

عمرخېل وايي:د زمري اته ويشتمې په خاطر يې د ګلدانونو رنګ کول او دتخريب شويو عامه ځايونو رغونه يې هم پيل کړی، چې له مخې يې دشاه غازي امان الله خان مزار ته غځېدلی سرک هم په اساسي ډول جوړ شو.

دجلال اباد سرپرست ښاروال وايي، چې د ښار دګذر وکيلانو په همکارۍ به ټول ښارمېشتي د خپلواکۍ دورځې دنمانځلو په موخه وهڅوي چې په کورونو ملي بيرغ وځړوي.
بل پلو په ښار کې دملي بيرغ او دخپلواکۍ د نمانځلو په موخه د جوړو شويو توکو لکه د خوليو،غاړې څادرګيو، دمخ نقابونو او ځنې نورو بازار ښه تود دی او ښاريان يې په خورا مينه پيري.
که څه هم هر کال دخپلواکۍ ورځ په ننګرهار کې ترنورو ښه نمانځل کېږي، خو ولايتي اداره وايي سږ کال به يې له نورو کلونو هم ښه ونمانځي.
ځنې روښان فکره په دې آن دي،چې د خپلواکۍ ورځې دښې نمانځلو لپاره دې لوړ تدابير ونيول شي ،خو ترڅنګ دې د غازي امان الله خان فکر خپرولو ته هم کار وشي.
د يادونې ده چې ۹۸ کاله وړاندې د اسد په ۲۸ مه د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د هېواد مجاهد ولس په ګڼو قربانيو انګريزانو ته ماتې ورکړه او د خپلواکۍ وياړ يې يو وار بيا په برخه شو، چې دغه ورځ هر کال په ټول هېواد کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي.
کورنیو چارو وزارت د لومړۍ سرحدي لوا له لورې د ترسره شوو عملیاتو څخه ستاینه وکړه .
په ختیځ کې د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندانۍ مرستیال سمنوال معروف احمدزی،چې د یو پلاوي په مشرۍ د سرحدي پولیسو لومړۍ لوا قوماندانۍ کې د منسوبینو سره ناسته درلوده،د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب د سرحدي پولیسو له لورې د ترسره شوو عملیاتو څخه یې ستاینه وکړه .

نوموړي زیاته کړه، کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا له لورې د پچیراګام ولسوالۍ په تورې بوړې سیمه کې په ترسره شوو عملیاتو کې د ګډون او فعالیتونو څخه ستاینه کوي .

د هغه په وینا دوی یاد عملیات ارزیابي کړي او وروسته یې د سرحدي پولیسو د ټولو منسوبینو په استازۍ د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان سمنوال محمد ایوب حسین خیل ته د کورنیو چارو وزیر له لورې برابر شوی ستاینلیک ورکړ.

د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان محمد ایوب حسین خیل د کورنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه،چې د دوی د منسوبینو کړنې یې نوموړې ته د ستاینلیک په ورکړې سره وستایلې .

هغه ژمنه وکړه،چې د خپلې خاورې د ساتنې په موخه به یې ټول سرتېرې تردې هم زیاتې قربانۍ ورکړي،خو د ښمن ته به د تروریستي کړنو اجازه ورنکړي.
چین ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکو د فعالیدو غوښتنه وشومه .
ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا ادارې هڅې پیل کړي،ترڅو د دې ولایت اچین ولسوالۍ کې د اوبو رسولې شبکې فعاله او په دې برخه کې د ولسونو ستونزې حل کړي .

د دې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس مجیب الرحمن ضیا چې د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري په مشرۍ یې د یادې ولسوالۍ د یو شمیر مخورو سره ناسته درلوده،ډاډ ورکړ،چې د اوبو رسونې شبکې د فعالولو په برخه کې به هلي ځلي وکړي.

د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري وویل،د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي د نورو ګڼو ستونزو سربېره د پاکو اوبو په برخه کې ګڼ شمیر ستونزې لري او په دې برخه کې د کلیو پراختیا ادارې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه،چې یادې ادارې د رئیس له لورې ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه .
په بهسودو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو ۲۱ څاه ګانې جوړيږي
د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ کې د جرمن اګرو اکشن موسسې په مالي لګښت د اوبو ۲۱ څاه ګانې جوړيږي، چې له مخې به يې سلګونو کورنيو ته د څښاک پاکو اوبو زمينه برابره شي.
د جرمن اګرو اکشن موسسې مسئولينو وويل، چې دغه څاه ګانې د بهسودو ولسوالۍ په سراچه، دامان او نورو سیمو کې جوړيږي، چې په هره څاه شاوخوا ۱۸۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
د بهسودو ولسوال د جرمن اګرو اکشن مؤسسې له مسئولينو مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو په برابرولو کې فعاليتونه کوي.
نوموړي په خيريه موسسو غږ وکړ، څو په دې ولسوالۍ کې د روغتيا، پوهنې، برېښنا او يو شمېر نورو برخو کې پروژې تطبيق کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د اوبو دوه شبکې جوړې شوي او ۲۶۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

په ننګرهار کې د مور په شيدو د تغذيې نړيواله اوونۍ ونمانځل شوه .
روغتيايي مسئولين وايي، چې د يادې اوونۍ د نمانځلو موخه داده، څو په ټولنه کې ميندې او پلرونه د ماشوم لپاره د مور د شيدو په ارزښت پوه شي .
د پنجشنبې په ورځ په همدې پار جوړه شوې غونډه کې، روغتيايي مسئولينو، ديني عالمانو، محصلينو او ميرمنو ګډون کړی و .
د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، چې هره مور مکلفه ده، چې نوي زيږيدلي ماشوم ته تر دوه کالو پورې خپلې شېدې او هم تر درې کالو پورې ولادت ته وقفه ورکړي .
کاموال زياته کړه که هره مور نوي زيږيدلي ماشوم ته ترټاکلې مودې پورې خپلې شيدې ورکړي د ماشومانو د مړينې کچه به تر ۲۲ سلنه پورې راټيټه شي .
نوموړی زياتوي د ماشوم د ښې ودې، روغتيا او ذهني پياوړتيا لپاره اغيزمنه لار تر دوه کالو پورې د مور د شيدو ورکړه ده .
په غونډه کې د ننګرهار ښځو چارو رئیسې انيسې عمراني ، د حج او او قافو رياست استازي او د يونسيف ادارې مشرې د نوي زيږيدلي ماشوم لپاره د مور د شيدو په ارزښت خبرې وکړې .

د دوئ په وينا هغه ماشومان چې مور خپلې شيدې ورکړي وي د هغوی په پرتله ، چې له وچو شيدو څخه يې استفاده کړي وي ډير ځواکمن او صحت مند وي .

دوی له ميندو ميندو غوښتنه وکړه ، چې نويو زيږيدلو ماشومانو ته خپلې شيدې ورکړي او د پوډري شيدو او نورو خوړو له ورکړې څخه ډډه وکړي .
بله لورته د يونسيف ادارې په مالي همکارۍ د عامې روغتيا حوزوي روغتون کې د نويو زيږيدلو ماشومانو د جدي څارنې څانګې سره د پنځوس زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ماشومانو د ساتنې لپاره د وسايلو مرسته وشوه .
د ننګرها رعامې روغتيا ريس وويل : له دغو وسايلو نه په کاراخيستنې سره به د ماشومانو د مړينې کچه تر ډيره راټيټه شي .
نوموړی زياتوي په نږدې راتلونکي کې به دغه ډول وسايل په ولسواليوکې هم روغتيايي مراکزو ته ورکړل شي .
د هسکې مینې او روداتو ولسوالیو روغتون به ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د پیوې کنډو په مربوطاتو کې د عامې روغتیا ادارې له لورې د هسکې مینې او روداتو ولسوالیو لپاره د جوړیدونکي روغتون چارې په ګړندیتوب سره جریان لري او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکتر نجیب الله کامه وال چې په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي لطف الله بابا، د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار او تخینکي ټیم یې ملتیا کوله د یاد روغتون د جوړیدو له چارو لیدنه وکړه.

نوموړي وویل، یاد روغتون د عامي روغتیا وزرت لخوا په لس جریبه ځمکه کې د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت جوړیږي،چې پنځوس بسترو په درلودلو سره به په کې د روداتو او هسکۍ مینې ولسوالۍ ناروغانو درملنه وشي.
د یاد روغتون چارې په ګړندیتوب سره جریان لري او شپیته سلنه چارې یې بشپړي شوي،چې په پای ته رسیدو سره به یې ژر تر ژره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

د جلال اباد ښار ۸مه ناحیه کې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نږدې ۵ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوي.
ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار ۸مې ناحیې په مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوه عشاریه څلور کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوي .

د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینرحکیم الدین عمرخیل وویل،یاد سړک د ولسونو په دیرش سلنې ونډې سره د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شاوخوا دوو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

نوموړي زیاته کړه،یاد سړک 4,2 کیلو متره اوږدوالی او اووه متره سور لري،چې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د جوړولو چارې په ګړندي ډول دوام لري .
نا معلومو وسله والو دوه ملکي وګړي شهيدان کړل
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې او سره رود ولسواليو کې نا معلومو وسله والو دوه ملکي وګړي په ډزو سره شهيدان کړل.

د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند زيړانیو سيمه کې تيره ورځ شاوخوا دوه بجې نا معلومو کسانو د علي احمد په نوم یو ملکي وګړی په ډزو سره شهید کړ.
د معلوماتو له مخې وسله والو د شهید تن موټر سايکل هم له ځآن سره وړی.

د جلال اباد ښار شهري مدير په وينا شهید شوی تن د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ د مرکي خيلو اوسيدونکی دی او اوس يې د شخصي دښمنۍ له امله جلال اباد ښار کې ژوند کولو.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ ميرانو کلا سيمه کې تيره ورځ شاوخوا دوه نيمې بجې د حاجي امير محمد په نوم قومي مشر نا معلومو وسله والو په ډزو سره شهيد کړ.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دواړو پېښو ژوره خواشينې ښودلې، شهيدانو ته يې د فردس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې.
دغه راز ننګرهار والي د امنيتي ادارو مسئولينو ته د دواړو پېښو څيړنو او مجرمينو د نيولو جدي لارښوونه کړې.
پنځه ويشت موقت پليټ لرونکي موټرونه ونيول شول
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د اسناد نه لرونکو موټر سايکلونو او موټرونو نيولو کمپاين په ترڅ کې ۲۵عرادې موټرونه او ۳۴ عرادې موټر سايکلونه ونيول شول.

دغه کمپاين، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حکم او ننګرهار والي په لارښوونه له تیرو شاوخوا شل ورځو راهيسې پيل شوی تر دې دمه سلګونه اسناد نه لرونکي موټر سايکلونه نيول شوي او د سلګونو موټرونو تورې ښېښې سپینې شوي دي.

د معلوماتو له مخې د کمپاين په شلمه ورځ هم ۳۴ عرادې اسناد نه لرونکي مټر سايکلونه، ۲۵ عرادې پنځه کلن موقت پليټ لرونکي موټر نيول شوي او د ۲۴ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي.

درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او خوږياڼو ولسواليو کې پولیسو د پلټنې پر مهال درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول.

د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار مربوطاتو کې يو تن د يوې ادعا پر اساس داعش وسله والو سره د اړيکو او بل تن د يو ميل تومانچې سره يو ځای نيول شوی دي.

دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمه کې پولیسو د درنو جرمونو پر وړاندې مبارزې رياست لارښوونې سره سم په جرم يو تورن کس نيولی او تر پوښتنو لاندې دی.
د ننګرهار سيمه ييز روغتون کوچنيانو وارډ سره د نويو طبي وسايلو مرسته وشوه
د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وايي، چې د يونیسف ادارې په مالي مرسته د ننګرهار سيمه ييز روغتون ماشومانو وارډ کې د نويو زيږيدلو ماشومانو د څارنې څانګې سره د نويو طبي وسايلو مرسته وشوه.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه مرسته کې ۱۰ Baby Warmer ، ۲۰ د نویو زیږیدلو کوچنیانو بسترونه او د اړونده څانګې نور وسایل شامل دي.

ده د يونیسف ادارې له مسئولینو مننه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې د دغه نويو طبی وسایلو سره به يې چارې لا ښې او منظمې شي.
د شهیدو سرتېرو په یاد په جلال اباد ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د ۱۶ لوبډلو ترمڼځ د والیبال سیالۍ پیل شوې،چې د دې ولایت سربېره په کې د لغمان ولایت یو شمیر لوبډلې هم ګډون لري او د څلورو ورځو په ترڅ کې به پای ته ورسیږي .

د یادو سیالیو جوړیدو څخه موخه د شهیدو سرتېرو څخه یادونه او ځوانان لوبو ته هڅول دي .
په نازيانو ولسوالۍ کې د اوبو شبکې جوړيږي
د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوال قاضي محمد طارق وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو شبکو جوړولو چارې په ښه ډول پرمخ رواني دي.
نوموړي، چې د دې ولسوالۍ د کيسم کلي د اوبو شبکې د جوړولو چارو څخه څارنه کوله وويل، چې اوسمهال په دې ولسوالۍ کې د اوبو په پنځو شبکو کار روان دی، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ده زياته کړه، چې د اوبو دغه شبکې د ننګرهار والي په لارښوونه د کليو او پراختيا رياست له لوري جوړيږي.
ولسوال وويل، چې د ابو د دغه پنځو شبکو په بشپړيدو سره به ۱۵۰۰ کورنۍ له صحي اوبو څخه برخمنې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *