ولسمشر ټرمپ او دفاع وزیر ماتیس

تاند- اسوشیتید پریس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه له اوږدې مودې راهیسې د ځنډېدلې ستراتیژۍ تصویبېدا نوره هم ځنډولې ده.

اژانس وايي چې ټرمپ د افغانستان په وضعیت کې د بدلون راوستلو لپاره حتي د ملي امنیت په ټیم کې د بدلون راوستلو په فکر کې دی.

د جولای د نولسمې په غونډه کې ټرمپ وړاندیز وکړ چې ماتیس یا ډنفورډ دې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د اوسني عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ځای ونیسي.

این بي سي نیوز ته یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، وویل چې ماتیس د دې وړاندیز مخالفت وکړ او د جنرال نیکلسن دفاع یې وکړه.

اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي، د افغانستان په جګړه کې ولاړ حالت د ولسمشر ټرمپ خُلق ورتنګ کړی او د داسې پلان غوښتونکی دی چې د جګړې وضعیت بدل کړي او امریکايي پوځیان په یووار ټول له افغانستانه ووځي.

ویل کېږي چې ټرمیم له خپلو سلاکارانو او د ملي امنیت له ټیمه غوښتي چې داسې ستراتیژي جوړه کړي چې په واضیح ډول پکې ویل شوي وي چې د افغانستان حالات به بدلېږي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د افغانستان د جګړې په بري کې له نهیلۍ سره سره ولسمشر ډانلډ ټرمپ له هغه انتخابه لاس اخیستی چې پر اساس یې ویل شوي و چې نوموړی له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سپينې ماڼۍ چارواکو پر دې پلان غور پیل کړی و چې له افغانستانه ټول ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان باسي او په افغانستان کې خپل ماموریت عملاً پای ته رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *